1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د قذافي کشر زوی او درې لمسيان ووژل سول

د ليبيا د حکومت يو وياند وويل چي معمرالقذافي د ناټو د تيري شپې له يوې حملې څخه ژوندی وتلئ، خو د هغه کوچنی زوی او درې لمسيان وژل سوي دي.

بمبار سوی کور

بمبار سوی کور

ليبيايي چارواکو يو شمير خبريالان هغه کورته چي په دريو توغنديو ويشتل سوی دئ، ور وبلل. د دغه کور بام په بشپړه توګه ويجاړ سوی. د حکومت وياند، ابراهيم موسي يو خبري کنفرانس ته وويل: « هغه څه چي موږ دلته وينو د ځنګله قانون دی.» هغه زياته کړه:« اوس بايد هر چاته ښکاره او روښانه وي چي په ليبيا کي خبره د ولسي وګړو ساتنه نه ده.»

ناټو له دې انکار کړی چي قذافي او يا د هغه کورنۍ د هغه د حملو هدف دی.خو ويلي يې دي چي د ليبيا د پلازمېني طرابلس پر هغه سيمه چي خبريالانو ځني ليدنه کتنه کړې، پر پوځي هدفونو باندي يې حملې کړي دي.

د شمالي اتلانتيک د تړون د سازمان، ناټو په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي: « ناټو په طرابلس کي د رژيم پر پوځي تأسيساتو باندي د شپي له خوا خپلو دقيقو هوايي بريدونو ته دوام ورکړئ دی. په دغو هدفونو کي په باب العزيزييه کي د ليبيا د رژيم د قوماندې اوکنترول ودانۍ باندي د ګروينويچ په وخت د ماښام په 6 بجو حمله وسوه.»

د ليبيا د عملياتو لپاره د ناټو کاناډايي قوماندان، تورن جنرال چارلز بوچارد وويل نوموړی هدف دهغي ستراتيژي يوه برخه وه چي له مخه يې د ليبيا د رژيم د قوماندې هغه مرکزونه په نښه کوي چي ولسي وګړو ته ګواښ کوي.

د ليبيا د حکومت وياند ابراهيم موسي وويل چي د قذافي وژل سوی زوی ، سيف الرب نوميده او 29 کاله يې عمر درلود. هغه د ليبيا د رژيم د قدرت په جوړښت کي کوم مهم نقش نه درلود، هغه پخوا په آلمان کي محصل ؤ. ابراهيم زياته کړه چي د قذافي وژل سوي لمسيانو عمرونه له لس کلونو ټيټ دي.

د ليبيا د رژيم پر ضد د ملګرو ملتو پريکړه

د ملګرو ملتونو د امينت شورا د ليبيا پر هوايي قلمرو باندي د نه الوتني بنديز لګولی او نړيوالي ټولني ته صلاحيت ورکړل سوی، چي دغه قلمرو کنترول کړي او پرې نه ږدي چي د قذافي د رژيم الوتکي د ولسي وګړو پر ضد حملې وکړي.

خو اوس د ليبيا د رژيم له خوا دغه ادعا چي د تيري شپي د حملو هدف د قذافي وژل ؤ ، ښايي ددې سسبب سي چي د فرانسې او برتانيې په مشرۍ هوايي بريدونو باندي تورونه ولګول سي، چي د ملګرو ملتو له پريکړو څخه سرغړونه سوې. دغه پريکړه يوازي د ولسي وګړو د ساتني امر ورکړی دی.

د ناټو قوماندان، بوچارد وويل: « زه له دې خبر يم چي د رسنيو ځيني نه تصديق سوو رپوټونو له مخه د قذافي د کورني ځيني غړي وژل سوي دي.» هغه وويل: « موږ د هرانسان د وژلو څخه خواشيني کيږو.»

غبرګونونه

په عيني وخت کي د وينزويلا ولسمشر هوګو چاويز چي د قذافي د متحدينو له جملې څخه شميرل کيږي، د ناټو دغه حمله غندلې ده. هغه وويل: «په دې کي هيڅ شک نه سته چي د قذافي د وژلو امر ورکړل سوی ، دا مهمه نه ده چي څوک وژل کيږي، خو قذافي ووژنی! دا قتل دی.»

د سپيني ماڼۍ د مطبوعاتي چارو وياند وويل چي د متحده ايالاتو حکومت د ليبيا د رسنيو د رپوټونو څخه خبردی، چي د قذافي زوی وژل سوی دی. هغه وويل چي واشنګتن وضعيت تر څارني لاندي لري.

قذافي چي له 1969 کال څخه را په دي خوا په ليبيا باندي واکمني لري، د خپل هيواد په ختيځ کي د خلکو له بغاوت سره مخامخ سوئ. هغه ويلي دي چي دا د «اسلامي افراطينو او د لويديځو اجنټانو چي غواړي د ليبيا د تيلو پر شتمنويو کنترول ولري، بغاوت دی.»

آژانسونه/ عبدالبارحکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM