1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د عزيزي بانک پيسې څرنگه غلا شوي دي؟

وروسته له هغه چې له عزیزي بانک څخه تر یوه میلیون زيات ډالر غلا شول، د دغه بانک چارواکي وايي چې د خپلو کارکوونکو د گومارلو بهیر لا پسې سختوي.

Azizi bank in Kabul 22.02.2010

Azizi Bank in Kabul

د هغو پېسو اندازه چې په دې وروستیو وختونو کې له عزیزي بانک څخه ایستل شوي دي یو میلیون او یوسلو پنځوس زرو ډالرو ته رسیږي. د پېسو د غلا دغه پېښه څه نا څه دوې میاشتې دمخه رامنځ ته شوې وه خو د انترپول د پولیسو د سپارښتنې له مخې رسنيو ته احوال نه وو روښانه شوی.

د عزیزي بانک چارواکي وايي چې د شگوفي په نوم د دغه بانک یوې کارکوونکي چې د «انتقالاتو» په څانگې کې یې کار کاوه تر یو میلیون زيات ډالر د خپلو خپلوانو درو بانکي حسابونو ته استولي دي. دغي ښځي له درو کلونو راهیسې په عزیزي بانک کې کار کاوه.

د عزیزي بانک مرستیال سلیم امید، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د شگوفې د کورنۍ غړو دغه پېسې د عزیزي بانک له بیلابیلو څانگو څخه ایستلې دي. هغه زیاته کړه چې د دغې بانکي غلا یو شمیر عاملان نیول شوي هم دي: «بانک په عین ورځ [د پېښي په ورځ] خبر شو چې دغه شان پېښه شوې ده. د پېښې په اړه مو څارنوالۍ، جنایي او همداراز انترپول ته رپوټ ورکړ.»

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې دغه ټولي پېسې له افغانستان څخه دباندي لیږدول شوې دي او که نه. ښاغلي امید وویل چې د شگوفې د کورنۍ یو شمیر غړي په افغانستان او دوبۍ کې پیژندل شوي او نیول شوي دي. د عزیزي بانک دغه چارواکي روښانه کړه چې د انترپول د سپارښتنو له کبله نه شي کولای چې د شگوفي د اوسني موقعیت په اړه معلومات ورکړي.

د غلا شویو پېسو نامعلومه برخلیک

د عزیزي بانک مسئولان وايي چې مخکې له دې چې شگوفه او د کورنۍ غړي يې د پولیسو له خوا ونیول شي، هغه او د کورنۍ غړي یې په دې توانیدلي دي چې د جعلي پاسپورتونو په مرسته د کابل له هوایي ډگر څخه د هندوستان پر لور پرواز وکړي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې په دې بانکي غلا کې له شگوفې سره د هغې د کورنۍ لس غړي ملگري دي.

ښاغلي امید وویل: «له نیکه مرغه د هغې د کورنۍ یو شمیر غړي چې دوبۍ ته تللي ول وپیژندل شول او دوه تنه یې ونیول شول. هغوی څو ورځې وروسته د افغانستان انترپول ته سپارل کیږي او افغانستان ته را لېږل کیږي.»

د عزیزي بانک د مرستیال د څرگندونو له مخې په غلا شویو پېسو دوه موټر او یو کور اخیستل شوی دی چې موټر او کور اوس د پولیسو تر څار لاندي دي او دا چې غلا شوې پېسې به ډیر ژر عزیزي بانک ته ولیږدول شي.

د عزیزي بانک دغه چارواکي ټینگار وکړ چې د پېسو په ایستلو کې له شگوفې سره د بانک بل هیڅ یوه کارکوونکي همکاري نه ده کړې خو هغه ښکاره کړه چې شگوفه توانیدلي ده چي د بانک د یوه بل کارکوونکي (یوزر او پسورد) غلا کړي او د هغه په حساب هم له بانکه پېسې را وباسي.

د استخدام په پالیسۍ کې بدلون

د عزیزي بانک مرستیال روښانه کړه چې تر دې پېښې وروسته د بانک د گومارنې پالیسۍ بدلون موندلی دی او اوس باید شرکتونه او دولت د دغه بانک د کارکوونکو ضمانت وکړي.

امید وویل: «یو ضمانت کوونکی باید یا د دولت کارکوونکی وي چې دولتي دفترونه یې کار تصدیق کړي. پر دې سربیره شخصي با اعتباره شرکتونه هم کولای شي چې د کارکوونکو ضمانت وکړي.»

د عزیزي بانک اوسني کارکوونکي هم باید بانک ته دغه شان ضمانتونه ورکړي. ځینې داسې رپوټونه هم شته چې د شگوفې ضمانت د عزیزي بانک رئیس کړی وو او د هغه د اعتماد وړ کارکوونکې وه. خو ښاغلي امید دغه خبره رد کړه او ویې ویل: «دا د خلکو آوازې دي.»

د مرکزي بانک نقش

«د افغانستان بانک» یا مرکزي بانک پر خصوصي بانکونو باندي د نظارت کولو مسئولیت لري. د کابل بانک په پېښه کې د دغه بانک د هغه وخت رئیس عبدالقدیر فطرت، په خپله دنده کي په بې مسئولتۍ گرم بلل شوی وو. خو د افغانستان بانک اوسنی رئیس نورالله دلاوري، وايي چې د عزیزي بانک اوسنۍ پېښه د هغوی په څارنیزو مسئولیتونو کې نه شاملیږي: «د دغه بانک [عزیزي بانک] له خوا موږ ته اطلاع نه ده راکړه شوې. دا د هغوی کورنۍ موضوع ده. موږ هم د بانک له یو شمیر کارکوونکو او همداراز رسنیو له لاري په دې موضوع خبر شو.»

د مرکزي بانک مشر وویل چې د عزیزي بانک پېښه یوه بانکي غلا ده او مرکزي بانک یوازې د خصوصي بانکونو له خوا د حسابونو د پرانیستنې او همداراز د پورونو د ورکولو څارنه کوي.

پر پیریدونکو اغیزه

د عزیزي بانک پیریدونکو ویلي دي چې د خپلو پېسو د مصوونیت په اړه اندیښنه لري. د دغه بانک یوه پیریدونکي سمیع الله وویل: «که څه هم د پېسو اندازه کمه ده خو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی. دغه شان پېښي د دې سبب کیږي چې ځیني کسان له بانکونو څخه خپلي پېسې راوباسي.»

د افغانستان خلک د بانکونو له ډیوالي کیدو څخه ډیري بدي خاطرې لري. د کابل بانک له ډیوالې کیدو سره نه یوازې د یو شمیر افغانانو پېسې له لاسه ولاړې، بلکې د پېسو نړیوال بانک افغانستان ته د یوه کاله له پاره له مرستو ورکولو څخه ډډه وکړه.