1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د فرانسې د ادبياتو د سږکال جايزه يوه افغان-فرانسوي ته ورکړل سوه

«افغانستان د نړي د ټول وحشت او ويري ويندويي کوي» دا هغه جمله ده چي د ليکوال عتيق رحيمي له خولي وتلي او د خبري رسنيو سرليک ګرځېدلی

default

د هغه په پلارني وطن کي څه د پاسه درې لسيزي کيږي چي جګړه ده، هغه يوه جګړه چي له وژلو، ټکولو، زور زياتيو، ترور او ويري سره جوخته او لا روانه ده، خدای پوهيږي چي څه وخت به د هغې لړۍ غوڅه سي. همدا ده چي په کابل کي، په 1962کي زيږيدلی عتيق رحيمي وايي: « تر هغه پوري چي داسي وي، له ليکلو څخه به لاس وا نه اخلم.»

هغه د خپل همدې هوډ سره، د خپل ليکل سوي رومان د افغانستان« د صبر ډبره» د فرانسې د ادبياتو په مشهوري جايزې، „Prix Goncourt“ ووياړل سو.

ليکوال رحيمي په خپل دې رومان کي په مونولوګ توګه د هغي ښځي د غميزي او ويري کيسه کوي چي خپل خاوند له لاسه ورکوي او په عيني وخت کي په ټکان ورکونکي توګه د يو مذهبي او سياسي اختناق پر خلاف خپله کرکه په ژبه راوړي.

رحيمي په 1984 کال کي له افغانستان څخه وتلی دی. هغه د افغاني ټولني په يوې شتمني کورنۍ پوري اړه لري، او له شعر او ليکني سره يې له کوچنيوالي مينه درلوده. هغه د زور زياتيو پر خلاف د قلم له وسلي څخه کار اخلي.

ليکوال رحيمي د افغانانو هغه يو نسل پوره اړه چي لري چي د شاهي نظام د نسکوريدو او په 1978 کال کي د يوې خونړۍ کودتا شاهدان دي ، هغه يو نسل چي په دا درې لسيزو کي ويني چي څرنګه د افغانستان د ټولني پوهه او منوره پرګنه زندانونو ته استول کيږي او يا وژل کيږي او يا له خپل هيواد څخه کډوالۍ ته مجبوره کيږي، هغه وايي:« ښونځيو او روغتونو نه د جسم او روح په خاطراړتيا لرو. خو د دې لپاره چي خپل رروح او روان بيرته ومومو،شعر ته اړتيا لرو.»

هغه د خپلو« ليبرال او لويديځ» ډولو ليکونو سره، ډيری وخت له سانسور سره کش او کړپ لري. په 1980 لسيزه کي د هغه ليکني منع سوې.کله چي وضعيت ورته نور خړ پړ سو، نو عتيق رحيمي د کډوالۍ لاره نيسي.

مخکي له دې چي په 1985 کال کي په فرانسه کي ديره سي، هغه له خپل جګړه ځپلي هيواد افغانستان څخه پاکستان ته ځي. په يوه مرکه کي هغه وايي:« زه سياسي پناه وړونکي نه بلکي کلتوري پناه وړونکي يم!. زه نه سم کولای چي سياسي ويناوي ولیکم، يا سياسي استدال، دا ځکه چي سياست کي بايد هر څه توجيه سي، د حق او ناحق لپاره يوازي دليل باید پيدا سي».

عتيق رحيمي په کابل کي د استقلال ليسه کي ؤ او بيا وروسته له کډوالي څخه د فرانسي د Sorbonne په پوهنتون کي زده کړي وکړي چي هغه خپل لومړنی مستند فلم هم ډک کړ. هغه خپل لومړی رومان په کال 1996 کي وروسته له هغه وليکه چي ورور يې په افغانستان کي ووژل سو.« ما بايد د افغانستان له زور زياتيو سره لاس او پنجه نرمه کړې وای،افغانستان بيا له تيري سره مخامخ سو، خو دا ځلي د شورويانو له تيره څخه هم ناخواله وه، ځکه چي طالبانو د دين له وسلي څخه کار واخيست او نړۍ افغانستان يوازي پريښود.»

له همدې وضعي څخه په الهام اخيستو سره هغه خپل رومان، « ځمکه او ايره» وليکه، په دې رومان کي دغه ليکوال د يوه نيکه کيسه کوي، چي په بيديا کي له خپل لمسي سره لاله انده ګرځي او د خپلو ټولو خپلوانو د وژل کيدو کيسه ورته بيانوي. دغه رومان رحيمي ته په 2006 کال کي د فلم د ريجيسور کيدو لپاره لاره پرانيستله.

د «صبر ډبره» چي د فرانسې د Goncourt نومي جايزه يې اوس ګټلي ده، لومړنی رومان دی چي ليکوال عتيق رحيمي په فرانسوي ژبه ليکلی دی. هغه د خپل اوسنی ژوند په هکله وايي:«کله چي په افغانستان کي يم، خلک راته فرانسوی وايي، خو دلته فرانسه کي ما افغان بولي.»