1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

«د ملاله یوسفزۍ وضعیت اوس ښه دئ»

د طالبانو په برید کې د زخمي شوي ۱۴ کلنې ملاله یوسفزۍ، روغتیایي وضعیت مخ په ښه کیدو دئ او هغه د ټپي کیدو وروسته د لومړي ځل له پاره پر دې توانیدلې چې د یوه کس په مرسته د خپل کټ څخه راپاڅیږي. دا خبره په برمنگهم کې د هغې په درملنه بوخت یو تن ډاکټر ډیو روسر، مطبوعاتي کنفرانس ته کړې ده.

نوموړي ډاکټر ویلي دي چې ملاله له دې امله خبرې نه شي کولای چې د تنفس له پاره ورته يو پایپ تیر کړای شوی دئ، خو هغه کولای شي چې د لیک له لارې خپل نظر څرگند کړي. نوموړي ډاکټر زیاته کړې ده چې د تنفس د پایپ د لیرې کیدو وروسته به ملاله وکولای شي چې خبرې وکړي. نوموړي ډاکټر دا هم ویلي چې د زخم په ځای کې لا هم د التهاب نښې نښانې لیدل کیږي او په بشپړه توگه هغه له خطر څخه نه ده وتلې.