1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د غني خان شاعري خپله وه

غني خان د نړيوالي جګړي په همدې نا آرامه غيږ کي نړۍ ته سترګي پرانيستلې او د خپلي مهرباني مور لولو ئې اورېده.

د شلمي پيړۍ د رابريدلو سره له يوې خوا فکري رشدتابه وده کوله، په نړيواله سطحه انسانان را ويښيدل، د ښکيلاک له نادودو سره يې مقابله کوله او نړيوال ښکيلاک د خپلي بقا او پايښت له پاره وحشت او دهشت ته لاس غځاوه او د آزادۍ او ښکيلاک مقابله تونديدله.

له بلي خوا تخنيک وده کوله نوي اختراعات او اکتشافات کيدل او د ليږد راليږد، د وسايلو تر څنګ د خبرتيا وسيلې او د جنګ وسلې په نوي نوي بڼه راوتلې.

پرمختللي هيوادونه په درنو جنګي وسايلو سمبال ؤ، او په ۱۹۰۳م کال کي د الوتکي په جوړيدو سره انسان وزر وکړ او په الوتکه کي سپور شو، دې حيرانونکي اختراع نه يوازي داچي تګ راتګ اسانه کړ، بلکي د جګړې يوه نوې او چټکه وسيله هم شوه.

په ۱۹۱۴م کال کي د افکارو تصادم او د ګټو ټکر لومړنۍ نړيواله جګړه و زيږوله او ګڼ هيوادونه يې د جګړې د اور لمبو ته ورټيل وهل دا وخت انګريزي ښکيلاک د هند په نيمه وچه قابض وو او افغانستان يې د خپلو لاسپوڅو واکمنو په وسيله اداره کاوه.

د هند د نيمي وچي نه انګريزانو په زرهاو کسان د جګړې بېلا بېلو سنګرونو ته، د نړۍ بېلابېلو برخو ته وليږل. له افغانستان نه ترکيې، جرمني او د هند آزادي غوښتونکو هييت وغوښتل چي په نړيواله جګړه کي د دوی ملاتړ وکړي، خو انګريزانو د ځان ملګري بلل، د افغانستان مشرتابه په لويه جرګه کي د ملت د استازو په رابللو سره يوه معقوله پريکړه وکړه. په جګړه کي د برخي نه اخستلو پريکړه او د بې طرفۍ پريکړه. خو ولس د مشروطيت د غورځنګ له لاري د افغانستان د بشپړي آزادۍ له پاره کار کاوه.

د هند په نيمه وچه او ورسره په پښتونخوا کي هم د شلمي پيړۍ د پيليدو سره آزادي بخښونکي غورځنګونه پر پياوړي کيدو وو. او د همدې فکري غورځنګ په رڼا کي په لر او بر پښتونخوا کي ادب او په خاصه توګه پښتو شاعري د آزادي غوښتني فکرونه پالل او په پښتو شعر کي يې د شکل له نظره د شعري قالبونو د ماتيدولو او د شعر د آزاديدلو لور ته هڅه راوانه وه او د فکر له نظره د آزادۍ ولولي د شعرونو د ساه په توګه په دې نويو قالبونو کي ځايدلي.

په کابل کي د علامه محمود طرزي د سراج الاخبار جريدي او په پيښور کي د ارواښاد راحت زاخيلي افغان جريدي د دي نوي شاعري او نوي فکر د خورولو هڅه درلوده او هلته او دلته پښتانه شاعران دي نوي ميدان ته راوتل.

غني خان د نړيوالي جګړي په همدې نا آرامه غيږ کي نړۍ ته سترګي پرانستي. او د ويښتابه په همدې فکري او ادبي زانګو کي يې د خپلي مهرباني مور لولو اوريده.

دی لا وړوکي وو، چي په افغانستان کي سياسي ،فکري، ادبي او وسله والي مبارزې نتيجه ورکړه او افغانانو د علي حضرت غازي امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹م کال کي خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.

ده ښي او کيڼ لاس لا سم نه وو پيژندلي چي د ده پلار پاچا خان په ۱۹۲۱م کال د انجمن اصلاح الافاغنه په جوړولو سره ادبي او ټولنيزه مبارزه پيل کړه. په انجمن اصلاح الافاغنه کي ګڼ شاعران، اديبان، مرببيان، او ټولينز خدمتګاران راغونډ شوي وو.

دوی آزاد سکولونه جوړ کړل، دي سکولونه ته يي تراني جوړي کړي، او په دي سکولونو کي يي ډرامي ښودلي او ادبي غونډي يي جوړولي.

غني خان د دي سکولونو د لومړنيو زده کونکو څخه وو ددې ترانو له لومړيو ويونکو، او ددې ډرامو د لومړيو تمثيلونکو څخه وو.

ده د نبوغ تر حده استعداد درلود. د ژبو په زده کړه او د علم په زده کړه کي ډير وړاندي ولاړ او ورسره يي ادبي څپاند استعداد په څپو شو. کله چي انجمن اصلاح الافاغنه خپل اصلاحي ځای د خدايي خدمتګار سياسي ګوند ته پريښود نو غني خان په ځان باندي ځوان وو او شاعري يي د انقلاب په فضا کي وزري ورپولي.

په ۱۹۲۸م کال کي د پښتون مجلي په خپريدلو سره چي باچا خان چلوله د غني خان سياسي او ادبي مبارزه هم په منظم ډول پيل شوه. د ده د قبر شني خازي د پښتون مجلي سرپاڼه شوي او په شنو وزرونو يي را خوري شوي.

ده خپل د ګډي وډي کالم د همدي وخت نه په پښتون مجله کي پيل کړل او خپل ژور د ملي او سياسي شعور غږ يي پکښي راپورته او خپل پياوړي ادبي استعداد يي پکښي ښکاره کړ.

غني منفرده شاعري پيل کړي وه او منفرد شاعر وو. د ده شاعري خپله وه، هم يي د شعر فکر خپل وو اوهم يي سکښت او جوړښت. هم يي مضمون خپل وو او هم يي شکل. خو د ده ګډو وډو چي د شعر او نثر د ګډون او اوبدون نه جوړي شوي وي دا هم ثابت کړه چي د ده نثر هم خپل انفراديت او خپل هوښلت لري.

د ټوکو په مالګه مالګين او د تنز په مساله ترسکون دي. افسوس چي ده نثر لږ ليکلي نو ځکه لږي خبري پري شوي، خو په ادب او هنر کي د کيفيت په وړاندي کميت هيڅ ارزښت نه لري، نو ځکه غني د منفرد شعر تر څنک د منفرد نثر ليکوال هم دي.

د دوهمي نړيوالي جګړي په ترڅ کي غني پوخ ځوان وو. د نړۍ په ټول سياست پوه وو او د خپلي ملي آزادي فکرونه يي کول. د جګړي په پايي کي که څه هم انګريزانو د متحدينو په مرسته بري ترلاسه کړي وو خو جګړي ډير کمزوري کړي وو او هم د آزادي غوښتني بهيرونه پياوړي شوي وو.

غني د پښتون ځلمي د غورځنګ په جوړولو سره غوښتل د پښتنو آزادي د وسله والي مبارزي له لاري تر لاسه کړي خو دا حرکت د پاچا خان له عدم تشدد سره په ټکر کي وو نو ځکه له منځه ولاړ.

غني خان زړور او صادقه مبارز وو ده په منافقو مبارزينو د طنز درانه ګذارونه کول او هغوي يي غندل. غني زندانونه وګالل خو ژوندي روحيات يي مړه نه شول، د زندان ترخي شپي او شيبي يي د خپلو خوږو او ترسکونو طنزونو په ليکلو او ويلو يي خوږولي او په ژونديو روحياتو يي استقبالولي.

له بلي خوا دي د سياسي هڅو په نتيجه کي پارلمان ته هم ورسيد. په دي توګه غني خان په نا آرامو اغزنو او کړکيچنو حالاتو کي د ژوندانه له ډيرو ګرځندو تير شو او د خپل نبوغ او پياوړي استعداد په مټو د شهرت لوړ مقام ته ورسيد.

ادبي معراج ته يي ځان ورساوه ابدي ژوند يي ترلاسه کړ او دا د نړيوالي جګړي په لوخړو کي زيږيدلي ماشوم نړيوال شهرت او پيژندګلوي ته ورسيد. او د ده د وينا له مخي دا موټي خاوره نه يواځي دا چي مرګ و نه وژلي شوه، بلکي داسي معنوي ژوند يي ترلاسه کړ چي ټول ورته پر څو او څار کي ناست مرګونه يي ووژل او ادبي ژوند يي ابدي شو، خداي دي وبخښي.