1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د مالي د وضعې په هکله یوه بله بیړنۍ ناسته ترسره شوه

د مالي په هیواد کې د کودتا وروسته په دغه هیواد کې د بې ثباته امنیتي وضعې په هلکه د خبرو اترو په موخه د لویدیځې افریقا د اقتصادي ټولنې د دولتونو او حکومتونو مشران د سنیګال په پلازمینه ډاکار کې سره راټول شوي دي.

دغه خبره د عاج د ساحل ولسمشر الحسن واتارا، وکړه. د تیرې پنجشنبې په ورځ په ترسره شوې لیدنه کتنه کې د دولتونو مشرانو د نظم د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه او پر دې سربیره ئې د بندیزونو ګواښ کړی وو.

د یکشنبې په ورځ کودتا کوونکو یوه ملکي حکومت ته د واک د سپارلو او د ټاکنو د کولو وعده ورکړه او اساسي قانون ئې بیرته پلي کړ.

په دې منځ کې د طوارق یاغیانو د تمبکټو ښار هم نیولې دئ. دغه وروستې ښار وو چې د حکومتي ځواکونو له خوا تر کنترولیده.

پوځيانو د مارچ په ۲۲ نیټه د خپلې کودتا په دلیل کې ویلي ول چې حکومت د طوارق د یاغیانو پر ضد کافي ګامونه، نه دي پورته کړي.