1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مونشن تر برید وروسته نړیوال غبرګونونه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د مونشن پیښه یو «ترهګریز برید» او یو داسې ناوړه عمل وباله چې هدف یې په نورو اروپایي هیوادونو کې د ویرې خپرول دي. نورو نړیوالو مشرانو بیا له آلمان سره د مرستې وړاندیز کړی دی.

د مونش ښار په اولمپیا سوداګریز مرکز کې د یوه ۱۸ کلن ایراني الاصله آلماني له خوا تر برید وروسته چې د هغه په ګډون په کې لس کسان ووژل شول، په نړیوالواله کچه غبرګونونه راوپاریدل.

له اروپا مشرانو نیولې بیا د امریکا متحده ایالاتو تر ولسمشریز نوماندانو پورې، ټولو د دغه برید له کبله آلمان سره غم شریکې ښوولې ده.

ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې آلمان د امریکا متحده ایالاتو یو تر ټول نزدې شریک دی او دغه هیواد به له برلین څخه هر ډول ملاتړ وکړي.

په دې اړه نور مطالب:

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «همدا اوس مې له خپل آلماني سیال فرانک والتر شتاین مایر سره خبرې وکړې او هغه ته مې د مونشن د برید د قربانیانو له کبله خپل تسلیت وړاندې کړ.»

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فیدریکا موګیریني، هم د مونشن د برید په اړه په خپل تویتر پاڼه کې یو پیغام خپور کړی دی. هغې ویلي دي: «د برید د قربانیانو، د هغوی کورنیو او د آلمان د ټول خلکو په فکر کې یو. اروپا متحده ده.»

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، هم د مونشن برید پر وړاندې غبرګون ښوولي دي او د پیښې د قربانیانو یادونه یې کړې ده. هغه په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «موږ په مونشن کې د ویروونکې پیښې له کبله سخت خواشینې یو. د پیښې له کبله وژل شوي او ټپیان زموږ په فکرونو او دعاګانو کې دي.»

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ټاکنو دواړو نوماندانو هم د مونشن برید پر وړاندې غبرګون ښوولی دی. د دیموکراتانو نوماندې هیلري کلنټن، ویلي دي چې امریکا متحده ایالات به له آلمان سره اوږه په اوږه ودریږي. د جمهوری غوښتونکو نوماند دونالد ترامپ بیا د پیښې قربانیانو ته دعا کړې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، چې د رخصتیو له پاره په نیویارک کې وو تر برید وروسته بیرته د هیواد په لور روان شوی دی. آلماني چارواکو ویلي دي چې صدراعظمې میرکل ته شیبه په شیبه د پیښې جزئیات ورکوي.

DW.COM