1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د «قاطع ملاتړ» ماموريت سم نه دی طرحه سوی

د آلمان د پارلمان د زرغون ګوند استازي ټام کيونيګس په افغانستان کي د آلماني پوځ د نوي ماموريت په تړاو د آلمان ږغ ډویچه وېله سره مرکه کړې ده. بشپړه مرکه دلته لوستلای سئ.

د آلمان فډرالي شورا بُنډسټاګ د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۸مه) د دې په حق کي اکثريت رايي واچولې چي په افغانستان کي د «قاطع ملاتړ» په نوم غېر جنګي ماموريت کي د آلمان ۸۵۰ عسکرو هم ګډون ولري. د بُنډسټاګ د زرغون ګوند غړی ټوم کيونيګس چي د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال تر منځ په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازی ؤ، يو د هغو کسانو څخه دی چي هميشه يې په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريتونو په حق کي رايي ورکړي دي، خو دا وار يې د نه رايه ورکړه. دا چي ولي په هکله يې د مرکې پښتو ژباړه لاندي لوستلای سئ:


مرکه


آلمان ږغ: ښاغلی کيونيګس تاسو په افغانستان کي د ايساف د اوسني ماموريت ځای نيوونکي د «قاطع ملاتړ» د ماموريت پر ضد رايه ورکړه. ولي؟

کيونيګس: د «قاطع ملاتړ» ماموريت په افغانستان کي د ايساف د پخواني ماموريت ادامه نه ده. دغه له سره بل او نوی ماموريت دی چي زما په فکر که يې مقصد رشتيا هم د افغان ځواکونو روزنه وي، نو پکښي د عسکرو شمېر تر اړتيا او اندازې زيات ټاکل سوی دی. هلته صرف ۵۰ نظامي روزونکو ته اړتيا سته. خو دغه ماموريت ته آلمان ۲۸۰ مليونه يورو او ۸۵۰ عسکر اختصاص کړي دي چي دا تر اندازې ډېر زيات دي. د دې تر څنګ دغه ماموريت ته د وخت قيد نه دی ايښودل سوی. دا چي دا به څنګه پايلي ولري هیڅوک نه په پوهيږي. دا چي موږ به دوه کاله وروسته پر کوم مقام يو دا هم نه ده څرګنده.

آلمان ږغ: ايا اوس افغان امنيتي ځواکونه په خپله د دې جوګه دي چي هغه حد اقل اندازه امنيت وساتلای سي؟

کيونيګس: افغان ځواکونو تر مخه لا د امنيت ساتنې وظيفه په غاړه اخيستې او د نورو مواردو تر څنګ يې د ټاکنو پر وخت خپله وړتيا او څرنګوالی ثابت کړی دی. موږ د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ۱۳ کاله وخت درلود چي په دې وخت کي ۳۵۰ زره پوليس او عسکر وروزل سول. د دغه کار لپاره موږ تر اوس پلان سوو امکاناتو څخه زيات امکانات په لاس کي درلودل. هغه څه چي موږ په زيات قوت او امکاناتو په تيرو ۱۳ کالو تر لاسه نه کړلای سوای، هغه موږ په اوسني پلان سوو ۵۰ پوځي روزونکو باندي هم نه سو تر لاسه کولای. که زموږ مقصد د افغان پوليسو روزنه وي، چي زه يې زيات ملاتړی يم، نو بيا په خپله په هغو پروژو کي کسانو ته اړتيا سته چي له مخي يې په آلمان کي افغان پوليس روزل کيږي او يا د اروپايي پوليسو لخوا د افغان پوليسو د روزلو پروژې هم يادولای سو چي امکانات يې د اړتيا سره سم نه دي. څوک کولای سي چي په دغو پروژو کي زياتي مرستي وکړي. که په رشتيا صرف ۵۰ يا ۱۰۰ نظامي روزونکي د افغان ځواکونو روزني ته ګمارل کيږي نو بيا خو بايد چي ټول ماموريت هم داسي طرحه کړل سي چي د دغو لږو روزونکو سره سم تناسب ولري.

خو که د آلماني ماموريت مقصد په مزار شريف کي د آلماني هوايي ډګر فعال ساتل وي نو بيا خو زما په فکر دا غلط کار دی. هغه په دې وجه چي موږ په افغانستان کي د آلمانيانو هوايي ډګر ته هيڅ اړتيا نه لرو. په دې تړاو امريکايان د افغانانو سره په خبرو اترو اخته دي او هغوی په دې هکله بېل نظر او طرحي لري. خو دا هغه جيو ستراتيژيک فکرونه دي چي موږ ورسره موافق نه يو. دا چي اوس به موږ په مزار شريف کي د CIA د عملياتو په خدمت کي يو، دا خو امکان نه لري. دا د CIA هغه عمليات دي چي زما په فکر تر اندازې زیات ملکي قربانيان يې لرلي دي. دغه عمليات بايد چي ودرول سي.

آلمان ږغ: ايا تاسو دا اندېښنه لرئ چي که بهرني عسکر په بشپړه توګه د افغانستان څخه ووزي، نو ايا هلته به د عراق په څېر حالات رامنځ ته نه سي؟

کيونيګس: يا په افغانستان کي د دا ډول حالاتو د رامنځ ته کېدو امکانات ډېر کم دي. معلومه خبره ده چي تر يوې اندازې یو ګواښ موجود دی چي په دغه هيواد کي کورنۍ جګړه توده سي. خو دا يوه غېر تناسبي جګړه ده چي بهرني عسکر او نړۍ واله ټولنه يې مخ نه سي راګرځولای. دا په خپله د افغانانو وظيفه ده چي د دا ډول جګړې مخه ونيسي. افغانان بايد هغه امنيت چي دوی ورته اړتيا لري په خپله تامين کړي.