1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ملكي تلفاتو له کبله د ولسي جرګې د تړلو ګواښ

د يوې مودې راهيسې چې په افغانستان كې د ائتلافي ځواكونو دعملياتو له امله د ملكي تلفاتو په سر كابو ټول ملت ناراضه شوىدى، او د ځاى په ځاى مظاهرو په كولو سره د دولت په وړاندې يې غبرګونونه څرګند كړي دي.

default

په دې لړ كې ولسي جرګې په تيرو دريو ورځو كې د ائتلافي ځواكونو لخوا د ملكي تلفاتو په زياتيدو سره ځانګړې غونډې وكړې او د سختو غبرګونونو په څپو كې يې دولت ته يوه اونۍ ضرب الاجل وټاكه ، ترڅو په دغه موده كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قانوني كيدو لپاره يوه طرحه جوړه او ولسي جرګې ته دې وسپاري.

وكيلانو چې په دې اړه يې غصه ناك غبرګونونه څرګند كړي دي او د دې ګواښ هم كړى دى كه چيرې دولت دغه وړانديز خالي وبولي او وړ اجرات ونكړي ، نو د ولسي جرګې دروازې به وتړي.

وكيلان په دې هم په غوسه دي چې د ائتلافي ځواكونو مشرانو په داسې حال كې چې د ملي دفاع وزارت او نورو امنيتي ځواكونو له چاروكو سره يې تړون لاسليك كړى دى ، چې د عملياتو پر مهال به د كورنيو امنيتي ځواكونو سره په همغږۍ كې عمليات ترسره كوي ، خو بر خلاف هره ورځ د ملكي بې ګناه او بې دفاع كسانو د مرګ ژوبلې رپوټونه وركول كيږي.

دغه راز د ولسي جرګې يو بل استازي عطاالله لودين چې د ولسي جرګې د وروستۍ پركړې په پلي كيدو يې ټ ي نګار وكړ ، ويې ويل، چې ډيركم پيښ شوي دي چې د ائتلافي ځواكونو دعملياتو پر مهال د ملكي تلفاتو نه پرته دښمن ځپلى وي .

څو ځلې د ائتلافي ځواكونو د چارواكو سره خبرې شوې دي ، خو بيا هم په خپل سر عملياتو نه كوي او د هېواد په كچه يې دا مهال ملت راپارولى او په غوسه كړى دى.

په دې سربېره دغه ځواكونه په خپل سر د افغاني دود او اسلامي فرهنګ په خلاف د خلكو كورونو ته د تلاشۍ په نوم ننوزي او په غلطو راپورونو خلك وژني او څه د ځانه سره د بنديانو په توګه بيايي ، چې په هېڅ صورت سره د زغم وړ نه دي.

جمال كوټوال

کتونکی: يحيی وردک