د لبنان په پلازمېنې بيروت کې تاوتريخوالی | آلمان او نړۍ | DW | 26.01.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د لبنان په پلازمېنې بيروت کې تاوتريخوالی

په لبنان کې د نوموړي هېواد د لومړي وزير فواد سينيورا د حکومت د پلويانو او مخالف گوند تر منځ د وروستي اخ وډب په ترڅ کې څلور تنه مړه شوي او تر 150 زيات ژوبل شوي دي.

default

دغه څرگندونې پوليسو د جمعې په ورځ وکړې. دغه شخړې د پلازمېنې بيروت په جنوب کې د عربي پوهنتون په انگړ کې رامنځ ته شوې او بيا نورو سيمو ته وغځېدې. د حکومت او مخالف گوند پلويانو کاڼې وغورځولې او سوټي يا ډانگونه يې په لاس کې وو. د اخ وډبونو له امله يو څو ساعته په تگ راتگ باندې بنديز لگېدلی و.

اړوند مطالب