1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د فرانسې د ځنګل په کمپ کې د اورلګونې په تور څلور تنه افغانان نیول شوي

فرانسې چارواکي وایې چې څلور تنه افغان کډوال یې د کالې په «ځنګل» کمپ کې د اورلګونې د هڅې په تور نیولي دي. دغه کمپ اوس په بشپړه توګه تخلیه شوی دی.

له دوشنبې ورځې راهیسې د ځنګل کمپ د تړلو کار پيل شوې وو. تیره شپه وضعه ډیره خرابه شوه او په یو شمیر ځایونو کې اور ولګید، خو اوس دغه کمپ په بشپړ ډول تخلیه شوی دی.

د فرانسې په شمال کالې سیمه کې واقع «ځنګل» په نوم د مهاجرو په کمپ کې د سختې اورلګیدنې له امله ټول مهاجر له کمپ څخه ووتل.

د کمپ مسئول فابیانې بوسیو، په کالې کې د BFMTV په نوم فرانسوي خبرې آژانس ته وویل: «بالاخره کمپ تش شو.»

د کمپ په ډیرو برخو کې اورلګیدنه رامنځته شوه او هرې خوا ته تور لوګي د آسمان پر لور پورته کیدل. خیمې او جونګړې د اور په لمبو کې سوزیدل.

څلور تنه افغانان نیول شوي

د فرانسې په شمال کې د کالې په سیمه کې د مهاجرو مشهور کمپ «ځنګل» کې د شپې له خوا د ګاز ډیر شمیر ډبې وچاودیدي او اورلګیدنه یې رامنځته کړه. د  Radio France رسنې د رپوټ له مخې په دې ترڅ کې یو تن ټپې شوی هم دی. چارواکي وایې چې څلور تنه افغان کډوال په کمپ کې د اورلګونې د هڅې په تور نیول شوي دي.

د دغه کمپ د مسئول په خبره په یو شمیر مهاجرو کې دا دود دې چې تر وتلو مخکې خپلو خیمو او جونګړو  ته اور ورته کوي.

په ټول هیواد کې ویشل

د دوشنبې په ورځ فرانسوي چارواکو وغوښتل چې د دغه بندري ولایت په صنعتي سیمه کې د ځنګل کمپ وتړي. په دغه کمپ میشت ټول کډوال به د دغه هیواد په کچه د مهاجرو پر کمپونو کې وویشل شي.

په دغه کمپ کې د میشتو مهاجرو لویه برخه د افغانستان، ایتوپیا، ایرتیریا او سوډان هیوادونو مهاجر ول. اکثره دغه مهاجر بریتانیا هیواد ته د تللو په امید دلته دیره شوي ول.

د چارواکو په حواله د دغه لوې کمپ تر تړلو مخکې په دغه کمپ کې د مهاجرو شمیر ۶۵۰۰ تنو ته رسیده.