د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو شمير يو ځل بيا د لوړيدو په حال کې دی. سږکال ايټاليا ته د رسيدلو مهاجرو په شمير کې د تيرکال يادې مودې په پرتله ۲۷.۶ سلنه ډیروالی رامنځ ته شوی دی. «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې د امنيتي چارو کارپوهانو په حواله ليکي چې حاضردمه په ترکيه کې ۳ اعشاريه ۳ ميليونه مهاجر ميشت دي.
د دغې ورځپاڼې په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې يونان کې هم ۶۲ زره او ۳۵۴ تنه مهاجر ميشت دي چې له هغو څخه ۱۴ زره او ۴۸۹ تنه يې د دغه هيواد په ټاپوګانو کې ژوند کوي. مهاجر، اروپا ته د رسيدو په موخه د مديترانې سمندرګي خطرناکې لارې څخه کار اخلي.
اروپا ته د تلو په تمه
«بیلد ام زونتاګ» د امنيتي چارو کارپوهانو په حواله زياتوي چې حاضردمه ۱.۴۵ میلیونه انسانان د افريقا شمال ساحل کې اروپا د تلو په مقصد د فرصت موندلو په انتظار کې دي.
انساني قاچاقبران د مديترانې سمندرګې له لارې د مهاجرو د ليږد لپاره تر ډيره له خطرناکو قايقونو څخه کار اخلي چې د ډوبيدو سبب ګرځي. زياتې کشتۍ ژغورل کيږي.
ژغورل شوي مهاجر
يوازې د تيرې شنبې په ورځ، د اسپانيا ساحلي ساتونکو له ۲۰۰ څخه زيات مهاجر چې په شپږو قايقونو کې سپاره ول، د اسپانيا په سويل کې له ډوبيدو وژغورل.
دغو ساتونکو د تيرې اوونۍ په پيل کې له ۴۱۴ تنو څخه زيات مهاجر وژغورل. د سمندري ساتونکو د مسئولانو په وينا، تيرکال له ۶ زره او ۷۲۶ تنو څخه ډير مهاجر چې غوښتل يې د سمندر له لارې اسپانيا ته خپل ځانونه ورسوي، وژغورل شول.
۲۰۱۶ کال کې د افريقا له شمال څخه ۱۸۱ زره مهاجرو خپل ځانونه د سمندر له لارې ايټاليا ته ورسول.
د شمير د زياتيدو اټکل
اټکل کيږي چې په ۲۰۱۷ کال کې به د هغو افرادو شمير ۳۰ سلنه پورته ولاړ شي چې د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته راځي. ډیری مهاجر ايټاليا ته تر رسيدو وروسته خپلو سفرونه ته د آلمان پر لور ادامه ورکوي.
د آلمان د مهاجرت ادارې د روان کال له پيله د می مياشتې تر پايه د پناه ۷۷ زره او ۱۴۷ غوښتنې ترلاسه کړي دي. تير ميلادي کال دغه شميره ۲۸۰ زره وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.05.2017):
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
د تيرو دوه کلونو مجموعي ارقام
په ۲۰۱۶م کال کې ټولټال ۳۶۲۷۵۳ او د ملګرو ملتونو د تازه خپاره شويو ارقامو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې۵۵۳۷۴ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته رسيدلي دي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
د مړو شمير
په ۲۰۱۶م کال کې په مديترانه سمندرګې کې شاوخوا ۴۵۰۰ مهاجر مړه یا لادرکه شول. د ۲۰۱۷م کال د می مياشتې تر ۱۹مې نيټې پوري بيا ۱۳۶۴ رسيدلې ده.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
اروپا ته د تلو په تمه ناست مهاجر
دمګړۍ په ليبيا کې له ۸۰۰۰۰۰ تر ۱ميليون پورې مهاجر په دې تمه پراته دي چې د سمندر له لارې به اروپا ته ځي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
په ليبيا کې تم مهاجر څوک دي
په ليبيا کې اروپا ته د تلو په تمه ناستو خلکو ډیری يې د هغو هيوادونو اوسيدونکي دي چې د افريقا د صحرا په سويل کې پراته دي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
د هر ډول خطر منل
مهاجر اروپا ته د رسيدلو له پاره د مرگ تر حده خطر پر ځان مني.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
تر ټولو سخت حالت
که څه هم په بادي کښتيو کې د سمندر د اوږده سفر هره شيبه خطرناکه وي، خو تر ټولو سخت او ناهيلې کوونکی حالت هغه وي چې بادي کښتۍ له کاره ولويږي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
د ژغورنې عمليات
په مديترانه سمندرګې کې د ژغورني مختلف سمندري ټیمونه فعال دي. دغه ټیمونه د مهاجرو له پاره لوېې هيلې دي. د ايټاليا ساحلي ساتونکې ځيني وخت يوازې په يوه ورځ کې تر زرو زيات مهاجر ژغورلي دي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
تر ټولو ښې شيبې
په سمندر کې هره شيبه د مرګ خطر احساسيږي. د بادي نازکو کښتيو له کاره ليدل خپله د مرګ پيغام دی. خو کله چې د ژغورني لويې کښتۍ د مهاجرو کښتۍ له ليري په سمندر کې ويني او ژغوري يې، دا د مهاجرو له پاره تر ټولو ښه وخت وي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
مرګونې شيبې
کله داسي هم کيږي چې د سمندر په طوفاني څپو کې لاهو شوی مهاجر ژغورل کيږي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
د نړۍ تر ټولو بختور
کله چې يو مهاجر له ډوبي شوي کښتۍ او د طوفاني سمندر له اوبو څخه روغ ځان وباسي، نو ځان د دنيا تر ټولو بختور انسان ګڼي. په تيره چې هغه يو ځوان پلار د خپلې لورکۍ سره وي. خو داسې هم پيښيږي چې دوي د خپلو نورو عزيزانو مرګونه په خپلو سترګو ليدلي وي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
تر ژغورنې وروسته
په سمندر کې ډیری مهاجر تر ژغورنې وروسته د ايټاليا ټاپوګانو ته رسول کيږي. او هغه مهاجر چې په ليبيا پوري اړوند سمندري اوبو کې ژغورل کيږي بيرته ليبيا ته اړول کيږي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
د کښتيو د ډوبيدو لاملونه
په بادي کښتۍ کې تر ټاکلي شمير د زياتو کسانو جبري سپرول، د کښتيو نازک والی، د مسلکي چلوونکي نه شتون او ځينې وخت تخنيکې ستونزې لکه د جنراتور خربیدل، په سمندر کې د کښتيو د ډوبيدو لاملونه ښودل شوي دي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
خطري سفرونو ته ليوالتيا
کوم مهاجر چې روغ اروپا ته ورسيږي او د خوښۍ خبري کوي، نو دغه خبري د پاتې مهاجرو چې غواړي اروپا ته ولاړ شي لا ليوالتيا زياتولای شي. کيدای شي دا هم يو عمده دليل وي چې له امله يې په لکونو انسانان په ليبيا کې اروپا ته د تلو په تمه پراته دي.
-
په مديترانه سمندرگي کې څه تيريږي؟
سرچينې:
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې ويبپاڼه او آژانسونه. انځورونه: د دويچه ويله له آرشيف څخه