1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

«د مهاجرت په قانون کي اصلاحات راتلای سي»

د کډوالو له ناورينونو سره تل د افغانستان او مالي نومونه ياديږي. خو پرمختللي هېوادنه هم د کډوالو په سياست کې له ستونزو سره مخامخ دي. ټاکل شوې ده چې په متحده ايالاتو کې به سږ کال د کډوالو په چارو کې اصلاحات پلي شي.

د امريکا په متحده ايالاتو کي د لاتين امريکا د خلکو شورا د دغه نژادي ګروپ د بشري حقونو له پاره مبارزه کوي. د دغې شورا وياند، جوليان تايکسيره په امريکا کې د کډوالو د سږ کال روانو چارو په هکله وايي: «موږ فکر کوو چې ۲۰۱۳ کال به د کډوالو په چارو کې د اصلاحاتو کال وي.»

د لاتين امريکا د خلکو شورا د بېلابېلو ګوندونو او سناتورانو يوه ډله ده چې رئيس او سناتورانو يې تېره اوونۍ په مستقل ډول وړانديزونه وکړل چې څرنګه په هېواد کې په غير قانوني ډول اوسېدونکي خلک د امريکايي ټولنې قانوني غړي ګرځېدلای شي.

د تايکسېره په خبره دغه شورا «ډېره خوشحاله او د هيجان په حالت کې ده» ځکه چې د اصلاحاتو وړانديز بالاخره وشو. د اټکل له مخې ۱۱ ميلیونه غير قانوني کډوال په متحده ايالاتو کې ژوند کوي چې د يو بل اټکل له مخي يې لږ تر لږه ۸ ميليونه له لاتين امريکا څخه راغلي دي.

د تايکسېره په خبره د هغوی اکثريت له څه د پاسه لسو کلونو راهيسې د امريکا په متحده آيالاتو کې ژوند کوي. هغوی په دغه هېواد کې کار کوي، ډېری وخت ماليات هم ورکوي، خو بيا هم دغه وېره له ځانه سره لري چې وپېژندل او له هېواده به وشړل شي.

د لاتين امريکا د خلکو شورا له دې امله پر دې خبره ټينګار کوي چې د کډوالو په قانون کې بايد اصلاحات راوستل او هغوی ته د امريکا د تابعيت د اخيستلو لپاره لاره اواره شي، ځکه چې د جوليان تايکسيره په خبره: «۱۱ميليونه خلک بايد د دوهمې کټيګورۍ خلک ونه بلل شي.»

جمهوري غوښتونکي ګوند پخوا تل له دې څخه انکار کاوه چې «غيرقانوني» کډوالو ته دې قانوني بڼه ورکړل شي. له دې کبله په اصلاحاتو کې پرمختګ هم نه و شوی. خو په وروستيو ولسمشريزو ټاکنو کې د لاتينې امريکا خلکو وښودل چې هغوی څومره قدرت لري: هغوی په اکثريت سره ولسمشر اوباما ته رايه ورکړه. تايکسېره له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د هغوی نفوذ به په راتلونکي کې لا پسې ډېر شي:

«په راتلونکو شلو کلونو کې به ۸۹۰۰۰۰ په امريکا کې زېږېدلي د لاتين امريکا اصل لرونکي دغسي خلک چې د متحده ايالاتو تابعيت هم لري، ۱۸ کلنۍ ته ورسيږي. دا بيا ۸۹۰۰۰۰ نوي احتمالي رايه ورکوونکي دي.»

په دې ترتيب د لاتين امريکا د خلکو قدرت هومره ډېريږي چې جمهوري غوښتونکي ورڅخه هم سترګي نه شي پټولای. دغه خبره محافظه کارو سياستوالو د کانګرس په دواړو خونو کې هم کړې ده. خو ستونزي د تل په څېر په جزياتو کې نغښتې دي. د لاتين امريکا د خلکو شورا او د بشري حقونو د څار ټولنه دواړه، مطرح شويو نويو وړانديزونو ته هر کلی وايي. انتونيو ګيناتا چې د بشري حقونو په څار ټولنې پوري اړه لري پوښتنه کوي چې «د تر اوسه پورې غيرقانوني کډوالو موقتي حالت به تر کله پورې دوام ومومي مخکې له دې چې هغوی ته تابعيت ورکړل شي؟»

ګيناتا زياتوي چې دا حالت ښايي لس تر شلو پوري کلونه دوام لري يا به دا حالت تلپاتی وي ځکه چې خنډونه ډېر زيات دي.

ګيناتا وايي چې د ويزو د لاس ته راوړلو له پاره عريضې کېدای شي ۲۵ کاله وخت وغواړي. د لاتين امريکا د خلکو شورا دا غوښتنه هم لري چې د موقتي دورې پر مهال دې خلک دولتي مرستي هم تر لاسه کړي د دې له پاره چې خپل ژوند په سم ډول تامين کړای شي.