1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د فوټبال په اروپايي اتلولیو کي هسپانیه او ایټالیا څلورم فاینل ته راووتل

پرون هم د فوټبال دوې لوبي تر سره سوې چي یوه ئې د کروشیا او هسپانیې تر منځ او بله یې د ایټالیا او آیرلند تر منځ وه، په دغو لوبو کي هسپانیه او ایټالیا څلورم فاینل ته راووتل. هسپانیې له کروشیا څخه لوبه یو پر صفر او ايټالیې له آیرلند څخه لوبه دوه پر صفر وګټله.