1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د فريبا کاکړ پر خلاصون باندي نيوکي

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړو پر حکومت باندي د دغي جرگې د یوې غړي په بدل کي د لسو تنو گوماني ترهگرو د آزاديدو په تړاو نيوکي کړي دي. فریبا کاکړ د رواني اوونۍ په سر کې د لسو تنو بنديانو په بدل کې آزاده شوه.

epa03611750 Afghan Parliamentarians listen to a speech by President Hamid Karzai (not in picture) during the opening session of Afghan Parliament in Kabul, Afghanistan, 06 March 2013. Karzai attended the opening session of the joint Afghan Parliament as it entered the third year of its constitutional five-year term. EPA/S. SABAWOON

Parlament Afghanistan 2013

په ولسي جرګه کې د کندهار استازې فریبا کاکړ تير مياشت د کابل کندهار پر لویه لاره په موټر کې د غزني د قره باغ په سيمه کي وسله والو کسانو وتښتوله.

اوس چې د فریبا کاکړ پر خلاصون یوازي څو محدودي ورځي تیریږي د هغې معاملې جزئیات روښانه شوي چې له مخې یې د پارلمان دغه وکیله له برمته نیونکو څخه آزاده شوې ده.

د ولسي جرګې د دفاعې کمیټي یو شمیر غړو پر دغي معاملې باندي سخته نیوکي و کړې او هغه یي د ورته پیښو د دوام پیلامه بللې ده.

د دغې جرګه ګۍ غړي لالي حمیدزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د مېرمن کاکړ د خلاصون په بدل کې یولس تنه آزاد شوي چې یو شمیر یي ډیر خطرناک او د ملک امنیت ته لوی ګواښ شمیرل کیږي.

حمیدزی وايي په خلاصو شویو کسانو کې دوې مېرمني چې یوه یي د ترکۍ ده او له القاعدې سره د تړاو په تور افغان استخباراتو نیولي وه شامله ده او بله هغه یي هغه میرمن ده چې له کوټي څخه یي د افغان استخباراتو پر پخواني رئیس اسدالله خالد باندي د برید له پاره پېچلي او پرمختللي چاودیدونکي مواد راوړي ول.

حمیدزی د دغسي کسانو خلاصون د حکومت یوه لویه تیروتنه بولي: «په هغو کسانو کې چې د فریبا کاکړ د خلاصون له پاره آزاد شوي دي، د طالبانو د څلور ښځي چې له حکومت سره بندیاني وې هغه هم شاملي دي چې ماشومان هم ورسره ول، په دغو ښځو کې یوه یي د غزني ولایت اوسیدونکې وه چې په کوټه کې اوسیده او د اسدالله خالد د وژلو له پاره یي د پاکستان له بلوچستان څخه کابل ته انتحاري برید ګر ته چاودیدونکي مواد راوړي ول.»

د پارلمان د دغې وکیلي د خلاصون له پاره ویل کیږي چې تر ډيره د سولي عالي شورا غړو هلي ځلي کړي وي. د مينځگړي ډلي د غړو په خبره چې د سولي عالي شورا د دارالانشاه رئیس معصوم ستانکزی چې خپله هم څوځله د طالبانو له خوا تر برید لاندي راغلی په دغه پټه معامله کې کلیدي رول لوبولی دی.

خو اوس یو شمیر کتونکي هم پرحکومت نیوکه کوي چې په دغسي معاملو سره له یوه لوري طالبان امتیاز اخیستلو ته تشویقوي او له بلي خوا کورني امنیت ته له لویه سره خطر مخامخ کوي.

د افغانستان د ستراتیژیکو څيړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی وايي چي د خطرناکو طالبانو او په هغوی پوري د تړلو کسانو خلاصول به نه یوازي دا چې د کورنیو ځواکونو مورال ته زیان ورسوي، بلکې مخالفینو ته به روحیه ورکړي چې کولای شي د دغي کړنو په بدل کي خپل ملگري آزاد کړي:

«داسي معاملې هیڅ راز ګټه نه لري، له لویه سره د خطرناکو طالبانو آزادول د ملک امنیت ته خطر جوړوي، حکومت ته په کار وه چې د کشفي ادارو په مرسته یي دغه وکیله د تښتونکو له منګولو خلاصه کړي وای نه دا چې د لسو تنو هغو کسانو په بدل کې یې آزاده کړي چي د افغان امنیتي پرسونل د وینو په بیه نیول شوي وي، دا د حکومت لویه تیروتنه ده.»

دا لومړی ځل دی چې د پارلمان یوه ښځینه وکیله تر ترښتولو وروسته له طالب بنديانو سره د تبادلې په بدل کې خلاصیږي.

د دغې معاملې یو مينگړی سید طیب آغا وايي چې نسرین، لاجورد، منظره او د ترکیي وګړي عایشه هغه څلور مېرمني دي چې د ترهګرو ډلو غړيتوب یي لاره او د طالبانو په غوښتنه د شپږو نارینه وو او یوه ماشوم سر آزادي شوي دي:

«په آزادو شویو یولسو کسانو کې له څلورو ښځو سره شپږ نارینه او یو ماشوم هم شامل دي، موږ هڅه وکړه چې مېرمن کاکړ ته چې د ولسي جرګې غړې ده زیان و نه رسیږي او دا کار مو د سولي عالي شورا په ملاتړ تر سره کړ.»
دغې معاملې په کور دننه د مدني ټولنو او بشري حقونو د مدافع ډلو غبرګونونه هم را پارولي دي.

د افغانستان د مدنې ټولنو شبکې ویلي ول چې حکومت په دغسي پټو معاملو سره د هغو قربانیانو حقوق تر پښو لاندي کوي چې د دغسي ترهګرو د نیولو له پاره یي ځانونه په خطر کې اچولي ول.