د لیبیا پخوانی وزیر په اطریش کې مړ موندل سوی دئ | دويچه ويله پښتو | DW | 30.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د لیبیا پخوانی وزیر په اطریش کې مړ موندل سوی دئ

د لیبیا د پخواني واکمن معمرالقدافی ډېر نزدې کس شکری غانم، چې د تېلو وزیر هم وو، په ویانا کې د دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. د اطریش د پولیسو په حواله د دغه ۶۹ کلن مړی، د دوناو په سیند کی د یوه لاروي په واسطه پیدا سوی دئ. غانم د ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۰۶م کاله پورې د مصر صدراعظم او پس له هغه په طرابلس کی د تېلو وزیر وو.