د مالي جمهوررئيس امادو توماني رسماً استعفا ورکړه | دويچه ويله پښتو | DW | 09.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د مالي جمهوررئيس امادو توماني رسماً استعفا ورکړه

د مالي راپرځول سوي جمهوررئيس امادو توماني، تر کودتأ دوې نيمي اوونۍ وروسته ، اوس په رسمي ډول خپله استعفا ورکړې ده.
د افريقا يوې اتحاديې ايکوواس اعلان کړی دئ چي امادو غواړي په دې وسيله د مؤقتي حکومت د جوړيدو او انتخاباتو له پاره لار هواره کړي.

کودتاکوونکو د ايکوواس سره موافقه کړې وه چي قدرت به بيرته ملکي خلګو ته سپاري. د مؤقت وخت له پاره به د پارلمان اوسنی رئيس تراواوره د حکومت مشري پر غاړه واخلي.

اړوند مطالب