1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د صنعتي هيوادو زراعتي ګمرکي سياست،دنورو دپرمختيا خنډ ګرزي

ښايي هيڅ انسان په دې فکر کي نسي چي د آلمان په شمالي ښار هامبورګ کي دي د قهوې بوټي وکري ، خو سربيره پرهغه د آلمان دغه بندري ښار د اومې قهوې د نړيوالي سوداګرۍ په لوی مرکز بدل شوی دی

په برلین کښي سبا زرغونه يا زراعتي هفته شروع کيږي

په برلین کښي سبا زرغونه يا زراعتي هفته شروع کيږي

دغه اومه مواد له حبشي، کينيا او يا له کولمبيا څخه هامبورګ ته رسيږي او هلته په پخو موادو تبديليږي . خوپوښتنه دا ده چي ولي اومه قهوه په خپلو توليدونکو هيوادونو، حبشې، کنيا يا کولمبيا کي نه پخيږي او نه ژرنده کيږي؟ او يا ولي چاکليت يا شکولاد په هغو هيوادونوکي چي د ککو داني کښت کيږي او توليديږي، نه جوړيږي، بلکه په بلجيم يا سويس کي؟

ځيني د دې پوښتني په ځواب کي ښايي ووايي ، دا په دې وجه چي په پرمختيايي هيوادونو کي د دې کار لپاره پانګي نسته اويا دغه هيوادونه له تخنيکي پوهو څخه بې برخي دي . خو داستونزه د حل وړ د ه . د آزاد بازار د اصولو له مخي، پانګه وال هغه ځای لټوي چي ګټه ورته وکړي . خو په دې سوداګري کي يو بل دردونکی او زبيښونکی اړخ د اروپايي هيوادونو ګمرکي مقررات دي . هغه دا چي : تر هغو پوري چي خام مواد له دريمي نړۍ څخه را روان دي، اروپايي ګمرکونه پر دغو موادو باندي ډير ټيټ محصول اخلي . خو که چيري په هغه يو هيواد کي چي قهوه کرل کيږي او هلته په پخو موادو بدله شي ، بيا نو اروپايي ګمرکونه سل په سلو کي د محصول غوښتنه کوي . نو کوم اروپايي مصرف کونکی چمتو دي چي د قهوې لپاره د اوسني بيعي دوه برابره ورکړي؟

د برلین په زرغونه يا زراعتي هفته کي د روسي زراعتي محصولاتو نمايش

د برلین په زرغونه يا زراعتي هفته کي د روسي زراعتي محصولاتو نمايش

د ځمکي د حارې له سيمي څخه ميوې هم دغسي يوه ستونزه لري : په اوسني وخت کي د کيلو، انناس او داسي نورو حاره يي ميوو باندي اروپايي ګمرکونه په سلو کي يواځي 9 محصول لګوي . که چيري دغي ميوي په خپلو توليدونکو هيوادونو کي په شربت باب يا وچو ميوو باندي واړول شي، بيا نو اروپايي ګمرکونه 149 فيصده محصول غواړي . معنی دا چي : که چيري څوک د هغو اروپايي فابريکو يا شرکتونو سره چي خام مواد په پخو اړوي، سيالي وکړي، د لوړ ګمرکي محصول سره سزا ويني .

دا هغه مقررات دي چي په پرمختيايي هيوادونو کي يې د پرمختيا مخه عملا تراوسه نيولې ده . د اروپايانو دا لطف او کرم هم ګټه نه کوي چي د نړي 49 بي وزلو هيوادو ته وايي ،که چيري تاسي اروپا ته صادرات کوي، نو تخفيف درکول کيږي . ځکه په دې برخه کي هم يو سخت خنډ موجود دی، هغه دا چي : اروپايي هيوادونه وايي : که چيري تاسي غواړي چي ستاسو له خوا په پاخه کړای شوو توليداتو باندي ګمرکي محصول ونه لګوو يا لږ ګمرکي محصول ولګول شي، شرط دا دی چي د اړوند توليد ټول ترکيبونه، د مثال په ډول ميوه، کيمياوي رنګ ورکونکي مواد، د کانسرو کولو مواد، قطعی، بوتل ، کريټ يا نور داسي مواد، معنی دا چي له الف تر يا پوري ټول خپله توليد کړي او بيا يې مونږ ته راوليږي . خو د نړی ډير بي وزلي هيوادونه ددې ډول توليداتو لپاره نه بنسټيز مواصلات لري او نه هم تخنيکي امکانات .

په بل عبارت : د پرمختيا په حال کي او بې وزلي هيوادونه په حقيقت کي له هغو امکاناتو څخه بې برخي دي چي د اروپا د اوسني سوکالی او شتمنتوب سبب ګرځيدلي دي .

Grüne Woche 2010 Chiquita

د جرمني د هامبورګ د ښار سوکالي له دې برکته ده چي هلته د اومو موادو د پخولو لپاره تخنيکي وسايل او نور ټول امکانات موجود دي .

که چيري صنعتي هيوادونه رښتيا هم غواړي چي په نړی کي د فقر او محروميت پر ضد مبارزه وکړي، څرنګه چي له لسيزو را په دې خوا يې ژمني کوي، نو د پرمختيا په مخکي دي اچول شوي خنډونه ليري کړي .

ددغه هدف څخه دي ټول هغه خلک ملاتړ وکړي، چي په برلين کي د نړيوال زرغوني اوني تر نامه لاندي په يو نړوال نندارتون کي د پرمختيا په حال کي د هيوادونو د نباتي توليداتو مزه څکوي، که هغه ميوې دي، که هغه د ميوو شربتونه او که هغه نور خواږه او ترخه شيان دي . بيله دې د نړيوالي زرغوني اونی نندارتون هيڅ معنی نه لري .

يې پيسن / حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري