1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«د مهاجرو کورنۍ دي را وغوښتل شي»

د «آلمان د بشري حقونو انستیتوت» له مرکزي حکومته غوښتي دي چې یو وار بیا دې په سخاوتمندانه توګه د مهاجرو د کورنیو راغوښتنې موضوع راپورته کړي. د آلمان زرغون ګوند هم د ورته قانوني طرحې وړاندیز کړی دی.

د «آلمان د بشري حقونو انستیتوت» (DIMR) د دغه هیواد له حکومته د مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ادعا کوي چې د مهاجرو د کورنۍ غړو د یوځای کیدو پروسې ځنډول او د مهاجرو د خوندي کولو په برخه کې محدودیت د دې سبب کیږي چې «ماشومان د دریو کلونو او یا هم د زیاتې مودې له پاره له خپلي مور او پلار څخه جلا پاتې شي.»

د آلمان د بشري حقونو له انستیتوت څخه  Dr. Hendrik Cremer د دوشنبې په ورځ د آلمان د پارلمان په داخلي کمیټه کې وویل: «دا مسئله له حقوقي پلوه او د بشري حقونو له پلوه د توجیه وړ نه ده.»

د عیسوي کلیساګانو مهم استازي هم د زرغون ګوند له خوا «د اړو مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو» تر عنوان لاندي قانوني طرحې هرکلی کړی.

د آلمان د کشیشانو کمیسارۍ شورا مشر کارل یوستِن، هم په دې اړه وویل: «دا د بشردوستې مسئله ده».

دغه مهاجر «فرعي حفاظت» ترلاسه کوي چې نه د سیاسي مهاجر په توګه منل کیږي او نه هم د ژنيو کنوانسیون له مخې د مهاجر په نوم په رسمیت پیژندل کیږي، خو د ځنو دلایلو، د بیلګې په توګه اعدام یا شکنجې د مجازاتو له ویري بیرته خپل هیواد ته نه استول کیږي.

دغه مهاجر په لومړي سر کې یو کلنه اقامه یا په آلمان کې د پاتېدو اسناد ترلاسه کوي، چې وروسته بیا د تمدید وړ وي.

د پناه غوښتني قانون د دویمې بستې پر بنسټ چې د ۲۰۱۶م کال د مارچ له میاشتې راهیسې د اجرا وړ دی، د دې کټه ګورۍ له مهاجرو سره د کورنۍ یوځای کیدل د دوو کلونو له پاره ځنډول شوي دي. برعکس د آلمان ښارونه او ناحیې بیا د دې نافده قانون لغو کیدل ردوي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:

DW.COM