1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مصر پوځ: مرسي نور جمهور رئيس نه دی

د مصر پوځ د دغه هیواد د جمهور رئيس محمد مرسي د ګوښه کېدو اعلان وکړ. پوڅ دغه راز د هغه د ممنوع الخروج اعلان هم کړی دئ. مرسي تر دې دمخه کوښښ وکړ چي ملي ګارد ئې ساتنه وکړي. د مصر سړکونو ته زغروال ټانکونه راوتلي دي.

Soldiers in military vehicles proceed towards the presidential palace in Cairo July 3, 2013. Egyptian President Mohamed Mursi's national security adviser said on Wednesday that a military coup was under way and army and police violence was expected to remove pro-Mursi demonstrators. REUTERS/Amr Abdallah Dalsh (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST MILITARY)

Ägypten Kairo Protest

د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السيسي د چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د جولای ۳) د دغه هیواد د تلويزيون له لاري اعلان وکړ چي جمهور رئيس محمد مرسي نور له واکه ليري سو او د دغه هيواد چاري د لنډي مودې له پاره د اساسي قانون ستره محکمه پر مخ وړي. هغه دغه راز د جمهوري رياست د نوو ټاکنو اعلان هم وکړ.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله په قاهره کي پوځ د جمهور ئيس مرسي د پلويانو مخنیوی د زغروالو ټانکونو په مرسته سره کړی دئ. د مصر خبري آژانس «مينا» د دغه هیواد د نصر ښار په ځينو سيمو لکه هليو پوليس او پوهنتون ته څېرمه سيمو کي د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړی دئ.

ويل کيږي چي پخوانی ولسمشر محمد مرسي د قاهرې په يوه سيمه کي د جمهوري رياست د ګارد په یوه قرارګاه کي ساتل کيږي. د مرسي امنيتي سلاکار عصام الحداد، پر پوځ باندي د کودتا تور لګولی دئ.

تر اعلان وروسته ډير مصريان نور هم سړکونو ته راووتل.

تر اعلان وروسته ډير مصريان نور هم سړکونو ته راووتل.



نوموړي د فيسبوک له لاري خبر ورکړی دئ، چي «په مصر کي د پوځ دغه اقدام ته بايد د کودتا نوم ورکړل سي».
د چهار شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د مصر د پوځ هغه ضرب الاجل پاته ورسېد چي مرسي ته ئې په دغه هيواد کي له احتجاج کوونکو سره د جوړ جاړي له پاره ورکړی وو..

پوځ ويلي ول که مرسي د دغه ضرب الاجل تر وروستۍ شبې پوري له احتجاج کوونکو سره کوم جوړ جاړي ته و نه رسيږي پوڅ به خپل پلان عملي کړي. خو مرسي د سه شنبې په ماښام ملت ته په يوه تلويزيوني وينا کي خپله استعفا په کلکه رد کړه او وئې ويل چي هغه د مصريانو په آزادو او عادلانه ټاکنو کي د دغه هیواد جمهور رئيس ټاکل سوی دئ.

مرسي همداراز په دغه وينا کي پر خپلو تيروتنو باندي هم اعتراف وکړ او وئې ويل چي له مخالفينو سره به خبري وکړي او حتی په خپله کابينه کي به بدلون راولي. مرسي په ورستیو ورځو کي حتی د يوه ملي ائتلافي حکومت د جوړولو وعده هم کړې وه.

د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د مرسي د مخالفينو استازی محمد البرادعي د پوځ له استازو سره وکتل تر ځو د مرسي د پلويانو او مخالفينو تر منځ د وينو بهېدو مخنيوی وسي. د سعودي عربستان ستر مفتي شېخ عبدالعزيز الشېخ پر ټولو غاړو ږغ کړی دئ چي د زورزياتي مخه ونيسي.

په قاهره کي د کودتا لمانځنه

په قاهره کي د کودتا لمانځنه



رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د مصر د پوځي کړيو په حواله خبر ورکړی وو، چي د مصر پوځ غواړي چي په اساسي قانون کي بدلون راولي او پارلمان د اسلاميستانو له تسلطه خلاص کړي.

پوځ ويلي ول تر هغه وخته پوري چي يو نوی اساسي قانون جوړيږي، له سياسي گوندونو او کارپوهانو څخه بايد يوه غير پوځي انتقالي شورا جوړه سي او د هيواد چاري پرمخ بوزي.

د مصر پوځ دغه ويلي ول چي د دغه هيواد په اساسي قانون کي بايد د څو مياشتو په ترڅ کي بدلون راسي. تر هغه وروسته بايد يو نوی جمهور رئيس وټاکل. نوي پارلماني ټاکني به هغه مهال ترسره سي چي د کانديدانو د انتخابولو له پاره سخت قوانين رامنځ ته سي.