1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د قطر غونډه: «د داعش پرضد جگړه گډه گټه»

د پگواش سازمان عمومي منشي چې د قطر غونډي کوربه وو وویل، سوله په افغانستان کې نور یوازي د افغان حکومت او طالبانو موضوع نه ده: سوله باید ژر ټینگه شي، که نه د داعش نفوذ له پراخیدو سره وضعیت نور«هم له گواښ» سره مخامخ کیږي.

طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په هکله په یوه غونډه کې خپل دریځ څرگند کړ. د غیر حکومتي سازمان، پگواش له خوا بند را بلل شوې دغه غونډه کې د افغان ولسمشر دوو سلاکارانو، البته په رسمی توگه نه، بلکي په غیر رسمي توگه گډون درلود.

د پگواش عمومي منشي پاوولو کوته-راموسینو، تر دغې دوې ورځنۍ غونډي وروسته وویل چې سوله په افغانستان کې باید ډير ژر ټینگه شي، ځکه «نوي گواښونه» کیدا شي هغه نور هم کړکېچنه کړي.

له نوو گواښونو څخه د هغه موخه په افغانستان کې د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د فعالیتونو لمن پراخیدو ته اشاره ده. په دغه غونډه کې ټول برخه وال پر یو ټکې کې سره موافق ول چې د داعش پر ضد جگړه د افغانستان د روان کړکېچ د ټولو اړخونو «گډه گټه» ده.

د افغانستان حکومت دغي غونډي ته خپل کوم رسمي پلاوی استولی نه وو. ویل شوي دي چې د دوحې - کنفرانس د سولي له پاره د افغان حکومت د مشرۍ وروستۍ نوې هڅه تر یوې اندازې کمزورې کړې ده.

دغه هڅه له څو اونیو راهيسي د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحدو ایالاتو په گډون پيل شوې ده. خو دغه هڅه تر اوسه پوري د طالبانو له خوا نه ده منل شوې.

د دوحې په کنفرانس کې په غیر رسمي توگه د ولسمشر محمد اشرف غني تره، قیوم کوچی او یو شمیر افغان پارلماني استازو گډون درلود.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړي حبیب الله فوضي، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دا چې دغه کنفرانس رسمي نه وو، نو د هغه پریکړي هم الزامي نه دي.» پگواش سازمان له دې مخکې هم څو واري د افغانستان حکومت استازي او طالبانو یوه میز ته سره کښېنولې دي.

د دوحې په غونډه کې یوه مهمه موضوع د افغانستان پراساسي قانون بحث وو. ځینو برخوالو غوښتل چې په اساسي قانون کې باید ځيني تعدیلات راوستل شي، خو ځینو نورو د هغه بشپړ بدلون غوښتنه کوله.

طالبان د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ یو دولت غوښتونکي دي. خو ټولو برخه والو پر دې ټکي ټینگار درلود چې طالبان باید خپل یو آدرس ولري. د دغي خبري معنی دا ده چې په دوحه کې د هغوی دفتر چې په ۲۰۱۳م کال د تر لنډي پرانیستني وروسته له افغان حکومت سره د یوې شخړي له امله وتړل شوو، بیرته پرانیستل شي.

د سولې په خبرو اترو کې د برخي اخیستو له پاره طالبانو خپل شرایط وړاندي کړل چې د هغو په جمله د ملگرو ملتو له تورلیست څخه د هغوی د مشرانو د نومونو لیري کول، د سفر آزادي او دغه راز د بندیانو آزادول شامل دي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د حضور په هکله طالبانو وویل چې هغوی غواړي له امریکا متحدو ایالاتو سره په مستقیم ډول خبري وکړي. ولسشمر بارک اوباما په تیر اکتوبر کې پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۶م کال په پاې کی به هم خپل ټول عسکر له افغانستان څخه ونه باسي. یو لویدیځ دیپلومات وویل چې د طالبانو ټولي غوښتني ښايي «پوره نه کړای شي.»

د دوحې په غونډه کې د څارونکو په توگه د ملگرو ملتو یو استازي او دغه راز د متحدو ایالاتو یوه پخواني دیپلومات، روبین رافائیل هم گډون درلود.

طالبانو خپل ۱۴ استازي دغي غونډي ته استولي ول، د هغوی په جمله کې شیرمحمد ستانکزی هم شامل وو، چې د طالبانو رژیم په وخت کې د بهرنیو چارو او د روغتیايي چارو د وزیر په توگه یې دندې تر سره کړي دي.