1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

"د قران سوځوني موږ د نوي خطر سره مخامخ کړي يو"

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قومندان ويلي چي د يوه کشيش لخوا د قران سوځونه ددې لامل سوې چي په افغانستان کي خونړي لاريونونه رامنځ ته کړي، او په افغانستان کي به د طالبانو خلاف د امريکا په مشري جګړه نوره هم سخته کړي.

په افغانستان کښي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال پيتريياس.

په افغانستان کښي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال پيتريياس.

جنرال ديويد پيترياس، زياته کړه چي د مارچ پر شلمه د قران د سوځولو واقعه «حيرانوونکې» وه. دغه خبري هغه د وال سټريټ ژورنال سره په مرکه کي کړي.

جنرال پيټرياس د قران سوځونه په کلکو ټکو وغندله او دا يي د « نفرته ډک، ډير بې احترامه او د يو نه منونکي عمل» په نوم ياد کړ.

هغه زياته کړه چي په څرګند ډول دا امنيت ته يو ګواښ دی، په داسي حال کي چي په افغانستان کي امنيت د پخوا څخه لا د ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کښي د لاريونونو په ترڅ کي نن د لغمان په ولايت کي په سل هاوو تنه سړکونو ته راوتلي وو او ددغي پيښي غندنه يې کوله.

عيني شاهد د ټليفون په کرښه اي ايف پي ته ويلي، چي د لغمان په مرکز مهترلام کي د زرو تنو څخه زياتو په دغه لاريون کي برخه اخيستې چي زياتره يې سړي ول. هغوی «مرګ پر امريکا» او «ژوندی دي وي اسلام» شعارونه ورکول.

د لغمان د ولايتي شورا معاون ګلزار سنګروال ويلي چي، دغه لاريون د علينګار د ولسوالۍ څخه شروع سو او بيا وروسته تر ښاره راورسيد.

هغه زياته کړه « دغي لاريونونه د يو کشيش لخوا د قران سوځولو په مقابل کي دي، او موږ دا عمل په کلکه غندو.»

د جلال اباد لاريونونه

د جلال اباد لاريونونه

په دغه خونړيو لاريونونو کي چي د جمعې د ورځي راهيسي د مزار شريف څخه شروع سوي تر اوسه پوري شاو خوا د ملګرو ملتونو د ۷ بهرنيو کارکوونکو په شمول ۲۲ کسان مړه او تر۱۴۰ ډير زخميان سوي دي.

په يوه غونډه کي چي جنرال پيترياس او په افغانستان کي د امريکا سفير کار ايکنبيري هم شتون درلود، افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکايي چارواکو او د سنا څخه د پيښي په کلکو ټکو د غندني او عاملينو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

تيره ورځ د امريکا جمهور ريس بارک اباما دا پيښه غندلي وه او ويلي يې ول « د قرآن په شمول هر ډول ديني کتاب ته سپکاوی يو ناوړه او له تعصب څخه ډک عمل دی.»

آژانسونه/ سيدرياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM