1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د شریف سل ورځني حکومت ته کتنه

شریف په ټاکنو کې لویې ژمنې کړې وې. په دغو ژمنو کې اقتصادي وده، د تاوتریخوالي له منځه وړل، د بریښنا منظمول او له گاونډیو سره د اړیکو ښه کول شامل ول. کارپوهان وایي چې شریف د خپلو ژمنو په پوره کولو نه دی توانیدلی.

epa03837910 Pakistan's Prime Minister Nawaz Sharif talks with journalists during a press conference with Afghan President Hamid Karzai (not in picture) in Islamabad, Pakistan, 26 August 2013. Afghan President Karzai arrived in Islamabad on 26 August, to meet Pakistani Prime Minister Sharif to seek support for the revival of peace talks with Taliban and to improve frayed ties with Islamabad. It is Karzai's first visit to Pakistan since the new government of Prime Minister Nawaz Sharif took office in June. EPA/T. MUGHAL +++(c) dpa - Bildfunk+++

Pakistan Premierminister Nawaz Sharif

کورنۍ سوله، د بریښنا پرله پسې غوڅیدو ته د پای ټکی ایښودل، د اقتصاد بیاوغول او له ګاونډیو هیوادونو هند او افغانستان سره د اړیکو ښه کول، د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند د ټاکنیزې مبارزې لوی شعارونه ول چې هغه یې د مې په میاشت کې قدرت ته ورساوه. اوس د نوازشریف له حکومت څخه څه باندې درې میاشتې تیرې شوې دي، خو د نوموړو ژمنو د پوره کیدو نښې نښانې نه لیدل کیږي. بیا هم څارونکي د دې مودې په هکله منفي ارزونې نه کوي ځکه شریف پخپله اعتراف کوي چې د دغو ستونزو حل کول دومره هم آسانه نه دی چې ګمان یې کیږي.

په اسلام آباد کې د «تقنین د پرمختیا له پاکستاني انستیتوت» څخه چې یو ناپلوی بنسټ دی آسیه ریاض، د شریف د حکومت ستر قوت د اپوزسیون د ګوندونو پر وړاندې د هغه په چلند کې وینی: «دا د ستاینې وړ خبره ده چې که څه هم شریف په ملي اسامبلې کې ستر اکثریت لري، خو بیا یې هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د حکومت په جوړولو کې د اپوزسیون واکمنی ته درناوی وکړ.» دغې سیاست پوهې دویچه ویله ته وویل چې دا کار «په اوږدې موده کې په پاکستان کې د دیموکراسي له ودې سره مرسته کوي». نوموړې دغه راز په ټاکنو کې له بریالیتوب څخه وروسته چین ته د نواز شریف سفر هم د خپل هیواد د اقتصادي وضعیت د رغولو له پاره مهم وګاڼه.

د نړیوال وجهی صندوق پور د اقتصادی وضعی د ثبات لپاره

د سپتمبر په پیل کې نړیوال وجهي صندوق د پاکستان له پاره د ۶،۷ میلیاردو ډالرو نوی پور ومانه چی د درو کلونو په موده کې به پاکستان ته ورکړ شي. له دې سره پاکستان د خپلو پخوانیو پورونو د بیرته ورکړې او خپلو لگښتونو د تمویلولو توان ترلاسه کوي. که څه هم حکومت له نړیوال وجهي صندوق څخه د دغه ستر پور ترلاسه کول یو بریالیتوب بولي، خو کار پوهان شک لري چی نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک دې وکړای شي په یوازیتوب سره د پاکستان ویجاړ اقتصاد ورغوي. خالق کیاني د ډان د ورځپانی تحلیلونکی وایی: «د حکومت اقتصادي وضعیت دومره خراب دی چې آن د خپلو مامورینو د معاش له ورکړې هم عاجز دی. دولتي شرکتونه، لکه د پاکستان هوایي شرکت او د پاکستان د فولادو فابریکې د خپلی بقا له پاره هره ورځ مالي مرستو ته اړتیا لري. حکومت کوم اقتصادي پلان نه لري.»

د طالبانو پر وړاندی د دیالوګ شخړه ییز سیاست

د دوام لرونکي اقتصادي کړکیچ څخه زیات پاکستان له زوریاتیو څخه زوریږي. د پاکستان د پخواني ولسمشر آصف علی زرداری، د پیپلز د ګوند د واکمنۍ په موده کې په زرګونو پوځي او ملکي پاکستانیان د اسلام پالو زورپالونکو په بریدونو کی ووژل شول. په ټاکنو کی له بریالیتوب څخه وروسته نواز شریف اعلان وکړ چې هغه به د افراطیانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو پر ځای د دیالوګ لاره غوره کړي. دغه شان یو سیاست د عمران خان تحریک انصاف ګوند هم تعقیبوي چې په ناکراره صوبه خیبر پوښتونخوا، کی حکومت کوي.

ځینې څارونکي په دې نظر دي چې د نواز شریف دغه ډول پالیسي همدا اوس یو څه ګټه کړې ځکه د زور زیاتیو په کچه کې کموالی راغلی دی. په اسلام آباد کې د «سولې د مطالعاتو له انستیتوت» څخه امیر رانا، وایي: «له طالبانو سره د دیالوګ سیاست اغیزمن تمام شوی دی [...] دا په پاکستان کې لومړی حکومت دی چې د کورني امنیت د ساتلو مسوولیت یې پر غاړه اخیستې دی. پخوانیو حکومتونو دا مسوولیت پوځ ته سپارولی وو.»

امیر رانا یادونه کوي چې نواز شریف نه غواړي چې «د ترهګری پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ طرحه د پوځ ته وسپاري». د دوشنبې په ورځ د اپوزیسیون ګوندونو له پاکستاني طالبانو سره د حکومت د روغې جوړې له سیاست څخه ملاتړ وکړ. د صدراعظم په مقر کې د ټولو ګوندونو په کنفرانس کې د پوځ او د استخباراتو مشرانو هم ګډون کړی وو.

خو ځینې کارپوهان شک لري چې د نواز شریف د حکومت دا پالیسي دې زیاته ګته وکړي ځکه پخوانیو حکومتونو هم له طالبانو سره د دیالوګ له لارې څه لاس ته نه دي راوړي. په پېښور کې د پرمختیایي چارو کارکونکی او سیاسي فعال مقصود احمد جان، وایي چې د پاکستان نوي مشري اصلاً د ترهګرۍ ضد مبارزې له پاره هیڅ طرحه نه لري. هغه زیاتوي: «نه شریف او نه هم عمران خان کوم پلان لري چې څرنګه له طالبانو سره چلند وکړي.» احمد جان له دویچه ویله سره په خبرو کې ټینگار وکړ: «په خیبر پښتونخوا کې د ایالاتي حکومت مشر آن لا مخکې ادعا کړې وه چې دی نه پوهیږي چې په دغې صوبې کې څوک د ترهگرو بریدونو تر شا دي [...] د پاکستان نوی حکومت د خبرو اترو په پلمه د طالبانو جنایتونه له پامه غورځولي دي.»

له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې

کله چې نواز شریف په ۹۰مې لسیزې کې د حکومت صدراعظم وو، نو هغه له هند سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو په لټه کې شوی وو. دا ځل هم هغه په دی لاره کې ښه اراده او نیت وښود چې د نوي دهلي له خوا ترې هرکلی وشو. خو په وروستو اوونیو کې د کمشیر د ګډې پولې په اوږدو کې یو څو نښتو چې په پایله کې یې مرگژوبله هم رامنځ ته شوه د«سوله ییز ګاونډیتوب» هیلې یو ځل بیا شا ته اچولي دي. د متحده ایالاتو د سولې له انستیتوت څخه پاکستاني کار پوه موید یوسف، وایي: «د اړیکو د عادې کولو له پاره هر نوی پیل د ترهگرۍ د اور له خنډ سره مخامخ شوی دی. په دواړو خواوو کې ځینې قوتونه شته چې د اړیکو ښه کیدل نه غواړي.»

سربیره پر دې په افغانستان کې د پاکستان د نقش په هکله د نوي دهلي بدګمانې د پاکستان او هند په اړیکو کې یوه بله لویه ستونزه ګنل کیږي. هندیان ویره لري چې له افغانستان څخه د ناتو له وتلو وروسته ښایي بیرته په نوموړي هیواد کې یو اسلام پاله رژیم قدرت ته ورسیږي.

DW.COM