1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د مونشن امنيتي کنفرانس

«د مونشن په ژمي کې سياسي پسرلی»، په دې ډول جوړونکي او بلونکي ولفگانگ ايشينگر د تېر کال د مونشن امنيتي کنفرانس بللی و...

په مونشن کي د امنيتي کنفرانس ناست ځای

په مونشن کي د امنيتي کنفرانس ناست ځای

دا له دې امله چې د متحدو آيالتونو ولسمشر بارک اوباما له دغې غونډې يو څو ورځې مخکې خپله دنده پيل کړې وه او ورسره ډېرې هيلې تړلې وې. اوباما خپل مرستيال جو بايدن مونشن ته راواستاوه او نوموړي د امريکې بهرنی سياست راپه گوته کړ: زيات ديالوگ او گډ کار، د بې وسلې کولو کمپاينونه، په افغانستان او نژدې ختيځ کې زياتې هلې ځلې. په دې ترتيب امريکايانو د ولفگانگ ايشنيگر په وينا په دغه عنعنوي د اتلانتيک د دواړو غاړو په غونډه کې ډېرې هيلې راژوندۍ کړې:

«اوس د امنيت د سياست مسوولين غواړي پوه شي چې کله او څنگه به دغه خبرې عملي بڼه غوره کوي. د بې وسلې کولو او د وسلو د کنترول په برخه کې او سربېره پر دې په نژدې ختيځ کې به څه کيږي. دا هغه ټکي دي چې غواړو په مونشن کې ورته زياته توجه وکړو.«

د اوباما د دورې له پيل راهيسې يو کال وروسته، د لومړۍ جاج اخيستنې وخت رارسېدلی دی چې ايشينگر ورته د: «نورې پلمې نه غواړو»، عنوان ورکړی دی. دغه عنوان بې له شکه د نړيوالې ټولنې په افغاني سياست پورې صدق کوي، چې په مونشن کې ورباندې يو ځل بيا بحث کيږي. د لندن له کنفرانس څخه يوه اونۍ وروسته به افغان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د پسرلي دپاره د ټاکل شوې ورپسې غونډې په هکله معلومات ورکوي. راتلونکې غونډه يو بل گام دی تر څو افغانان زيات مسووليت په غاړه واخلي.

«افغانستان نه غواړي د خپلو متحدينو او ملگرو پر اوږو بوج واوسي. افغانستان غواړي چې ډېر ژر له خپلې خاورې او خپل ولس څخه پخپله دفاع وکړي.«

له کرزي سره د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، د متحدو آيالتونو خاص استازي ريچارد هولبروک او د آلمان د دفاعي چارو وزير کارل تېودور څو گوتنبېرگ بحثونه وکړل. گوتنبېرگ د کنفرانس غير رسمي بڼه خوښوي، چې په ترڅ کې يې کومې پرېکړې هم نه کيږي. خو له بلې خوا د ډېرو نورو ځايونو په پرتله دلته سپينې خبرې کيږي او جگپوړي کسان په کې ونډه اخلي.

«دلته دلايل د اهميت وړ دي. څوک چې ښه دلايل نه لري، بايد لېرې شي او يا چوپ پاتې شي او يا بايد ډېر جرئت ولري، چې دا هم په دې تېرو کالونو کې ليدل شوي دي. په مونشن کې نه يوازې خبرې کيږي، دلته غوږ هم نيول کيږي. هر مقاله ورکونکی، که ولسمشر او يا وزير وي، د معلومات لرونکو گډونوالو لخوا پوښتل کيږي. دا خبرې د اخطار په ډول ما ته پخپله هم متوجه دي.»

د «بايريشر هوف» په مشهور هوټل کې د کنفرانسونو لړۍ 48 کاله پخوا پيل شوه چې دا غونډې د امنيت په هکله د نړيوال سياست وضع په ښه ډول انځوروي. هر څوک چې د مونشن غونډه پسې تعقيبوي، کولای شي د راتلونکو کړکيچونه اټکل وکي او د حللارې ورته وسنجوي. له دې امله د امنيت د چارو وتلي سياستوال په کې کال په کال گډون کوي.

Werkhäuser, Nina/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل