1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د شيخ زايد پوهنتون زراعت پوهنځي ته يو کتابتون جوړ شو

د خوست د شيخ زايد پوهنتون د کرهڼې په پوهنځي کې د مطالعې له پاره يو لوى کتابتون جوړ او پرانستل شو. دا وخت د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۲۶ پوهنتونونه فعالیت لري.

دا کتابتون چې په لسګونه جلده بېلابېل زراعتي کتابونه لري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر په مالي لګښت جوړ شوى دئ. د خوست د شيخ زايد پوهنتون ریئس دوکتور ګل حسن وليزى وايي، چې د دې کتابتون په جوړيدو ٢١ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی.

په تیرو ورځو کې د کندهار د پوهنتون د پوهنځیو شمیر هم ۱۲ ته لوړ شوی.

په تیرو ورځو کې د کندهار د پوهنتون د پوهنځیو شمیر هم ۱۲ ته لوړ شوی.

نوموړي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د دې کتابتون د جوړيدو له امله مننه کړې او زياته ئې کړه، چې دا به د کرهڼې د پوهنځي د استادانو او محصلينو سره ډیره مرسته وکړي او دوى به په ښوونيز ډګر کې د زياتو معلوماتو له پاره له دې کتابتون څخه ګټه پورته کړي.

په سويل ختيځو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي نماينده کريسټوب سيلون وايي، چې دا کتابتون يواځې د کرهڼې پوهنځي ته جوړ شوى او دا يوه کوچنۍ پروژه ده.

اوس په ډیرو پوهنتونونو کې د نورو زده کړو تر څنگ د کمیوټر زده کړې هم تر سره کیږي.

اوس په ډیرو پوهنتونونو کې د نورو زده کړو تر څنگ د کمیوټر زده کړې هم تر سره کیږي.

نوموړى زياتوي، چې دوى هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د خوست له شيخ زايد پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې زياتې مرستې وکړي.

دا پداسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د شيخ زايد پوهنتون د طب او انجينري پوهنځي له پاره هم کتابتونونه جوړ شوي او دا مهال اړتيا ليدل کيږي چې د نورو پوهنځيو ترڅنګ د ادبيات او ژورنالېزم پوهنځي هم د خپلو محصلينو د مطالعې له پاره ورته کتابتونونه ولري.

فریدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: سید ریاض