1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د مصر جمهور رئيس د کرارۍ ږغ کړی دی

د مصر ولسمشر محمد مرسي په خپله لومړۍ وينا کې، د مشرانو په جرګه کې له نورو لاريونونو څخه اخطار ورکړی دی. هغه ويل چي د اساسي قانون پر سر ناندريزو اصلاحاتو، په تېرو څو اوونيو کې د شمالي افريقا د دغه هېواد اقتصاد ته زيان رسولی دی. بيانيه په تلويزيون کې هم خپره شوه. مرسي ټينګار کاوه چې هېواد يې بايد پر «توليد، کار او جديت» باندي تمرکز وکړي. مصر په دې وروستيو کې له نړيوال وجهي صندوق څخه ۴،۸ ميليارده ډالره پور غوښتی دی. دا په داسې حال کې چې حکومت د احتجاجونو له ويري د مالياتو له لوړولو څخه صرف نظر کړی دی، د پور په هکله خبرې هم ځنډول شوې دي.