1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مالي ياغيانو بيا يرغلونه پيل کړي دي

داسي فکر کېدی چي د مالي هیواد په شمال کي ياغيان نور نسته او له هغه ځايه ايستل سوي دي، خو اوس هغوی يو وار بيا د گائو پر ښار باندي چي يو وخت ئې مرکز بلل کېدی يرغل کړی دئ.

Malian soldiers patrol on February 10, 2013 in northern city of Gao. Fights between Islamist rebels and Malian soldiers broke out in the center of Gao, recently taken over by the French military to Malian armed Islamist groups, hit by two suicides bombings within two days. AFP PHOTO / PASCAL GUYOT (Photo credit should read PASCAL GUYOT/AFP/Getty Images)

Mali Soldaten

په لوېديځي افريقا کي د وحدت او جهاد يا „ موجاو“ د ډلي ياغيان د گائو ښار ته چي د نايجر درياب پرڅنډه پروته دئ په کښتيو کي ځانونه رسولي ول او پر دغه ښار ئې پراخ يرغل کړی وو.

د مالي هیواد د پوځ د يوه وياند په خبره ياغيان په کوچنيو کښتيو کي د اوبو له لاري راغلي ول او په ښار کي تيت وپرک سوي ول. د هغه په خبره د ښار ټول اوسېدونکي چي تقريباُ ۹۰ تنو ته رسيږي په خپلو کورونو کي پټ سوي ول.

د گائو پر سر جگړه

له گائو ښار څخه د ياغيانو د شړلو عمليات څو ساعته دوام وکړ. په دغو عملياتو کي د مالي هيواد د پوځ تر څنگ فرانسوي ځواکونو هم ونډه لرله او هوايي ملاتړ هم ورسره وو.

هغه سيمه چي ځانمرگي بري پکښې ترسره سوی دئ

هغه سيمه چي ځانمرگي بري پکښې ترسره سوی دئ

د مالي هیواد د پوځ وياند تيري مورکار ويلي دي، چي جگړه د يکشنبې په ماښام پای ته ورسېده او گائو ښار ئې بيرته له ياغيانو څخه نيولی دئ. ويل سوي دي، چي فرانسوي ځواکونو د دغه ښار هوايي ډگر ته خپل هوايي ځواک رسولی دئ.

د موجاو د ډلي وياند ابووليد صحرايي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي دغه ډول بريدونو ته به تر بريا پوري دوام ورکړو. د موجاو د ډلي ياغيانو د گائو ښار ډير وخت په خپل کنترول کي درلود.

دغه ښار وروسته له هغه د جنورۍ په مياشت کي له ياغيانو څخه پاک سو، چي فرانسوي او د مالي هيواد ځواکونو ستر بريد ورباندي وکړ.

د موجاو د ډلي وياند د گائو ښار په شمال کي د سرتيرو د تلاښۍ پر یوې پوستې باندي د ځانمرگي بريد پړه هم پرخپله غاړه اخيستې ده. په دغه بريد کي يو سرتيری ټپي سوی وو.

د جمعې په ورځ هم په گائو ښار کي يو ځانمرگي بريد ترسره سو چي د اردو يو سرتيري پکښي ټپي سو.

وروستي پوځي عمليات ښيي چي د مالي هيواد په دغه ستر ښار کي امنيتي حالت څومره خراب دئ. د فرانسې او مالي هيواد ځواکونه اټکل کوي، چي ياغيان له ځانمرگو بريدونو څخه ځان ساتي او چريکي بريدونه تر سره کوي.

د فرانسې او مالي هيواد ځواکونو په تيرو اوونيو کي د مالي هيواد تقريباً ټول لوی ښارونه بيرته له ياغيانو څخه ونيول.

ويل کيږي چي ياغيا چي شمېر ئې څو زرو کسانو ته رسيږي يوې غرنۍ سيمي ته پرشا سوي دي تر څو ځان بل يرغل ته تيار کړي.