1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د شلو هيوادونو غونډه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده

دکاناډاد تورونتو په ښار کي د شلو هیوادونومشران د اقتصادي سیاست د پرمخ بيلو په هکله موافقې ته سره رسيدلي دي.

G20 يا د شلو هيوادونو د مشرانو غونډه

G20 يا د شلو هيوادونو د مشرانو غونډه

په دې سياست کي به هم اقتصادي ودي ته پاملرنه کيږي او هم بايد ددولتي بودجو دکسر مخنوی وسي.

د شلو هيوادنو د سرمشريزي په پای کي په يوه اعلامه کي ويل سوي دي چي، صنعتي هیوادونه بايد تر2013 ميلادي کال پوري خپل دبودجې کسر نیمايي ته را ښکته کړي.

د المان لومړۍ وزیري انګیلا ميرکل د غونډي د پریکړو په هکله خپل رضايت ښودلی او وايي چي، ستر صنعتي هيوادونه لکه آلمان به په دولتي بودجه کي دسپما لاره غوره کړي.

خو هم د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او هم دځینو نور هغه هیوادونو استازي چي د صنعتي کېدو په درشل کي دي ددې ګواښ کوي چي،د صنعتي هيوادونو زياته سپما به د اقتصادي ودي تموجاتو ته تاوان ورسوي.

د هغوئ په نظر په تيره بیا به په صنعتي هیوادونو کي دننه د تقاضاو سطحه را ټیټه کړي.

د یو بل خبر د مخه نن هم په تورنتو کي د اقتصادي مسائيلو د نړیوال کېدو پر ضد مظاهرې او احتجاجونه روان و. په دغه مظاهرو کي تر اوسه پوري د پوليسو له خوا 600 کسه نیول سوي دي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل