1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مبارک تر نسکوريدو وروسته د واشنگټن او قاهرې اړيکي

واشنګتن د مصر وضعيت ته له انديښنو او هيلو سره کتنه کوي. که څه هم په مصر کي د اوباما د ديموکراتيک انقلاب غوښتنه واوريدل سوه، خو لا تر اوسه څرګنده نه ده چي له قاهرې سره به د متحده ايالاتو اړيکي کومي خواته وده وکړي.

د امريکا جمهور ريس بارک اوباما

د امريکا جمهور ريس بارک اوباما

د واشنګتن او د عربي نړۍ د پلازمېنو ترمنځ د ديپلوماتي اړيکو مزي سره شوي دي، ځکه امريکا متحده ايالات لا تراوسه پر يوه ستونزمنه او نرۍ لاره بند پاته دي. واشنګتن له يو خوا په مصر کي د خلکو له پاڅون څخه هرکلی کوي او له بلي خوا په سيمه کي د خپلو نورو عربي متحدينو له شک او ترديد سره لاس او ګريوان دی.

هغوی انديښنه لري چي، داسي نه سي چي د امريکا متحده ايالاتو حکومت پريږدي چي دوی هم د راپرځول سوي ولسمشر حسني مبارک له برخه ليک سره مخامخ سي.

په همدې وجه د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن خپل معين ويليام برنز اردن ته استولی ترڅو،اردن ته د واشنګتن د ټينګ ملاتړ ډاډ ورکړي.

سربيره پردې، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په خپله يو اعلاميي کي د اردن د پادشاه د تر لاس لاندي نيول سوو اصلاحاتو څخه هرکلی کړی دی.

د اوني په پيل کي بارک اوباما د ملک عبدالله سره تيلفوني تماس ونيو او د هغه سره يې نه يوازي د مصر، بلکه د ټولي سيمي د راتلونکي وضعيت په هکله خبري وکړې.

په مصر کي د متحده ايالاتو پخواني سفير، ادوارد واکر په دي نظردې چي، امريکا بايد مصريانو ته په ساده پيغام کي څرګنده کړي چي:« موږ د قدرت څخه د مبارک د ګوښه کيدو هرکلی کوو، موږ د اساسي قانون د اصلاحاتو هرکلی کوو او له هغه سره سم د يو نوي حکومت د جوړيدو څخه هر کلي کوو او د آزادو او عادلانه ټاکنو ملاتړ کوو.»

په دي منځ کي د مصر د وسلوال پوځ عالي شورا اعلان وکړ چي د راتلونکو شپږو مياشتو په موده کي به نوي ټاکني ترسره کړي.

د مصري د پوځ نوموړﺉ اقدام د ولسمشر اوباما په دريځ کي چي د اونۍ په پيل کي د نړۍ له ځينو مشرانو لکه د برتانيې او ترکيې د صدراعظمانو، ديويد کمرن او رجب طيب اردوګان سره خبري وکړي، کټ مت منعکس سو.

اوباما وويل چي هغه د مصر د پوځ له دې هوکړي څخه هرکلی کوي چي ويلي دي: د مصر نړيوال مکلفيتونه به مراعات کړي. دا ځکه چي واشنګټن په سيمه کي د خپل نژدې متحد اسرايل په هکله انديښنه لري.

د مبارک تر مشري لاندي مصر له اسرايلو سره نه يوازي ديپلوماتي اړيکي درلودې، بلکه دواړه هيوادونه په سيمه کي د ثبات لپاره د يو بل ملګري ؤ.

کريستيان/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM