1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د مور او ماشوم سندري

د ښاغلي استاد رفيع سره به په دې ادبي ناسته کي په افغانستان کي د مور او ماشوم د سندرو پر تاريخي قدامت وږ غيږو چي دغه سندري څه وخت، د کومه ځايه او چپري پيل سوې.

ښاغلی رفيع وايي: د نړۍ د هيوادونو ژوند په دوو دورو كې مطالعه كېږي، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده او بله بيا تاريخي دوره، خو مؤرخينو د آريانا يا لرغوني افغانستان ژوند په درېوو دورو وېشلى:

لومړۍ تر تاريخ وړاندې دوره.

دويمه د سرودونو او افسانو دوره

درېمه تاريخي دوره

د سرودونو دوره ځكه پرې ورزياته شوې چې آريانا ښكلې وه، دېره ښكلې، څلور سره بېل موسمونه يې دلودل چې هر موسم يې ښكلا زېږوله، پسرلى د وږمو موسم ؤ او د ګلونو، د تالندو وخت ؤ او د بارانونو، د بلبلو د چغېدلو وخت ؤ او د پتنګانو د ګډېدلو، اوړى د خوږو وخت ؤ او د خوندونو، د مېوو وخت ؤ او د باغونو، د لو وخت ؤ او د درمندونو، منى د پاڼو د رنګينېدلو وخت ؤ او د انځور جوړولو، د مېوو او دانو په كور كولو وخت ؤ او د سنبالولو او ژمى بيا د سپينو واورو د پاغوندو د راورېدلو وخت ؤ او په كورونو كې د اورونو د بلولو او نور.

له دې ټولو چارو او كارونو سره دودونه تړل كېدل او ميلې كېدلې او په دې ترتيب كله به چې د دوى ژوندنۍ اړتياوې پوره شوې نو بيا به يې د خپل ذوق د خړوبولو او د خوښيو د پاللو لپاره هنري پنځونې كولې، د خوښۍ پر وخت لاس او پښې خوځول او موزون حركات كول د انسان ډېر لرغونى هنر دى، د هېښېدلو او خوښېدلو پر وخت له خولې چيغې ايستل او موزونې زمزمې كول د شعر او ادب زاړه زړي دي او د هنر لرغونې نښې.

د آريايانو د سندرو او افسانو دوره د همداسې محركاتو او هڅېدنو په پايله كې رامنځته شوې ده، د هغې وخت خلكو به چې له طبيعت او چاپېر نه خوښي تر لاسه كړه يا به د طبيعت ښكلاوو او مناظرو اغېز پرې وكړ او يا به يې له زمان او مكان نه څه درس او تجربه تر لاسه كړه، دا به يې په منظوم ډول له خولې و ايسته او سندره به شوه، خو له په خوله به شوه ، سينه په سينه به ياده شوه او په ټوله سيمه به خوره شوه او بيا به په سندريز ډول ويله كېده.

سندرې په ويدي دوره كې دومره مهمې شوې چې د ژوند ټول رازونه او رمزونه، درسونه او پندونه پكې ځاى شول او په همدې وسيله له يوه نسله بل نسل ته رسول ، دا وخت شاعران چې دوى ورته ريشيان ويل مقدس وګڼل شول، لارښودي وبلل شول، په دې شاعرانو كې نارينه او ښځينه دواړه وو، دوى بۀ د ژوند درسونه په سندرو كې نغښتل بيا به نارينه وو هلكانو او ښځو نجونو ته دا سندرې ويلې او زده كولې، هغوى به يادولې او نورو ته به يې رسولې او په دې ترتيب د ژوند د تجربو د لېږدولو لړۍ روانه شوه ، لومړنۍ ويدي سندرې لكه د آريانا د غرونو، رغونو، د ښتو او ګلكڅونو د ګلونو غوندې د طبيعت په غېږه كې وپنځېدې ، انګازه شوې خو بيا يې ازانګه راغبرګه نه شوه دا سندرې وركې شوې او هېرې شوې سندرې بولې خو باد يې راپاتې دى او نښې نښانې يې د شتون ګواهي وركوي.

دويم پړاو د ريګويدا سندر دي، آريايان د هندوكش په شمالي لمنو كې ډېر شول، وپنځېدل، د هندوكش تر واورين غره راواوښتل، په جنوبي لمنو كې يې مېشت شول يوه برخه نور يې د لويديځ پر لور پارس ته لاړل او بله برخه يې د ختيز خواته د هند پراخو ورشوګانو ته ورغلل. د ريګويدا سندرې د هندوكش په جنوبي سيمو كې وويل شوې او د دې ځاى د سيندونو، ځايونو، قامونو او خېلونونومونه په كې خوندي شول او نور ويدونه بيا په هند كې وزېږېدل او وپنځېدل.

اوستا يي سرودونه او په ځانګړې توګه ګاڅونه چې د سپين تمان زردښت حكيمانه او لارښودي خبرې اوسندرې دي، د رې ، درې نيم زره كاله وړاندې د غرغښت يا ګرشاسپ د واكمنۍ پر وخت رامنځته شوې چې په روحاني ځواك او شاهي واك خوندي شوې او د خلكو ژوند ته يې نوى فكر او روحاني رنګ وركړ.

پښتانه هم چې د آريايي كورنۍ غړي وو، په دې ترڅ كې راپورته كېدل، پنځېدل، وده يې كوله او تشخص يې تر لاسه كاوه او په دې سرودونو كې يې نومونه او نخښې خوندي كېدلې او پښتو چې د آريك ژبې په غېږه كې لويه شوې او د ويدي او اوستايي ژبو تر څنګ يې وده كوله، په دې سرودونو كې يې وييو او لغتونو ځاى درلود.

آريايي ويدي او اوستايي سندرو سيلابيك او څپه ايز جوړښت درلود او سكښت يې په كسرونو او بندونو ولاړ ؤ. پښتو سندرې هم د همدې سندرو تر څنګ راپيل شوې او همدا سكښت او جوړښت يې خپل كړ او ورو ورو يې د پښتو د اولسي سندرو يوه لويه ادبي كورنۍ جوړه كړه او په همدې آريايي ادبي سيستم كې يې نوې نوې تجربې وكړې او د اولسي شاعرۍ يوه اوږده لړۍ په پښتونخوا كې راونښلېده چې د خپلو تجربو په اوږدو كې يې د ولسي ادب په غېږه كې نوې نوې صنفونه او ژانرونه ايجاد كړل.

او تر اوسه هم دا اوږده لړۍ راروانه ده.

د پښتنو اولسي سندرو په اوږده لړۍ كې ډېره زړه كړۍ د ميندو سندرې دي چې د ويدي سندرو په څېر ماشوم هلكانو او نجونو ته د دوى له راتلونكي ژوند سره اړوند درسونه په كې وركول كېږي او د دوى ټولنيز مسؤوليتونه په كې ورښودل كېږي، د همدې لړۍ بله زړه كړۍ د ماشومانو سندرې دي چې د خپلو ميندو له سندرو نه ادبي درس او د ژوند پند اخلي او دا چاپېراو طبيعت ساده ارزښتونه په كې رانغاړي او خپلې لوبې اوس اتېرۍ پرې تودوي، تر دې راوروسته يې نيم بيت يو ماشوم او بله مسره يې بل ماشوم وايي چې دا د شعر جوړولو او د هغه په چل پوهېدلو ښه تمرين دى او كيسۍ پا چيستانونه هم بيا د ذهني ازموينې او د معلوماتو د ارزونې لپاره دي چې د ماشومانو ځيركي په كې زياتېږي او زپاتېږي . ورپسې لويان هم د ژوند په بېلابېلو وختونو او ځايونو كې د سندرو دا لړۍ پالي او ادبي تجربه د ژوند له تجربو سره تسلسل مومي.

دودونه او رواجونه د پښتنو نسلونو نورې تجربې دي چې په دې كې هم ځانګړې سندرې لري، په خوښيو كې ډولونه وهي، اتڼونه كوي او په دې كې ويل كېدونكې سندرې د اټن نارې بولي، د ودونو د دودونو په ترڅ كې د واده له لحظې لحظې سره د ښادۍ وړ سندرې وايي، ناوې هم كله كله په ژړا كې د ګيلې منظومې غبرګوي او خپل د احتياج غږ راپورته كوي، فالونه د برات په شپه ځانګړيو مراسموپه ترڅ كې په منظوم ډول ويل كېږي او منظومې ساندې بيا په مړي پسې په ژړاند او زړه غوڅوونكي ډول وايي.

د دې ترڅنګ د اولسي سندرو نور مهم ډولونه لنډۍ ، سروكي ، منظوم متلونه، تاريخي نارې، غاړې او د ملي كيسو غږونه دي.

د دې اولسي سندرو لويه ځانګړنه دا ده چې هره ټوټه يې لنډه دوه مسريزه، درې مسريزه او څلور مسريزه ده، چې هره يوه يې ښه په ياد پاتې كېږي، ښه انتقالېږي او خوله په خوله او سينه په سينه اوږد ژوند تر لاسه كوي. بله ځانګړنه يې دا ده چې شاعر يې له ويلو سره سم هېرېږي، د ټول ولس مال ګرځي او د خوله په خوله لېږد په ترڅ كې كره كېږي او لازم بدلونونه په كې راځي. چ

د پښتو تر دې لرغونو اولسي سندرو وروسته يوه بله لړۍ ولسي سندرې چې عاميانه شاعري يې هم بولي رامنځته شوې، دا سندرې ټاكلى ولسي شاعر لري خو دا شاعر لوړ سواد نه لري او تفكر يې د اولس له ذهنيت او سويې رنګ اخلي، د دوى د خوښې مطالب په خپلو سندرو كې رانغاړي، څپاند موسيقيت لري او د موسيقۍ له څپو سره ويل كېږي. په دې سندرو كې اولسي پېښې، اولسي روايات او اولسي اندونه او فكرونه منظوم كېږي، خوندي كېږي او دا سندرې هم خوله په خوله په ګړني ډول لېږدول كېږي او له يوه نسل نه بل نسل ته رسېږي.

د عاميانه شاعرۍ لويه برخه چاربيتې دي چې په لسهاوو بندونه لري او لويې – لويې كيسې اوپېښې په كې نظم كېږي او بيا يې اولسي شاعران يا سندرغاړي په محفلونو كې وايي او مجلسونه پرې تودېږي، د پښتون اولس زياتې تاريخي او ملي پېښې چاربيتې په خپله غېږه كې رانغاړي، ساتي و له هېرېدو يې ژغوري. ورپسې بدلې دي چې دا هم كسرونه او بندونه لري، د مينې ترانې ، ټولنيز مسايل او نور ګڼ موضوعات يې په غېږه كې ځايېږي خو د چاربيتو په نسبت يې د بندونو شمېر لږ او د بندونو جوړښت يې بسيط وي، رباعي يا مقام د عاميانه شاعرۍ يو بل ډول دى چې يوازې درې، څلور يا پنځه بيتونه لري او معمولا د ساز اوسرود په مجلسونو كې تر هرڅه وړاندې مقام ويل كېږي چې موضوع يې له نصيحت او لارښوونو ډكه وي، د دنيا بې وفايي او اخلاقي ښېګڼې په كې وي او ځانګړى وزن، اهنګ او ټاكلې څپې لري.

بګتۍ د عاميانه شاعرۍ يو بل ډول دى، لوبې هم د اولسي عاميانه شعرونو يو خوږ ډول دى، داستانونه هم د اولسي شاعرانو يوه ځانګړې ډول شاعري ده چې خاص جوړښت لري او هر راز كيسې په كې نظم كېږي، د مروتو كسرونه يو موضوعي ډول دى چې د پښتنو مروتو تاريخي لويې او وړې شخړې او جګړې په كې نغښتې دي، سوزخواني هم يو موضوعي ډول دى چې پښتانه توريان يې د امام حسين او د ده د يارانو د شهادت په ارتباط وايي.

په هر صورت د پښتو اولسي او عاميانه سندرې د لرغونو آريايي سندرو په دوام ويلې شوې او ډېرې زياتې ځانګړنې له همغه وخت نه په كې راپاتې دي، بيا د پېړيو په پوړيو كې د پښتو سندرو په ګوره ونه كې نورې څانګې رازرغونې شوې، پيوندي څانګې په كې لګولې شوې او دپښتو شعر او ادب لمن په ساره او اوږدو پراخه شوې ده.

موږ به له تاسو سره په خپله ادبي ناسته كې د پښتو ادب په تحولاتو، بدلونونو، خوځښتونو او ارزښتونو خبرې كوو، د پښتو ادب په زرهاووپنځوونكي او شاعران به وخت پر وخت درپېژنو، د پښتو بنيادي او اساسي كتابونه به مو مخې ته غوړوو او پاڼې به يې سره اړوو، كه تاسوهم په دې اړه غوښتنې او پوښتنې درلودې هغوى ته به هم غوږ ږدو او پرې غږېږو به.

د نسيم له تېزګامۍ نه معلومېږي

چې به ږدي قدم د تللو په ركاب ګل

د دې لړۍ تر بلې كړۍ مو په لوى خداى سپارم