1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ميرکل او شولڅ تلویزيوني مناظره

د صدراعظمې انګلا ميرکل او د صدارت د څوکۍ له پاره د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د کانديد ترمنځ یوازینۍ تلویزیوني مناظره وشوه. په مناظره کې یو شمير ملي او نړيوالې موضوع ګانې مطرح شوې.

د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل او د صدراعظمۍ د څوکۍ له پاره د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د کانديد مارتین شولڅ ترمنځ د يوې تلویزيوني مناظرې سره په آلمان کې ټاکنیزه مبارزه پیل شوه. په دې مناظره کې یو شمير ملي او نړيوالې موضوګانې مطرح شوې.

د صدراعمظمې ميرکل او د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د کانديد سولڅ ترمنځ د يکشنبې د ماښام (د ۲۰۱۷ م کال د سپتمبر ۳ نيټه) مناظره هومره هيجاني نه وه څومره یې چې انتظار کيده.

خو د یوې نظر پوښتنې په حواله انګلا ميرکل له خپل رقيب مارتین شولڅ څخه دغه تلويزيوني مناظره وګټله. د يکشنې پر ماښام تر مناظرې وروسته د آلمان له لومړي تلویزيوني چینل له خوا د ترسره شوې نظر پوښتنې په حواله له پوښتل شويو کتونکو څخه یې ۵۵ سلنه ويلي چې ميرکل په ټوليزه توګه د قناعت وړ ځوابونه ورکړل. په دې نظر پوښتنه کې بیا ۳۵ سلنه ګډونوالو د شولڅ په اړه دغه څرګندونې وکړې.

د کتونکو په حواله په زياتو برخو کې ميرکل مخکې وه او ۴۴ فيصدو د شولڅ په پرتله د هغې دلايل ښه وبلل. د سوسيال دموکرات ګوند نوماند په دې برخه کې بيا د ۳۸ سلنه کتونکو له خوا مخکښ وبلل شو.

په دې نظر پوښتنه کې د ګډونوالو له نظره شولڅ بيا زياتره د لفظي بريد کونکي په توګه درک شو. له خلکو سره د نږدیوالي په مورد کې هم شولڅ مخکښه وبلل شو. په عین وخت کې ۵۵ سلنه نظر ورکوونکو وويل چې شولڅ له ميرکل څخه زيات خلکو ته نږدې دی. د نظر پوښتنې په حواله ميرکل بيا د ۶۴ سلنه پوښتل شويو له خوا د زياتې پوهې خاونده وبلل شوه او ۲۰ سلنه بيا په دې آند ول چې شولڅ زياته وړتيا لري.

په دې تلويزیوني مناظره کې د دواړو کانديدانو ترمنځ پر بيلا بیلو نړيوالو او ملي مسائلو بحثونه ترسره شول چې په زياتره موضوګانو دواړه سره تر ډيره حده هم نظره ول.

ټولنیز عدالت

د ټولنیز عدالت پر موضوع دريځونه سره مختلف ول. شولڅ په دې هکله وويل چې «دا واضح ده چې آلمان يو بډای هيواد دی خو زموږ د هيواد ټول وګړي شتمن نه دي.» نوموړي  د مثال په توګه د متقاعدينو، د بې رزګارو او هغو ميندو او يا پلرونو يادونه وکړه چې په يوازې سر اولادونه روزي. شولڅ زیاته کړه چې ګوند به یې د ماشومانو له پاره د وړيا وړکتونو د رامنځته کولو هڅه وکړيبل لوري ته بیا ميرکل ټينګار وکړ چې د کار په دوره کې یې د بې کارانو شمير له ۵ میليونه څخه ۲،۵ میليونه ته راکښته شوی.

 تقاعد او مالیات

د تقاعد پر موضوع ميرکل د شولڅ هغه تورونه رد کړل چې وايي مسيحي اتحاد ګوند غواړي چې د تقاعد عمر ۷۰ کلونو ته لوړ کړي. نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې ډاډ ورکړ چې داسې څه به پیښ نه شي. شولڅ د ميرکل د دې «ډير روښانه دريځ» له کبله د هغې ستاینه وکړه.

د مالیاتو په برخه کې دواړو نوماندانو مختلفې طرحې وړاندې کړې. شولڅ غواړي چې يوه څلور کسیزه کورنۍ چې په میاشت کې تر ۳۵۰۰ پورې اوسط ناخالص عوايد ولري، له ۲۰۰ تر ۲۵۰ يورو پورې کمه ماليه ورکړي. ميرکل بیا ټينګار وکړ چې مسيحي اتحاد په پام کې لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې له وګړو څخه ۱۵ ميلیارده کمه ماليه واخلي. دا چې دا به د يوې څلور کسیزي کورنۍ له پاره څومره پيسې وي، هغې روښانه نه کړه.

د موټرو د ګازاتو افتضاح

پر دې موضوع دواړو کانديدانو ډير اختلاف نه درلود. ميرکل وويل چې د موټرو صنعت بايد رامنځته شوی زيان تلافي کړي خو ۸۰۰ زره د کار ځايونه هم بايد خوندي وساتل شي. دواړه غواړي چې پر ډيزلي موټرو بندیز ونه لګول شي.

بهرنی سیاست

د ترکیې پر موضوع د دواړو کانديدانو دريځ ډير مختلف وو. شولڅ غواړي چې د صدراعظم په توګه اروپايي شريکان په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شامليدو د خبرو اترو د درولو له پاره آماده کړي. خو ميرکل بیا ټيڼګار وکړ چې د جمعې په ورځ یې د بهرنيو چارو له وزیر زیګمار ګابريل سره پر دې توافق وکړ چې د دې خبرو اترو د درولو غوښتنه ونه کړي. ميرکل د هغه څو ملياردي مرستې پر درولو ټينګارکوي چې ترکیه یې په اروپايي ټولنه کې د شامليدو په موخه ترلاسه کوي.

شمالي کوريا

په دې موضوع کې دواړه نوماندان د شمالي کوريا په هکله د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د څرګندونو په اړه سره د نظر اختلاف لري. شولڅ په دې آند دی چې ترمپ د شمالي کوريا د شخړې د حلولو له پاره يو مناسب کانديد نه دی. هغه وایي چې پر دې موضوع  په کانګرس کې د ترمپ له مخالفینو سره بايد يووالی وښوول شي.

په دې هکله ميرکل وويل چې له ترمپ سره زيات اختلافات موجود دي خو سره له دې هم د شمالي کوريا لانجه له هغه پرته نه شي حل کیدلی.

کډوال او مهاجرت

د دې موضوع په هکله شولڅ وويل چې ميرکل دوه کاله ترمخه د مهاجرت په اړه په خپله هغه پریکړه کې خپل اروپايي شريکان په پراخه کچه نه وو شريک کړي چې په هنګري کې د بند پاتې شوو مهاجرینو ته یې آلمان ته د داخليدو د اجازې په هکله کړې وه. له همدې کبله د اروپايي ټولنې غړو او  هنګري آلمان یوازې پرېښې دی. خو ميرکل بيا دا خبره رد کړه او ویې ويل چې حکومت یې د اساسي قانون سره سم عمل کړی.

د اسلام په هکله هم د دواړو په دريځونو کې ډير تفاوت نه ليدل کيږي. ميرکل ټينګار وکړ چې د اساسي قانون سره مطابقت لرونکی اسلام په آلمان پورې اړه لري. دواړو وويل چې په د آلمان په جوماتونو کې تند لاري تبلیغیان او واعظان د منلو وړ نه دي.

د مهاجرت د قوانينو په اړه هم بيا د دواړو کانديدانو طرحې بدلې وې. شولڅ د مهاجرت په اړه د یو اروپايي قانون لپاره خپله غوښتنه تکرار کړه چې مصارف یې هم بايد د اروپايانو له خوا پر غاړه واخيستل شي. ميرکل بيا د مهاجرت د داسې قانون غوښتنه کوي چې له مخې یې مهاجر د مسلکي کسانو په توګه د اړتيا په صورت کې آلمان ته د راتلو اجازه ولري.

کورنی امنيت

د ترهګرۍ او جناياتو په اړه د دواړو کانديدانو په دريځونو کې اختلاف لیدل کیدو. ميرکل په دې نظر ده چې د فدرال او ایالتونو پوليس يو ډول قوانين ولري. د هغې په آند پوليس د جنایاتو د له منځه وړلو په موخه زياتو امکاناتو ته اړتیا لري. نوموړې د بیلګې په توګه وايي چې دوی بايد د ټولنیزو رسنيو د څار او همدا راز د ويډيويي څار له پاره زيات وسايل ولري. په دې هکله شولڅ بيا د پوليسو د شمير د زياتولو پلوي دی او غواړي چې په دې ترڅ کې کمه بيوروکراتي په نظر کې ونيول شي.