1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د عراق او افغانستان د جنگونو درس

په سوريه کي د انسان وژني د دوام په پام کي نيولو سره د يوې نړيوالي نظامي مداخلې له پاره غوښتنه وار په وار ډيريږي. خو د ناتو دولتونه دي ته زړه نه ښه کوي، ځکه چي د عراق او افغانستان د جنگونو ترخه تجربه ورسره ده.

د عراق او افغانستان جنگونو د ناټو د دولتونو پر لښکرو باندي ناوړه رواني اغيزې کړي دي، ددغو اغيزو جبران ډير سخت دئ.

يو امریکايي عسکر چي په ۱۹۹۱ ميلادي کال کښي د کويت په جنگ کښي د عراقي لښکر پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو د يوه زغروال ټولگی قوماندان وو په دې پوهيدی، چي د چاپه مقابل کښي جنگيږي، خو کله چي دوولس کاله وروسته بيا عراق ته واستول سو هلته بيا بل ډول جگړه وه:

جان ناگل وايي، چي په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کي د عراق د الانبار په سيمه کي د ياغيانو پر ضد جنگ له پاره وگمارل شوم، چي دا بله جگړه وه:

«ما د لومړي ځل له پاره يو بل ډول جنگ وليد. په لومړي جنگ کښي چي د بيديايي توپان په نامه پيل سو، ما د هغه دښمن پر ضد جنگ کاوه چي يونيفورم ئې درلود. خو د الانبار په جگړه کي له هغه دښمن سره مخامخ شوم، چي ما ئې يوازي سيوری ليده. د هغه او عامو خلکو تر منځ توپير نه کيدی. دا زما له پاره يو ستر چيلينج وو.»

امريکايي سرتيري جان ناگل د عراق له جگړې څخه ډير څه زده کړي دي. هغه اوس د جنگ په يوه کار پوه بدل شوی دئ. سر بيره پر دې هغه «د امريکايي لښکرو د ياغيانو ضد جنگ» په نامه د لاسي کتابچې، چي په ناتو کي دننه د لارښود کتاب په توگه کار ځني اخيستل کيږي، په تأليف کي ونډه اخيستې ده.

هغه د لويديځ اوسنۍ لښکري ددې وړ نه بولي، چي گويا په چريکي جنگ کښي دي بريالۍ سي:

«متعارف لښکري ددې له پاره دي چي د متعارفو لښکرو په مقابل کي وجنگيږي او بريالي سي، هغوی یوه سوټک ته ورته دي چي ميخ ټک وهي، نه دا چي په سوټک دي څوک مېخ را وباسي.»

د جنگ گټل ناممکن دي

دا چي ولي ستر قدرتونه د نوو جنگونو په گټلو کي پاته راغلي دي؟ يوه اوږده څېړنه چي له۱۸۰۰ميلادي څخه تر ۲۰۰۵ ميلادي کاله پوري د ۲۸۶ پاڅونونو په هکله بشپړه سوې ده ښيي چي، تر لومړي نړيوال جنگ پوري په بغاوتي جنگونو کښي د ستر قدرتونو د برياليتوب چانس څلور پر پنځه وو.

څېړنه ښيي چي تر هغه وروسته دغه چانس وار په وار لږ شوی دئ. له ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۵ کاله پوري په داسي جنگونو کښي د هغوی د برياليتوب چانس تر يو پر څلرمي پوري راکښته شوی دئ.

د دغي څېړني يو ليکوال، ياسون ليال دا وضعيت د جنگونو په ميخانيکي کيدو پوري تړي: «کله چي د انسان پر ځای ماشين په کار واچول شي او گزمو ته لږ سرتيري وگومارل شي تر څو په کليو او بانډو کي د دښمن په هکله معلومات راټول کړي، نو ښکاره خبره ده چي تاسي نه شئ کولای يو بغاوت هغسي وټکوی لکه څرنگه چي ئې تاسو غواړئ.»

په غير متناظرو جنگونو کښي، لکه د افغانستان جنگ په ډيرو پرمختللو نظامي تجهيزاتو سمبال لښکر د هغو ياغي ډلو، چي په ډيرو وروسته پاتو وسايلو سمبال دي، جگړه کوي، غټه ستونزه دا ده چي د ياغيانو او د ولسي وگړو ترمنځ توپير ډير سخت دئ.

له دې سره نه يوازي د ياغيانو تعقيب گران کار دئ، بلکي تل دا خطر شته چي لښکري ولسي وگړي او غير جنگي کسان ووژني. له دې سره هغوی بغاوت نور هم پياوړی کوي.

ستر خطرونه

د پخواني امريکايي سرتيري، جان ناگل په نظر د بغاوت ضد جنگ يو مرکزي قاعده، لکه په افغانستان کي، دا ده چي د سيمو فتوحات پکښي اصلي هدف نه دئ، بلکي د ولسي خلکو ساتنه ده:

«په يوه بغاوت ضد جنگ کي ته بايد په دې فکر و نه اوسې چي د فتوحاتو ساحه دي پراخه شي، بلکي په دې فکر کي بايد و اوسې چي څرنگه د عامو خلکو ملاتړ د ځان کړې، که څه هم دا ستا د سرتيرو له پاره خطر له ځان سره لري او حتي کله هم کيداي شي چي ياغيان روغ رمټ وتښتي.»

د المان پوځ د بغاوت ضد جنگ هيڅ تجربه نه درلوده. ددې هيواد د پوځ له پاره غير ښکاره جنگ يو نوی چيلينج وو. د دغه هيواد د دفاع وزارت يو وياند وايي: «موږ اوس هڅه کوو چي ملي پوځ مو له بدل شوو امنيتي -سياسي حالاتو سره سم جوړ کړو.»

خو پوښتنه دا چي آيا د پوځ روزنه او تجهيرات بايد د بغاوت ضد جنگ سره عيار کړای شي؟ کار پوهان ددې پوښتني په ځواب کي وايي، چي د عراق او افغانستان په جنگونو کښي برخه اخيستونکو دولتونو دا درس واخيست چي په نژدې راتلونکي کښي په دغه شان ماموريتونو کي برخه وا نه خلي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل