1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مهاجرو په تړاو د ديميزېر وړانديز رد کړل سو

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر په غېرمتوقع توګه ويلي ول چي د سوريې مهاجرينو ته به د دې وروسته صرف د دويمي درجې پناه ورکول کيږي. خو هغه وروسته دغه خبره بېرته واخيسته.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر هغه وخت د غبرګونونو سره مخامخ سو، کله چي يې په ناڅاپه توګه اعلان وکړ چي د دې وروسته به په آلمان کي د سوريې مهاجرو ته صرف د يو کال له پاره پناه ورکول کيږي. دا په داسی حال کي چي تر اوسه پوري د سوريې پناه غوښتونکو ته د درې کاله پناه ورکول کېدله. د درې کلنې پناه په ترڅ کي دا هم ممکنه وه چي پناه غوښتونکي خپله کورنۍ آلمان ته رادعوت کړي.

خو توماس ديميزېر د ډېر ژر د دغه اعلان و بېرته اخيستلو او لغوه کولو ته اړ سو. ديميزېر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۷مه نېټه) ناوخته په برلين کي وويل: «په دې تړاو لا بحث ته اړتيا سته او له همدې کبله به دمګړی هرڅه همداسي پاته وي.» د کورنيو چارو وزير د هغه وروسته خپل اعلان بېرته واخيست، کله چي د آلمان د لومړۍ وزير انګېلا مېرکل وويل چي د سوريې د پناه غوښتونکو په تړاو پاليسي به پر ځای پاته وي.

د دويمي درجې امان

توماس ديميزير مخکي د «ډويچلانډ راډيو» سره په مرکه کي ويلي ول چي سوريايان به د دې وروسته د دويمي درجې پناه ترلاسه کوي. دا هغو پناه غوښتونکو ته ورکوله کيږي چي پناه غوښتنه يې نه قبوليږي خو ورته د داسي يو کس په توګه کتل کيږي چي په خپل هيواد کي د ګواښ سره مخامخ وي.

ديميزير ويلي ول: «نور دولتونه هم په داسي حالت کي صرف د ټاکلي محدوده ميعاد له پاره پناه ورکوي.» هغه زياته کړې وه: « موږ به هم په راتلونکې کي د سوريايانو سره همداسي وکړو. موږ به هغوی ته ووايو: تاسو امان تر لاسه کوئ، خو د دويمي درجې امان. د دې مانا دا ده چي ستاسو دلته پاته کېدل به ميعادي وي او د کورنۍ راغوښتل به ممکنه نه وي.» ديميزير د دغه پلان په توجيه کي د کډوالو او پناه غوښتونکو جګي شمېرې بللي وې.

خو کله چي د آلمان د لومړي وزارت وياند شټېفن زايبرټ په خپل ټويټر پيغام کي وليکل چي « د سوريې د پناه غوښتونکو په تړاو پاليسي به پر ځای پاته وي» نو ديميزير اړ سو چي خپل اعلان بېرته واخلي.

د نورو ګوندونو غبرګونونه

د دې څخه داسي څرګنديږي چي توماس ديميزير بېله د لومړي وزارت سره د همږغۍ دغه اعلان کړی ؤ. د کورنيو چارو وزير د ائتلافي حکومت د سوسيال ډيموکراټ ګوند له خوا هم تر سختو نيوکو لاندي راغلی. د دغه ګوند مرستيال رالف شټېګنر د «پاساور نيوين پرېسه» ورځپاڼي ته ويلي چي «په دې تړاو هيڅ تفاهم نه ؤ سوی.» شټېګنر زياته کړې «سوسيال ډيموکراټ ګوند د دغه ډول محدوديتونو ملاتړ نه کوي.»

د آلمان د حزب اختلاف زرغون ګوند سیاستوالې فرانڅيسکا برانټنر و «فاڅ» ورځپاڼي ته ويلي دي چي که دغه خبره رشتيا وي «نو به دغه نه منلو وړ یوه موضوع وي.»

په آلمان کي د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازيول» د توماس ديميزير د لومړي اعلان په غبرګون کي د آلمان حکومت «د سختۍ او يخ سياست» په پرمخ بيولو تورن کړی ؤ.