1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د لوړ پوړو دولتي چارواکو پر معاشونو باندي بحث

مشرانو جرگې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د معاشونو د قانون پر طرحې باندي بحث وکړ. په دې ترتیب سره مشرانو جرګې د ولسمشر، د هغه د مرستیالانو، وزیرانو او عمومي رئیسانو د معاشونو پر اندازې باندي سره موافقه وکړه.

Bild 2: Emblem Meshrano Jirga Zu sehen sind die Embleme des Parlaments und des Unterhauses. Die Bilder hat uns am 05.02.2011 unser Korrespondent Hussein Sirat aus Kabul geschickt.

Emblem Meshrano Jirga

په اصل کې د لوړ پوړو دولتي کارکوونکو معاش ۳۲۵۰۰ افغاني دی. د نوي قانون له مخې ولسمشر د دغه معاش ۱۵ برابره او مرستیالان یې اته برابره معاش تر لاسه کولای شي.

د مشرانو جرګې د اقتصادي کمېسیون مشر عبدالوهاب عرفان، وویل چې د دغه قانون طرحه د افغان حکومت له خوا مشرانو جرګې ته استول شوې ده. د هغه په خبره په دې طرحه کې د ټولو لوړ پوړو دولتي کارکوونکو د معاشونو اندازه ټاکل شوې ده. دغه طرحه د مشرانو گرجې تر تصويب وروسته ولسي جرگې ته د تصويب له پاره لېږل کيږي.

عرفان وویل: «د قانون په دې طرح کې د ۵۹ دندو معاشونه شامل دي. په دې طرح کي له ولسمشره نیولې د ټولو لوړ پوړو دولتي چارواکو د معاشونو کچه شامله ده.»

د مشرانو جرګې د پریکړې له مخې باید د اففانستان ولسمشر ۴۸۷۵۰۰ افغانۍ معاش ولري. پر دې سربیره د ولسمشر د مرستیالانو معاش۲۶۷۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

افغان وزیران، د مشرانو او ولسي جرګو غړي به تر۱۹۵۰۰۰ افغانیو ډیر معاش تر لاسه کړي. خو د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو معاشونه به تر۲۲۷۰۰۰ افغانيو لوړ وي.

د قانون دغه طرح لا تراوسه پورې په بشپړه توګه تصویب شوې نه ده، بلکې باید د مشرانو او ولسي جرګو نور کمېسیونونه یې په اړه خبري اتري وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني، وايي چې د مشرانو او ولسي جرګې یو ګډ کمېسیون به هم د دې قانون په اړه څیړني وکړي. هغې وویل: «که موږ دغه قانون تصویب هم کړو نو بیا به هم په يوه مختلط کمېسیون کې پر هغه باندې خبرې وشي او د هغه تصویبیدل به بیا وځنډول شي.»

د قضایي چارواکو معاشونه

د قانون د دغې طرحې له مخې د افغانستان د قاضي القضات معاش ۲۲۷۵۰۰ افغانۍ او د سترې محکمې د لوړپوړو چارواکو معاشونه ۱۹۵۰۰۰ افغاني ټاکل شوي دي. پر دې سربیره د لوی څارنوال معاش هم ۱۹۵۰۰۰ افغانۍ تعین شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مشرانو جرګې غړی خالقداد بلاغي، د قاضیانو د معاش پر ډیریدو باندې ټینګار کوي. هغه وويل کله چې قاضیان کافي معاش ولري نو هغوی بیا رشوت نه خوري: «قاضي ته دومره معاش ورکړﺉ چې هغه له اداري فساد سره لیوالتیا پیدا نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د یوه عادي دولتي مامور معاش د ۶۵۰۰ او ۳۰۰۰۰ افغانیو تر منځ دی. پر دې سربیره د دولتي اجیرانو معاش د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ دی.