1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د غني یو کلن بهرني سیاست ته ځغلنده کتنه

تقریباً یو کال د مخه د ستمبر پر ۲۹ نېټه محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توگه لوړه وکړه. په دغه یوه کال په عمومي توگه د هغه بهرني سیاست او په خاصه توگه له امریکا او پاکستان سره په اړیکو کې لوړو ژورو ته کتنه شوې.

له امریکا سره اړیکې

ولسمشر اشرف غني واک ته تر رسیدو وروسته له امریکا متحدو ایالتو سره امنیتي تړون چې پخواني ولسمشر حامد کرزي یې له لاسلیکولو ډډه کوله سمدلاسه لاسلیک کړ. ولسمشر غني د امریکا سره اړیکو ته ډیر خوشبین وو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله یې ورسره د اړیکو پیل هم ډیر تود وو.

امریکا هم په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستان څخه د بهرني عسکرو وتل پلان شوي ول د افغان امنیتي ځواک د روزلو ژمنه وکړه. له امنیتي تړونه ولسمشر غني د افغانستان د باثباتۍ تمه لرله. خو د کارپوهانو په نظر هغه همکاري چې بايد له افغانستان سره د امنيتي تړون پر اساس شوې وای، نه ليدل کيږي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر فاروق بشر وايي دغه تړون چې منفي او مثبت اړخونه ئې لرل په عمل کې یې افغانستان ته یو څه گټه هم رسولې ده:

«امریکا له افغانستان سره په نظامي برخه کې مرسته وکړې او ۱۱ جنگي الوتکې یې د دغه هیواد په اختیار کې ورکړې. همدا راز هغه لس زره عسکر چې امریکا د ۲۰۱۵م کال په پای کې یې له افغانستان څخه بايد ایستلي وای، په دغه هیواد کې پریښودل. په ورته ډول دوي ژمنه کړې چې په افغانستان کې به نظامي تاسیسات جوړ کړي او د عسکرو روزنې ته به دوام ورکوي او افغانستان به هیڅکله یوازې نه پریږدي.»

خو نوموړې مخکې وایي چې امریکا هغه همکاري چې د امنیتي تړون په اساس د افغانستان سره کړې وای، نه لیدل کیږي. د مثال په توگه د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان له خوا پر بریدونو امریکا چپه خوله پاتې ده. همداز دلته د داعش د حضور پر پراخیدو هم امریکا هیڅ غبرگونه ونه ښود.

د سیمي هیوادونه

غني د لوړي د مراسمو پر وخت په خپله لومړۍ وینا کې له گاونډیانو او د سیمې له نورو هیوادونو سره اړیکو ته د لومړیتوب ورکولو ژمنه کړې وه او د په تکرار سره پر دې ټینگار کاوه چې افغانستان به د سیمې پر یوه ترانیزیت بدل کړي.

په دې موخه هغه په وار وار د سیمې هیوادونو ته سفرونه هم وکړل. خپل لومړۍ سفر یې له سعودي عربستانه پیل کړ. په دغه سفر کې اشرف غني د عمرې پر ادا کولو سربیره د سیمې د دغه سیاسي لوبغاړي له چارواکو سره هم ولیدل. چين تې هم سفر وکړ. خو ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو د پياوړي کولو په هڅه کې له هندوستان سره اړیکي بې ساري سړې کړې.

د کرزي د واکمنې پر مهال د هند او افغانستان د نزدې اړیکو په هلکه به پاکستان هم تل اندیښنه څرگندوله خو د وخت د حکومت له خوا به ورته دغه ډاډ ورکول کیده چې دغه اړیکې به د پاکستان د گټو پر خلاف ونه کارول شي.

له بلې خوا هند هم غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي او په دې ترتیب سره له دې هیواد سره پر خپلو پښو دریدو په برخه کې مرسته وکړي. هندوستان نه غواړي چې افغانستان یووار بیا د پاکستان پلوو یاغیانو لاس ته ولویږي او په دې ترتیب ورڅخه هندوستان ته گواښ متوجه شي.

له پاکستان سره اړیکې

په داسې حال کې چې پاکستان او افغانستان دواړه یو پر بل وسله والو مخالیفینو ته د پناه د ورکړې تورونه لگول، غني د واک تر سنبالولو وروسته په لومړي گام کې له پاکستان سره د همکارۍ پياوړې کولو ته ملا وتړله او د پاکستان له خوا هم ورسره ژمنه وشوه چې طالبان به د سولي خبرو اترو ته وهڅوي. په دې ترڅ کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفرونه او پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته په پاکستاني رسنیو کې ډير انعکاس ورکړل شو.

د کارپوه او ژورناليست عقیل یوسفزی په نظر غني د بهرني سیاست او په خاصه توگه له پاکستان سره په اړیکو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پالیسۍ ته ادامه ورنه کړه، بلکې له ژمنې سره سم د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړې:

«غني د نړیوالو قدرتونو په مقابل کې د سیمې هیوادونه ته توجه وکړه او همدا د هغه د حکومت د بهرني سیاست د توپیر یا بدلون اصلي ټکې دی، خو له پاکستان سره د هغه دغه تگلارې هغه نتایج لا تر اوسه نه دي ورکړي چې تمه یې کیدله چې وجه یې د پاکستان نه همکاري ده.»

د سیاسي چارو د کارپوه فاروق بشر په خبره هم د پاکستان سره د اړیکو د خرابیدو یو دلیل همدا یو پر بل د تورونو لگول دي. خو نوموړې خوشبینه دی چې دغه اړیکې بیرته د ښه کیدو په حال کې دي او دواړو هیوادونو یووار بیا هوډ کړې چې د ترهگرې پر ضد به په شریکه مبارزه وکړي.

د افغانستان او پاکستان پر سیاست د ژور نظر خاوند ژور ناليست رحیم الله یوسفزې هم وايي چې غني پر پاکستان د تور لگوني له سیاست څخه باید ډډه وکړي او ټولي لويي او وړې ستونزي د خبرو له لارې د حلولو هغه ژمنه عملي کړي چې لس میاشتې د مخه له پاکستان سره د اړیکو د نوي باب د پيلیدو پر وخت کړې وه. نوموړې زیاتوي:

«دواړه خواوې باید د یو بل مخالیفونه ته ځای ور نه کړي او مجبور یې کړي چې خبرو ته کښیني. سربیره پر دې د دواړو هیوادونو د وگړو تماس یو له بل سره زیات شي. همدا زار تجارتي اړیکي پیاوړي شي څو گډي گټې امن او ثبات ته لار اواره کړي.

په پاکستان او افغانستان کې د طالبانو گواښ ته او په خاصه بیا په افغانستان کې د داعش گواښ ته په کتو سره باید دواړه هیوادونه همکاري وکړي خو د پخوا په څیر اوس هم دغه همکاري د هوسې په ښکر کې ښکاري.

اړوند مطالب