1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ملګرو ملتونو د اقليم د بدلون له کانفرانس څخه ډیر انتظار

تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي په پاریس کي د ملګروملتونو داقليم د بدلون کانفرانس پیل سو. د شاوخوا ۱۵۰ هیوادونو دولتي او حکومتي مشران غواړي په پیل کي یو زیگنال ورکړي، خو د مذاکراتو بریالیتوب معلوم نه دی.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس، د کانفرانس تر پیل کیدو لږ مخکي وویل: «موږ باید په دغه کانفرانس کي هره ورځ بریالیتوبونه ولرو او پکښي پرمختگ وکړو. نه داچي یوازي په وروستۍ ورځ پرمختگ رامنځته سي.» فابیوس غواړي د همدغي پنجشنبې په ورځ لا د تړون یوه مسوده وړاندي کړي، په کوم کي چي به اکثره د اختلاف ټکې له منځه تللي وي. دا ډیر لوړ هدفونه دي او دلته د ټولو پر اوږو باندي د بریالیتوب یو لوی فشار موجود دی. د ډیپلوماتیکي کړیو څخه ویل کیږي چي «دا تر ټولو ستره ډیپلوماتیکه غونډه ده، چي فرانسه ورباندي بایدغالبه سي.»

کوربه هیواد فرانسې په سلونو مقدماتي لیدني کتني جوړي او په اصطلاح غټی سیاسي ټیلې یې ورکړي وې، تر څو د ملګروملتونو د چاپيریال ساتنې کانفرانس یو بریالیتوب ولري. د ۱۹۵ دولتو او سازمانو د خبرو اترو مشرانو یوه شپه مخکي لا خپله لومړنی غونډه ونیوله او څه ناڅه ۳۰۰۰ خبریالانو دلته خپلي کمرې او لیپټاپونه عیار او ځای ځای پر ځای کړل.

د سیاسي معاملو له پاره نن (د دوشنبې ورځ د ۲۰۱۵م کال د نومبر ۳۰مه) د دولتونو او حکومتونو مشران مسؤله دي. د امريکا متحده ايالاتو، روسیې او چین ولسمشران بارک اوباما، ولادیمیر پوتین، شي جین پینگ او همدارانگه هندوستان صدراعظم نارندرا مودي او د صنعتي، صنعتي کیدو په درشل او پرمختیايي دولتونو تقریبأ ټوله مشران غواړي دلته خپل پیغام ورکړي.

لوژیستیکي او سیاسي چیلنجونه

د نومبر میاشتي پر ۱۳ نیټه د پاریس تر بریدونو وروسته لا فرانسې اعلان وکړ، چي ملګروملتونو اقليم د بدلون کانفرانس به په هر صورت دایریږي. کانفرانس د لي بورژه (Le Bourget) په يوه پخواني هوايي ډگر کی جوړیږي، چي امنیت یې ډیر ښه نیول کیدلای سي. څه ناڅه ۶۰۰۰ امنیتي ځواکونه د دغه ځای امنیت نیسي، چي دا په خپله یو ریکارد دی. ډیر سړکونه بند سوي دي او آن دا چي په پاریس کي د اقليم ساتني سازمانونو ته د مظاهرو اجازه هم نه ده ورکړل سوې. خو پر ممناعت سربیره بیا هم ځيني فعالین سړکونو ته راوتلي ول او د پولیسو سره یې آخ او ډب رامنځته سو.

د چاپیریال ساتنې فعالانو پر دې سربیره چې پر احتجاجې غونډو بندیز وو سړکونو ته راووتل

د چاپیریال ساتنې فعالانو پر دې سربیره چې پر احتجاجې غونډو بندیز وو سړکونو ته راووتل

له سیاسي لحاظه لا د کانفرانس په پیل کي ډیره خوشبیني موجوده نه وه او هغې داسې چې د آلمان صدراعظمې انګيلا ميرکل وویل، چی تړون به الزامي بڼه ونه لري. د هغه مسؤلیت هم د امريکا متحده ايالات لري. که څه هم د متحدو ایالاتو جمهور رئيس بارک اوباما یو تړون غواړي، خو د امریکا کانگرس به د هغه له الزامی کیدو سره مخالفت وکړي او ځکه نو انگلا میرکل له کانفرانس څخه ډیره تمه نه لري.

د هغې په خبره د گډون کونکو هیوادونو یوازي اقلیمي ژمني کفایت نه کوي، بلکې خبره پردې باندي ده، چي دغه ژمني الزامي بڼه ولري او هر هیواد مکلف سي هغه عملي هم کړي. خو دا هم ممکنه ده چې کانفرانس د انتظار برخلاف ډیري لاسته راوړني ولري.

غیر دولتي سازمانونه تر یوه حده پوري خوشبینه دي

د اوکسفام سازمان د چاپيريال ساتني کارپوه جان کوال څیگ وايي چي «داسي یو تړون به رامنځته سي، چي ټول یې غواړي خو د هغه کیفیت ډیر مهم دی.» هغه دا خبره له امکان څخه لیري نه بولي، چي د بې وزلو هیوادونو سره ډیره مرسته وسي، تر څو پراقلیمي ستونزو باندي کامیابه سي. دا هم په داسي حال کي ده چي صنعتي هیوادونو تر ۲۰۲۰م کال وروسته لا تر اوسه پوري د نوموړو هیوادونو سره د مالي مرستو ژمنه نه ده تازه کړې .

د گرین پیس د اقلیمي سیاست مشر مارتین کایزر بیا هیله مندي لري چی «حکومتي او دولتي مشران به له ځانه سره یو څه راوړي.» که څه هم د هغه له پاره هم ښکاره خبره ده چي د پاریس داقليم د بدلون کانفرانس به تر ۲۰۵۰م کال پوري ټولې پوښتني حل نه کړي، خو تمه لري چی آن شخصي اقتصاد هم يو ښکاره زیگنال ورکړي او د پرمختیايي او بې وزلو هیوادونو سره د سکرو د سوځلو په بدل کې د بدیلي انرژۍ له رامنځته کیدو سره مرسته وکړي.