1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د مشرف د پای پيل؟

لا تر اوسه هم د پاکستان اوسنی ایتلافی حکومت د یو لوی آزمون سره مخامخ دی. د دغه حکومت برخه لیک د هغه ۶۰ قاضیانو د برخه لیک سره تړلی دی چی د مشرف له خوا تیر کال د نوامبر د میاشتی په دریمه نیټه له کاره څخه ایستل شوی دی.

پرويز مشرف

پرويز مشرف

په هغه وخت کی د پاکستان د اساسی قانون قضاء له دی سوال سره مخامخ ؤ چی آیا د ولسمشر په توګه د مشرف بیا ټاکنه یو قانونی عمل دی او که نه؟ خو د دی لپاره چی د دغه قاضیانو له خوا مشرف ته ستونزی پیښ نه شی، مشرف دغه قاضیان بر طرف کړی او په دغه هیواد کی بیړنی حالت اعلام کړی ؤ. که څه هم مشرف د بیړنی حالت اعلانول له دی مسالی سره تړلی ؤ چی په هیواد کی د ترهګری خطر ډیر شوی دی. خو په دغه وخت کی نواز شریف خپل غږ پورته کوی او وایی چی:

«مونږ له دی بیړنی حالت سره موافق نه یو. مونږ د دغه قاضیانو برطرفی نشو ځغملای. دغه قاضیان باید بیرته په خپل کار پیل وکړی.»

د مسلم لیګ په نامه د نواز شریف ګوند خپل د ټاکنو دمبارزی مهمه موضوع دا وګرځوله چی دغه قاضیان دی بیرته وټاکل شی.

که څه هم په باکستان کی پارلمانی ټا کنی چی د فبروری د میاشتی په ۱۸ نیټه وشوه د پیبل پارتی یا د خلق د ګوند چی مشر یی وژل شوی بینظیر بوټو ؤ وګاټه، خو دمسلم لیک په نامه د نواز شریف ګوند په دغه ټاکنو کی دوهم شو او اوس دواړو ګوندونو په پاکستان کی یو ایتلافی حکومت جوړ کړی دی. خو اوس نواز شریف بیا په دغه ایتلافی حکومت کی د مشرف په ضد خپل غږ پورته کوی او وایی چی:

«مونږ په دی عقیده یو او د تیرو پارلمانی ټاکنو نتیجه هم دا ښیی چی اولس پرویز مشرف نه منی. دی اته کاله په پاکستان کی زورواکی چلولی، د پاکستان اساسی قانون ته یی په سپک نظر کتلی او د دیموکراسی پروا یی نه ده کړی. نو دا به د پاکستان د ۱۶۰ ملیونی اولس لپاره یو سپکاوی وی که دی د ولس مشر په توګه پاتی شی.»

ولسمشر پرویز مشرف په ۱۹۹۹ میلادی کال کی نواز شریف د لومړی وزارت د څوکی څخه په یوه کودتا سره لری کړی. اوس شریف غواړی چی د مشرف سره مخالف قاضیان بیرته په کار وګماری، تر څو چی دغه قاضیان مشرف د ولسمشری له څوکی څخه لری کړی.

خو په ایتلافی حکومت کی د پیپل ګوند معاون آصف علی زرداری چی د وژل شوی بینظیر بوټو میړه دی، نه غواړی په دی کار کی له بیړی نه کار واخلی. او د پیبل ګوند معاون غواړی د مشرف سره په اصطلاح مدارا وکړی.

آصف علی زرداری په دی اړه وایی:

«مونږ د قاضیانو د بیا ټاکنی موضوع همداسی پریږدو. زما میرمنی همیشه په دی ترتیب سره سیاست کاوه چی منځنی لاره به یی غوره کاوه.»

د میرمن بوټو میړه د نواز شریف د حکومت په وخت کی په بند کی ؤ او په ده باندی دا تور لګول کیده چی بډی اخیستی. خو وروسته د مشرف د یوی بښنی په فرمان سره زرداری له بند څخه خوشی شوی ؤ. مشرف او بینظیر بوټو د بیړنی حالت د اعلانولو څخه مخکی یوی موافقی ته سره رسیدلی ؤ چی تر ټاکلو شرایطو لاندی به سره ګډ کار کوی.

همدا شان پخوانی جنرال او سیاسی کتونکی طلعت مسعود وایی چی:

«تر هغه وخته پوری چی زمونږ سیاستمداران دی نتیجی ته نه وی رسیدلی چی د ولس دلچسپی د دوی له دلچسپیو څخه وړاندیتوپ لری، نو په پاکستان کی به بحرانونه دوام پیدا کړی.»

که چیری دغه ۶۰ تنه برطرف شوی قاضیان بیرته پخپل کار مقرر هم شی، بیا هم نشی کیدلای چی نن په سبا ولسمشر مشرف د جمهوری ریاست له څوکی څخه څوک لری کړی. ځکه دا به یوه ډیره پیچلی قضایی پروسه وی.