1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د فرانسې سوسیالست گوند پارلماني ټاکنې گټلي دي

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند سوسیالست گوند د دغه هیواد د پارلماني ټاکنو دویم پړاو کې بریالی شوی دئ. پر دې اساس به دغه گوند وکولای شې چې په آسانې سره خپله اجندا پلي کړي.

سوسیالست گوند په دغه ټاکنو کې ۳۱۵ څوکۍ گټلي دي، چې دا د پارلمان په ۵۷۷ څوکیو کې څرگند اکثریت دئ. اوس دغه گوند دې ته اړ نه دئ چې د کیڼ اړخه یا ښي اړخه گوند سره په گډه دولت جوړ کړي. د ټاکنو پایلې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپرې شوي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس (Laurent Fabius) له یوه ځایي تلویزون سره په خبرو کې وویل: «دغه نوی څرگند او لوی اکثریت به موږ ته د قانون په تصویبولو کې د بدلون اجازه راکړي او دغه بریا موږ ته په فرانسه او اروپا کې دروند مسئولیت متوجې کوي.»

په عین وخت کې د فرانسې لومړي وزیر ژان مارک آیرو، Jean-Marc Ayrault ویلي دي چې د دوی گوند په راتلونکي کې سخته دنده لري. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د دوی پر وړاندې یو گران کار پروت دئ.

فرانسوا اولاند چې د مې په میاشت کې ئې د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نیکولا سارکوزي ته ماتې ورکړې وه، پر رایې ورکوونکو باندې غږ کړی وو چې د ده د گوند کاندیدانو ته رایې ورکړي چې په پارلمان کې اکثریت ولري. هغه ویلي دي چې هیله من دئ فرانسه د یورو د بحران څخه راوباسي چي د کاري فرصتونو د برابرولو او د اقتصاد د ودې په برخه کې گامونه واخلي.

په دغه ټاکنو کې د سارکوزي د UMP په نوم گوند ډیري څوکۍ له لاسه ورکړي دي. دغه گوند چې مخکې ئې ۳۲۹ څوکۍ لرلې اوس ئې شاوخوا ۲۲۹ څوکۍ گټلي دي. د سوسیالستانو بل ملاتړي د شنو گوند ۱۷ او کیڼ اړخه گوند ۱۰ څوکۍ گټلې دي.

د څیړونکو په آند په لومړیو ورځو کې به د ولسمشر په توگه د اولاند تر ټولو لویه ازموینه دا وي چې خپل گوند متحد وساتي. ښایې د ځینو اقتصادي پالیسو پر سر د ده پارلمان غړي له اولاند سره همغږي نه وي.

آژانسونه، دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش