1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د لغمان په ګوناپال کې نوی پل جوړیږي

په لغمان کې د ولایتي بیا رغونې دفتر د دغه ولایت په ګوناپال درې کې یو نوی پل جوړوي. په دغې سیمي کې موسمي سیلابونو پخوانی پل له منځه وړی چې له امله یې سمیز اوسیدونکي له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نوی پل د ولایتي بیا رغوني د دفتر په لګښت جوړیږي

نوی پل د ولایتي بیا رغوني د دفتر په لګښت جوړیږي

د الیشنګ د ولسوالۍ ولسوال، فرید الله نیازی، وایي چې پخوانی پل د موسمې سیلابونو له امله له منځه تللی. د هغه په خبره په د پل د خرابیدو وروسته د سیمې اوسیدونکي د ډیروستونزو سره لاس او ګریوان دي. نیازی زیاتوي:

«د سیمې د خلکو په غوښتنه د دې پل د جوړیدو چارې د لغمان په ولایت کې د بیارغونې د ټیم لخوا د ۷۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په مالي لګښت پيل شو.»

په دغې سیمي کې تر دې وړاندې هم یو پل جوړ شوی وو خو د خرابو موادو له کبله اوس سیلابونو له منځه وړی دی

په دغې سیمي کې تر دې وړاندې هم یو پل جوړ شوی وو خو د خرابو موادو له کبله اوس سیلابونو له منځه وړی دی

نوی جوړیدونکی پل به ۹۰ متره اوږدوالی ولري او د یوه کال په موده کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د سمیې یو شمیر اوسیدونکو د پل د جوړیدو له امله د خوښې په څرګندولو سره آلمان غږ راډیو ته وویل چې پخواني پل په تخینکي لحاظ سم نه وه جوړ شوی نو ځکه د سیلاب له امله له منځه ولاړ.

د سیمې یو تن اوسیدونکی، حاجي نور محمد، هیله څرګندوي چې په نوي پل کې د ښو موادو څخه کار واخیستل شي ترڅو بیا د سیلابونو له کبله له منځه لاړ نه شي.

د لغمان ولایت په بیلابیلو سیمو کې د موسمي سیلابونو له امله سریندونه، پلونه او د اوبو زیرمې ویجاړې شوي دي چې اوس یې افغان دولت بیرته د رغولو لپاره ملا تړلې ده.

شمع احمدزې/ شمس الرحمان
کتونکې: مسعود جهش

DW.COM