1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ماين د خطر په اړه د عامه پوهاوي نړيواله ورځ

که څه هم چي په نړۍ کي د ښخ سوو ماينونو اندازه نه ده معلومه، خو داسي گومان کيږي چي د ۱۹۹۷ کال يعني د ماينونو د منع کولو تر وخته د نړۍ په ۷۰ هيوادونو کي نزدې ۱۱۰ ميليونه ماينونه ښخ سوي دي.

ملگري ملتونه د اپريل مياشتي څلورمه نېټه «د ماين د خطر په اړه د عامي پوهاوي» ورځ نومولې ده. په دغه ورځ د هغه تړون يادونه کيږي، چي په نړۍ کي د سوو زرو انسانانو د ساتلو له پاره لاسلیک سو. د «ماين ضد تړون» ۱۶۲ هيوادونو لاسلیک کړی دئ.

که څه هم په يوه هيواد کي جګړه ختمه سوې وي، خو بيا هم د ښخ سوو ماينونو په وسيله د هغه وطن خلکو ته مرګ ژوبله وراوړي. د نړۍ په اکثرو هيوادونو کي ماينونه د انسانانو له پاره يو لوي خطر شمېرل کيږي.

په نړيواله کچه۱۱۰ ميليونه ماينونه ځای پر ځای سوي دي. دغه ماينونه حتي پس له څو لسيزو هم کېداي سي، وچاودي. د ماينونو د لټولو د يوې اوسپنيزي آلې په واسطه د هغو پاکول او د خنثي کول يو ستړی او خطرناک کار دی.

خو اوس د مسعود حسني په نام يوه افغان د ماينونو د لټولو داسي يوه آله کشف کړې ده چي فقط د باد د انرژۍ په وسيله کار ورکوي او بيه يې هم ارزانه ده.

دغه آله چي حسني جوړه کړې ده ، دوه متره اوږدوالی او کروي شکل لري. کله چي دغه آله حرکت کوي نو يو مخصوص ږغ توليدوي.

«دغه آله د باد په واسطه حرکت کوي او په دې ډول د مځکي ماينونو ته انفجار ورکوي. کله چي دغه آله پر وچه مځکه يا صحرا حرکت کوي او له يوه ښخ سوي ماين سره مخامخ کيږي ، بيا نو د دغه ماين د انفجار باعث ګرځي. دا په دې معني چي هره پلا دغه آله له چاودېدونکو موادو سره مخامخ سي، نو هغه په خپله انفجار کوي. دغه آله کولای سي له درو څخه تر څلورو ماينونو پوري مقاومت وکړي.»

حسني په خپله يو طراح دی. دي د هالند د آيندهوفن په نامه ښار کي ژوند کوي او هلته يوه کارخانه لري. د ده د ماين لټولو دغه آله ماين چادوېدونکې نوميږي. د دغې کروي شکله آلې په منځ کي بيا يوه بله اوسپنيزه کره ځای پر ځای سوې ده چي پر هغې باندي د پيچونو په واسطه ۱۷۵ د ني لرګي وصل سوي دي. د دغو نيانو په سر کي يوه رابري دُکمه او يوه پلاستيکي ډوله غاب تړل سوی دی. حسني دغه دُکمې له آلمان څخه وړي. دغه غاب ته ورته ورقې د دې قابليت لري چي د باد په وسيله حرکت وکړي. مسعود حسني وايي:

«دغه ماين چاودونکې۱۹۰ سانتي متر قطر او نزدې ۷۹ کيلو وزن لري. دغه بادي آله لس پايې لري چي وزن يې پر دغو پايو وېشل سوی دی. د هغې فشار دونه دروند دی چي کولاي سي يوه ماين ته انفجار ورکړي.»

مسعود حسني چي خپل کوچنيوالی یې په افغانستان کي تېر کړی دی، له جنګ او ماينونو سره ښه آشنايي لري. ده ته خپل کلی ورپياديږي چي څرنګه به کوچنيانو د هغو خطرناکو وسايلو سره تماس پيدا کاوه چي د لوبو د سامانو شکل به يې لاره. دی زياتوي:

تر اوسه تر ۶۰۰ ميليونه زيات ډالر د ماينونو خنثی کولو په لار کي مصرف سوي دي.

تر اوسه تر ۶۰۰ ميليونه زيات ډالر د ماينونو خنثی کولو په لار کي مصرف سوي دي.

«د کابل په شمالي برخه کي د هوايي ډګر څرمه يوه سيمه وه چي هلته به نظامي ځواکونو خپل تمرينونه کول او د ځان د ساتني له پاره يې په دغه ځای کي ډېر مايونونه ښخ کړي ول. کله چي دوی بيرته خپلو ټاټوبو ته ولاړل، نو دغه ټول ماينونه يې همداسي پرېښودل.»

تر اوسه پوري لا دغه سيمه د ماينونو څخه ډکه ده او اکثره وخت هغه کوچنيان ورسره مخامخ کيږي چي هلته لوبي کوي.
په برلين کي د نړيوال پيوستون د ادارې کارکوونکې سوزنه وينکه وايي چي اوس هم په نړۍ کي ښخ سوي ماينونه يو بشري ناورين دی. له دغو ماينونو سره تل لويان او کوچنيان مخامخ کيږي:

«کله چي د يوې کورنۍ غړي له دغه ډول ماينونو سره مخامخ سي، هغه زخمي او يا ووژل سي، نو دا کار نه يوازي دا چي دغه کورنۍ په غم اخته کوي، بلکي ښايي د دغې کورنۍ دغه قرباني د هغو نفقه راوړونکی وي، په دې ډول نو هغه له فقر سره هم مخامخ کيږي.»

دغه اداره د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي د ماينونو د پاکولو په برخه کي کار کوي. د مثال په ډول په ويتنام کي. خو هغوی دغه ماينونه د يوې اوسپنيزي آلې په مرسته په لاسونو کشف او له منځه وړي دي. سوزنه د مسعود حسني دغه آله ګټوره بولي او هغه هم په يوه شرط چي د هغې تخنيک بايد ډېر ډاډمن وي.

که څه هم چي د مسعود حسني دغه آله د ماين پاکانو ځاي نه سي نيولاي، خو بيا هم د ماينونو په کشفولو کي مرسته کولاي سي. دي په پام کي لري چي دغې وسيلې ته نور هم انکشاف ورکړي. همدارنګه به دي د روان کال په دوبي کي په خپله افغانستان ته ولاړ سي او خپله دغه ماين چاودونکې آله به د ماينونو په کروندو کي تجربه کړي.