1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

«د طالبانو تاکتیکونه بدل شوي، خو اهداف هماغه دي»

د ملګرو ملتونو یوه تازه رپوټ طالبان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د ډیریدو له پاره ګرم وګڼل. له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې د افغانستان د چارو کارپوه کریستیان بیرګ هارپویکېن، د طالبانو جوړښت، تکتیکونه او موخې څیړي.

دویچه ویله: له پوځي لحاظه طالبان څوک دي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: طالبان یو منظم جګړه مار ځواک دی. دغه ډله په نسبي توګه له یوې قوي مرکزي قوماندې څخه جوړه ده، چې د شبکيي جوړښت په ترڅ کې بېلابېلې ډلې په آزاده توګه فعالیت کوي. په یوې ځانګړې سیمې باندې کنترول تر لاسه کول د طالبانو مهم هدف دی. په داسې حال کې چې د هغوی پوځي تاکتیکونو ډیر بدلون موندلای دی، خو د هغوی په اصلي اهدافو کې هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی. د طالبانو له پاره پوځي ظرفیت او د سیمې د کنترولولو وړتیا د هغوی د بریا له پاره مهم رول لري.

د هغوی د دقیق شمیر د معلومولو له پاره کومه لاره وجود نه لري،، خو اټکلونه ښیي چې د هغوی په لیکو کې ۱۵ زره جنګیالي موجود دي. په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو په مشرې د پوځي مداخلې وروسته د هغوی په شمیر کې ډیر کموالی راغی.

دویچه ویله: طالبان له القاعدې سره څه ډول تړاو لري؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: د دواړو ډلو تر منځ د پام وړ مناسبات شته، خو په ډیرو مواردو کې اختلافات هم لري. له یوه طرفه، القاعدې خپلې هلې ځلې په نړیواله توګه متمرکزه کړي دي او عمدتا ناراضه مسلمانان چې د لوړې سطحې له زده کړو څخه برخمن وي په خپلو لیکو کې ګماري. له بل پلوه طالبانو خپله توجه افغانستان ته متمرکزه کړې ده او په خپلو لیکو کې داسې جنګیالي ګماري چې د ټیټي سطحې له اسلامي زده کړو څخه برخمن وي او د افغانستان د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي وي. د دواړو ډلو ترمنځ تل ترینګلتیا موجوده وه، او یوازې د ضرورت پر وخت د دغو ډلو تر منځ همکاري رامنځ ته شوې ده. د بیلګې په توګه د ۲۰۰۱م کال ترمخه په نړیواله توګه د طالبانو منزوي کیدل او له دغه کال وروسته د ګډې نړیوالې پوځي جبهې پر وړاندې مقابله یادیدلای شي.

خو دا خبره د یادولو وړ ده چې افغان او پاکستاني طالبان بېلابېلې ډلي دي. چې بیا وروسته تر یوه چتر لاندې راټول شول. دا په داسې حال کې ده چې ځیني پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره نزدیوالی لري او ځیني بیا له هغوی څخه لیرې دي.

دویچه ویله: دا منصفانه خبره ده چې پر طالبانو د ترهګرې ډلې نوم ولګول شي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: که چیرې «ترور» د یوه پوځي تاکتیتک په توګه په نظر کې ونیسو چې موخه یې د ملکي وګړو په نښه کولو سره د ویرې خپرول وي، بې له شکه چې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په کټګورۍ کې راځي. پر دې سربیره د طالبانو د ترور تاکتیکونه، په عراق او نورو ځایونو کې د القاعدې له تاکتیکونه څخه زده شوي دي.

ټولنپوه کریستیان بیرګ هارپویکین، د اوسلو د سولې د څیړنیز انستیتوت (PRIO) مشر دی

ټولنپوه کریستیان بیرګ هارپویکین، د اوسلو د سولې د څیړنیز انستیتوت (PRIO) مشر دی

دویچه ویله: آیا طالبان د ملاتړ یوې نړیوالې شبکې څخه برخمن دي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: نه. په نړۍ کې د یو شمیر نورو یاغي ډلو برخلاف، طالبان د پیاوړې نړیوالې شبکې ملاتړ نه لري. پاکستان یوه استثنا ده، چې په دغه هیواد کې د طالبانو ډیر شمیر مشران ژوند کوي. دغه وسلواله ډله پرته له کوم شک څخه د پاکستان د امنیتي کړیو څخه مرسته تر لاسه کوي. پر دې سربیره طالبان د هغو ډیرو شمیر افغان کډوالو څخه چې په پاکستان کې میشت دي مرسته تر لاسه کوي.

دویچه ویله: د طالبانو اساسي ستراتيژي کومه ده؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: طالبان یو ګړندی او بدلیدونکی پوځي تاکتیک له سیاسي غوښتنو سره یو ځای کوي. له سیاسي لحاظه د طالبانو د جذابیت راز دا دی، چې هغوی د ډیرو په آند له ټینګ نړیوال اشغال او بې کاره افغان حکومت سره جګړه کوي. په دقیق ډول موږ ولیدل چې څرنګه طالبان په تدریجي توګه د خپلو عملیاتو ساحه پراخوي. زیاتره وخت دغه څه په دریو پړاونو کې تر سره کیږي، چې له سیاسي فعالیته پیلیږي، بیا هدفمند پوځي عملیات تر سره کوي او په وروستۍ مرحله کې په دوو دریو کلونو کې خپل دوامداره حضور تثبیتوي. د طالبانو د ستراتیژۍ اصلی عنصر، د یوه موازي ادارې رامنځ ته کول دي چې زیاتره په امنیت او شریعت باندې متمرکزه وي.

دویچه ویله: طالبانو څومره په محلي ملاتړ باندې حساب کولای شي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: زه به ووایم چې په خپلو اصلي سیمو سویل او ختیځ کې د پام وړ ملاتړ له ځانه سره لري. خو د هغوی د ملاتړ دغه شرط په دې پورې تړلی دی، چې بل بدیل نه وي. دغه بهیر نه یوازې سیاسي دی، بلکې په هغه کې یو ډیر ساده عنصر هم رول لوبوي. هغه ځایي مشران او نور خلک چې له حکومته امتیاز نه ترلاسه کوي طالبانو ته جذبیږي. پر دې سربیره طالبان د داسې مشخصو خدماتو پر وړاندې کولو بریالي کیږي چې حکومت یې نه شې وړاندې کولای. اسلامي محکمې د هغې یو مثال دی، چې ډیر ژر تر سره کیږي او فساد ته په کې ځای نشته. که څه هم دغه محاکمې سختې جزاوې لري خو بیا هم په اغلب ګمان هر کلی یې کیږي.

دویچه ویله: په افغانستان کې طالبان د چا له لوري له اقتصادي او لوژیستیکي لحاظه حمایه کیږي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: طالبان په ښکاره توګه د پاکستان له دولتي دستګاه څخه د مختلفو عناصرو له لورې بېلابیلې مرستې تر لاسه کوي. هغوی په اسلامي هیوادونو کې له خپلو شخصی پلویانو څخه هم مرستې تر لاسه کوي، په ځانګړې توګه په سعودي عربستان او د خلیج په نورو هیوادونو کې. طالبان ډیره هڅه کوي چې د خپلو عایداتو منابع هم ولري، په ځانګړې د مالیاتو د بېلا بېلو ډولونو، د مخدره موادو د قاچاق او د طبيعي زیرمو له استخراج څخه عایدات تر ګوتو کړي.

دویچه ویله: ولې طالبانو ته د یو شمیر خلکو له لوري د پياوړو جنګیاليو په توګه کتل کیږي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: طالبان په افغانستان کې جنګیدلي دي. د هغوی په لیکو کې داسې کسان شته چې د افغانستان په پوځ کې یې وخت تیر کړی او یا هم له نورو یاغیانو ډلو سره، خو د هغو کسانو شمیر چې نړیواله تجربه ولري کم دی.

دویچه ویله: په افغانستان کې د طالبانو اصلي اهداف کوم دي؟

کریستیان بیرګ هارپویکین: د طالبانو اهداف ساده دي: امنیت او اسلامي شریعت. امنیت په اصل کې د تګ راتګ له پاره د یوې سیمې د کنترولو د وړتیا په معنی ده، چې د ډیری سوداګرو له لوري د دغه کار هرکلی کیږي. اسلامي شریعت د سختو دودیزو شرعي قوانینو پلي کول دي چې پراخه فزیکي جزاګانې هم لري. په لفظي ډول په فلسطین او یا عربي ټاپو وزمه کې د مقدسو ځایونو په یادولو سره سره افغاني طالبان په سیاسي لحاظ یوازې د افغانستان کنترول ته تمرکز کوي او له نړیوالو هلو ځلو سره کمه لیوالتیا ښيي.

ټولنپوه کریستیان بیرګ هارپویکین، د اوسلو د سولې د څیړنیز انستیتوت (PRIO) مشر دی.