1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د مشارکت کمېټه: د ښځو ازادي گاني دي په سوله نه معامله کیږي

دافغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې وویل چې دطالبانو سره دي د ښځو ازادي گاني او حقونه د شرعیت تر نامه لاندي نه معامله کیږي.

ه تېرو ۱۳ کالو کي د ښځو لاسته راغلې ازادي او حقونه د طالبانو د تعریف له مخې د شرعیت سره په ټکر کې دي او د هغوی د واکمنۍ پر مهال ښځو حق نه درلود چې تحصیل وکړي، د ټلوېزیون پر پرده راښکاره شي او یا په اداراو کې کار وکړي.

په داسې حال کې چې د حکومت او وسله والو طالبانو د مشرانو تر منځ په نژدې راتلونکی کی د خبرو د پیل هیله مندي پیدا شوې، ښځې وېره لري چې د هغوی پر ازادي گانو او حقونو باندي معامله ونه سي.

د افغان مېرمنو د سیاسي مشارکت کمېټې مشرې ډاکټر عالمې نن یکشنبه‌د (۲۰۱۵ کال د مارچ پر اتمه) یو لړ مراسمو پر مهال چې په میدیوتیک افغانستان په انګړ کې جوړ شوي ، وویل:« موږ د حکومت څخه غواړو چې د وسله والو طالبانو سره په خبرو اترو کې د ښځو حقونه له پامه ونه وغورځوي. حکومت باید د رسمي بیانیې د لارې دا روښانه کړي چې د ښځو پر لاسته راغلو حقونو باندي معامله نه تر سره کیږي.»

پر شعارونو باندي عمل
که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ورستیو څرګندونو کي پر دې ټینګار کړی چې د تېرو ۱۳ کالو لاسته راوړنې به وساتي او د ښځو حقونو ته به خاص پام کوي‌،خو بیا هم ښځې د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو څخه تشویش لري.

افغان مېرمنې وايي د حکومت ډېرې خبري تر اوسه یوازي شعاري بڼه لري او په عمل کې یې د ژمنو د پلي کېدو څرک نه تر سترګو کيږي. ځکه ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او مخنیوی یې نه دی شوی.

د ښځو سیاسي مشارکت کمېټه له دې کبله اندېښنه لري ‌چې تر دې مهاله د ښځو لپاره جوړ شوي قوانین یوازې د کاغذ پر مخ پاته شوي او د ښځو ژوند هغسې چې په قانون کې یې یادونه شوې ده ، نه دی بدل شوی.

ددغې کمېټې غړې وایي اوس هم په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو سره دوه ګونی چلند کیږي. د هغو قوانینو په عوض چې په تېر ۱۴ کلن حکومت کې رامنځته شوي د عنعنوي او دودیزو قوانینو څخه کار اخیستل کیږي چې د ښځو په زیان یې بولي.

د ښځو د سیاسي مشارکت په اعلامیه کې د حکومت څخه یو شمېر غوښتنې هم شوې دي چې یوه یې په دې ډول ده: « حکومت باید په ټولیزه توګه په محکمو،عدلي او قضايي‌ارګانونو کې اصلاحات رامنځته کړي، د محکمو پرېکړې باید د قوانینو او نړیواله کنوانسیونونو پر بنسټ تر سره شي، نه له سنتو څخه د اخیستل شوي سخت برداشت پر بنسټ.»
خبر پانې همداسې زیاته کړې چې اوس مهال په محکمو کې د ښځو ډېری قضیې د نړیوالو کنوانسیونونو او عصري قوانینو سره په ټکر کې تر سره کیږي.

ډاکټر عالمې زیاته کړه چې حکومت یوازې د ښځو په نامه د رامنځته شوو قوانینو پر اساس نړیوالې مرستې تر لاسه کوي او په عمل کې یې د ښځو د حقونو څخه د دفاع قوانین نه دي پلي کړي.
هغې وویل:« افغان مېرمنې د سیاسي دلایلو پر بنسټ هېڅ کله هم د افغانستان په لمړیتوب کې نه دي راغلې، خو تر څنګ یې دا هڅه شوې چې د نړیوالو مرستو د جذب لپاره یوازې د ښځو د حقونو د دفاع قوانین رامنځته کړي، د نړیوالو باور پر ځان زیات کړي او سیاسي سؤ استفاده ورڅخه وکړي.»

د تاوتریخوالي زیاتېدنه

د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټې همدا شان وویل چې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي پېښي نه دي ډېرې شوي، خو زیاتوي چې داپېښي اوس ډېري ثبتیږي او لا هم مختلف د تاوتریخوالي ډولونه موجود دي.

د بشري حقونو کمېسیون د شمېرو له مخې د روان کال په لمړیو اوو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریوالي ۲۹۵۰ پېښې ثبت شوي دي. په داسي حال کي چي رېښتینی تاوتریخوالی تر دې کچه زیات په ګوته کیږي ځکه ډېری ښځې نه شي کولی د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړي.

د ښځو د سیاسي مشارکت د کمېټې په باور ښځې نه یوازې د فزیکي تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي‌، بلکي له رواني تاوتریخوالي څخه هم رنځ وړي.

په عین حال کي د ښځو له خوا دا وېره هم احساسیږي چې د نړیوالې ټولني د مرستو په کمېدو سره به د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی لا ډیر شي.