1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

د قيام الدين خادم افکار

قيام الدين خادم په ۱۹۰۷ کال کي د ننګرهار په کامې کي زیږیدلی او په ۱۹۷۹ کال کې په کابل کي وفات شوی. د یوې علمي کورنۍ غړی وو او د خپل وخت له شرایطو سره سم ئې په هیواد کي دننه او بهر دیني زده کړي وکړې.

ارواښاد د دیني زده کړو تر څنګ ئې د ادب ژوره مطالعه او زده کړه هم وکړهاو د دې تر څنګ يې د فلسفې سیاست او ټولنپوهني په برخه کي پرلپسې اوږدو مطالعو ته دوام ورکړ، او ورسره ئې د خپل افغاني ټولني چي دی يې پښتني ټولنه بولي د غرونو او رغونو د خاطرو او پندونو ډکي پاڼي ولوستلې او د خپلي ټولني د کتاب ژورو ته وردننه شو او همدا وو چي د خپلي نظريې او علمي مطالعې نه يې د افغاني ټولني پر کچ برابر خاص او ځانګړي نظریات رامنځته کړل، او د خپلي ټولني د اقتصادي، کلتوري، سیاسي او اجتماعې بیا جوړښت له پاره يې نظريي او تیزسونه وړاندي کړل.

استاد خادم د خپل پیاوړي قلم له لاري وکړای شول چي د نظم او نثر په ژبه خپل نظریات پاخه کړي او خپلي ټولني ته يې ورسوي. د استاد خادم د ټولو اثارو له جملې څخه یوسوسلیکم یو داسي اثر دی چي د ده ځانکړي افکار څرګندوي. د ده فکري تکامل او وده هم راښيي او ګام پر ګام د ده د افکارو څخه دوړي او ګردونه پورته کوي. دهمدې اثر څخه په استفادې سره د ده نظریاتو ته ورننوځم. د ده د نظریاتو له مهمو ټکو څخه د ده پخپله خوله نمونې ورکوم او فکري او زماني تسلسل يې په نظرکي ساتم.

استاد لومړی د فرد په جوړښت کي څلور څيزونه ضروري ګڼي:

زور او قوت کي په څلور څيزه درته يې وایم زما عزیزه
صحت دولت او علم و شهرت دی ښه يې په یاد کړه اهل تمیزه

دی دا څلور څيزه په نورو قطو کې یو په بل پسي تشریح کوي ترکیب يې لازم بولي او خپل دلایل ورسره راوړي او ورپسې واک او آزادي ترټولو مهم بولي د علم و عمل، روزني، اخلاق د نارینه او ښځي د مساوي والي تر بحث وروسته قوم او ټولني ته رارسیږي او د قوم تاثير او اغیز ډیر ژور بولي.

که بې د قومه دې زوې و لور شي له نورو خلکو سره محصور شي
دوې به هغه شي چې چیرې اوسي په رنګ د نورو به رنګ ضرورشي

اوهمدا ځای دی چې د ټولنپالني په نومه کتاب لیکي او پښتون د ژوند نوي لاري ته سیده کوي.

خادم ایستلې ده نوې لاره نوې ژوندون ته سمه هواره
ټولنپالنه نوې رڼا ده پاڅه روان شه بې خوف و ډاره

خادم صاحب په دې پسي د شخصي فکر پرځای د ملي فکر تلقین کوي او د ارتقاع او بره تګ لارو ته ځوانان رابولي، وحدت ته بلنه ورکوي او تشدد غندي

تل يي د قوم بیرغ اوچت کړ دا یو افغان وو چې يې همت کړ
نن دا څه ټکه شوله راکښته چې هریو کلي خپل ځان ملت کړ

او ځوانان د ښکیلاک هغي دسیسې ته چې په بیل یي کړه ایل يي کړه ولاړه ده ملتفت کوي.
استاد د ملي وحدت د ټینګښت له پاره پر واحد ملي کلتور او واحده ملي ژبه ټینګار کوي او دا د یو ملت په وحدت کي د بنسټ ډبري ګڼي او وران کاري غندي.

د ده له نظره ملیت د ملت د جوهر په معنی دی او ملت او ملیت داسي تړون سره لري لکه انسان او انسانیت شخص او شخصیت او داسي نور. ارواښاد خادم همدا د افغاني ټولني د اډانې جوړولو په فکرونو کي ډوب وو، چي په هیواد کي د داود خان له خوا جمهوریت اعلان شو او خادم صاحب ئې داسي هرکلی وکړ.

جمهوریت وو آرزو د خلکو دا لوی نعمت وو آرزو د خلکو
افغان به وشي سیال د قومونو ملي نهضت وو آرزو د خلکو

جهوریت دی اختیار د خلکو چې پکښي نه وې آزار دخلکو
چې خلک يي غواړي همهغه کیږي حکومت نه وي بادار د خلکو

خو ده ته په دې خطرناکو نړیوالو حالاتو کي د جمهوریت لاره هم ډیره باریکه ښکاري.

د بلاکونو تر منځ تلل بویه لار په رسې ده پرې ختل بویه
منځ د ټولو خپل ملیت دی په دې مرام ښه پوهیدل بویه

همدا وخت دی چي خادم صاحب پخپل تیوریو کي اجتحادي پوړیو ته رسیږي او د ملیت له پاره بنیادي شرطونه ټاکي.

د ملیت دي اته شرطونه قام وطن ژبه خپل عادتونه
بیل حکومت او تاریخ ثروت دي جوړ په دغو دي ټول ملتونه

او بیا دا هر شرط بېل بېل څیړي او تفسیروي يې. دی پخپلو نظریاتو کې پښتو ژبي ته خاص ارزښت ورکوي او پښتنو ته د هغې د پاللو او ساتلو توصیه کوي.

پښتو مو ژبه پښتو مو سا ده افغانه پوه شه دا مو دعا ده
چې چانه لاړه هغوې خو مړه شول اوس مو دې پاتې قام ته سودا ده

او بیا د هغو پښتنو نمونې ورکوي چي په نورو ليري او نژدې قومونو کي ورک شوي دي، ژبه ځني هیره شوې او تش په نامه ځان ته پښتانه واي او له همدې امله ټینګار کوې.

ملت په ژبه باندي جوړیږي دا کار بې ژبې بېخي نه کیږي
ټوله دنیا ده په دې خبره پښتون لا اوس هم پرې نه پوهیږي
که دا غفلت وي پښتو ورکیږي چې پښتو لاړه پښتون ډوبیږي
تللي خو تللي خیر به غواړو پر پاتي قام مي اوس زړه رپيږي

او د همدې تیورۍ په رڼا کي پښتون قام ته پښتانه استازي داسي شمیري.

سپين تومان راوړه د ژوند کتاب ملي رایج کړو د خوند کتاب
خیرالبیان شو الهام روښان ته خادم ته راغی د ژوند کتاب

او بیا د ځان په برخه کي نور وضاحت هم ورکوي.

خادم راوړي څلور کتابه په پښتو ژبه له لوړ جنابه
څلور اندامه د یوه وجود دي خپلواک پښتون شو جوړ په څو بابه
نوی ژوندون دی نوې رڼا ده په نوې لار کي د ژوند بقا ده
خپلواک پښتون ته چي پرې رسیږو ټولنپالنه مو مدعا ده

د ده له نظره د ژبې قوت ډیر زیات دی او استعمار هڅه کوي چې لومړې له ملتونو نه ژبي واخلي.

استعمار غواړي چې پښتون مړشي له ځمکي ورک شي په خاورو خړشي
دا کار د ژبي په مرګ کیدای شي چې پښتو مړه شوه دښمن به وړ شي

په دې ترتیت استاد خادم د نړیوال سیاست او فلسفې په رڼا کي پښتون سیاست او فلسفه وړاندي کوي او د پښتني او اسلامې غوښتنو سره سم د یو ملي حکومت د جوړیدو هیله مند وو، خو لیدل يي چي له هري خوا د ده ملت ته دسیسې جوړي دي، ددې دسیسو د افشا کولو پخاطر ئې پر نړیوالو غږ وکړ:

چا په یو نوم وخوړم مات کړم چا په بل اسم میراث تبا کړم
اې نړیوالو د خدای له پاره له کومي لاري پيدا نجات کړم

حبيب الله رفيع
کتونکی: نجيب الله زيارمل