1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د غزې بشري فاجعه

د بشري مرستو او د بشر د حقوقو د څوټولنو د يوې څېړنې له مخې، د غزې په تړانگوکې د خلکووضيعت تربل هروخت لاخراب دی. ماشومان اونوي ځلميان ښوونځي ته د تگ ډېرلږچانس لري او د ټولوخلکو د اوبواو د خوړو د توکوتدارکات ډېرخراب دي.

default

په هغوجگړوکې، چې د تېرواوونيوپه ترڅ کې د اسرائيل اوفلسطينيانوترمېنځ د غزې په تړانگوکې وشوې، ترشلوتنولاډېرفلسطيني ماشومان او نوي ځلميان ووژل شول .
د هغوپه ډله کې يوه مياشتنۍ اميره. د غزې په تړانگوکې له فلسطيني مهاجرينوسره د ملگروملتونو د مرسته کونکې ټولنې ) يو اېن آر ډبليو اې ( مدير جون » گينگ « د زورزياتي او بېوزلۍ په هکله د اخطارپه توگه وويل:» د غزې ملکي خلک د سياسي ناکامۍ بيه ورکوي. او دابايد سمدستي تغيروکړي. پرته لدې مونږهغه شېبه خطاکوو، چې ترهغې وروسته بېرته تگ نشته.

خلک به د زورزياتي اوافراطيت لاس ته ورولوېږي او د دغه حالت بدلول به وارپه وارلاسخت شي. سړی بايد يوټکی هېر نه کړي او هغه دا، چې د غزې د تړانگو د اوسېدونکونيمايي تر اتلسو کلونو لږعمرلري اودغه ځوانان د زده کړې چانس له لاسه ورکوي، ځکه، چې مونږ نشوکولای، چې د غزې تړانگوته تباشير، کتابچې، کاغذ، درسي کتابونه اونورورته شيان ورسوو.
د خلکودغه محاصره، دغه مجازات کول هغه بهيرله مېنځه وړي، کوم، چې مونږيې لدغې گډوډۍ نه راايستلای شوای. «

د خيريه ټولنو د څېړنې له مخې، د غزې د اوسېدونکو وضيعت په 1967 ميلادي کال کې له اسرائيلي اشغال راهيسې دومره خراب نه وو.