«د مهاجرو پر ضد ولس لمسوني ته اجازه نه ور کوو» | اروپا ته مهاجرت | DW | 05.12.2016
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«د مهاجرو پر ضد ولس لمسوني ته اجازه نه ور کوو»

د آلمان د صدراعظمي مرستیال سیګمار ګابریل په فرایبورګ کې د یوې محصلې تر وژل کیدو وروسته، د مهاجرو پر ضد تبلیغاتو کې له دغه جنایت څخه د ناوړه استفادې خبرداری ورکړی.

کله چې د آلمان په فرایبورګ، کې د یوې آلمانۍ محصلې د قتل په تور یو شکمن ۱۷ کلن افغان مهاجر ونیول شو، په انټرنټ کې د مهاجرو په هکله د آلمان د سیاست په باب بحثونه تاوده شول. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال د دوشنبې په ورځ آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «ډیره ترخه ده چې دا ډول کرکجن قتلونه، تر ټولو په لومړي قدم کې د مهاجرو په شکل له افغانستان او سوریې څخه موږ ته رازي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ به د داسې زورپالونکي جنایت پر وړاندي هیڅ کله ولس لمسوني ته اجازه ور نه کړو، بې تفاوته ده چې دغه جنایت چا کړی دی.»

د مسیحي دیموکرات اتحاد CDU د مشر مرستیالي یولیا لوکنر، نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي: «له بده مرغه په آلمان کې دا ډول ظلمونه چې د خارجیانو له خوا ترسره کیږي کومه نوې پدیده نه ده.»

همدارنګه د دغه ګوند د کورنیو چارو کارپوه شټیفن مایر، په دغه هیواد کې په عمومي توګه ټول مهاجر ترشک لاندې نیولو څخه خبرداری ورکړی دی.

د اکتوبر میاشتي په نيمايي کې تر جنسې تیري وروسته د دغې نجلې مړی په سیند کې موندل شوی. د طب پوهنځي دغه محصله د پوهنتون له یوه محفل څخه د کور پر لور روانه وه چې د دا ډول جنایت قرباني شوه.

د پولیسو په حواله د پېښې ځای ته نږدې په نصب شوي پټه کمره کې دغه افغان مهاجر لیدل شوی وو. وروسته بیا د پيښې په ځای کې د انسان یو تار ویښته هم موندل شوی وو چې پولیسو شک وکړ دغه ویښته به د قاتل د سر ویښته وي.

د پولیسو په حواله کله چې د دغه ویښته د DNA معاینه وشوه، معلومه شوه چې دا د هم هغه مهاجر د سر ویښته دي چې د دغې محصلې له وژل کیدو څخه لږ مخکې د پيښې په ځای کې لیدل شوی وو. په اکتوبر میاشت کې د دغې نجلې جسد په یوه سیند کې موندل شوی وو چې وروسته بیا پولیسو په دې هکله څیړنې پيل کړي دي.

دغه شکمن کس په ۲۰۱۵ کال کې  د (قانوني سن ته نه رسیدلي بې سرپرسته) مهاجر په توګه آلمان ته راغلي وو او له هغه وخت راهیسې له یوې آلمانۍ کورنۍ سره اوسیږي. د تحقیق کونکو په حواله دغه افغان مهاجر چې د جمعې په ورځ نیول شوی، تر دې دمخه یې هیڅ ډول جرم نه دی کړی.

نور مطالب:

DW.COM