د پاکستان د کریکټ نوموتي لوبغاړي شاهد آفریدي، بالاخره له نړیوال کریکټ سره مخه ښه وکړه. په دې انځوريز راپور کې د هغه مسلکي ژوند کتنه شوې چې ۲۱ کاله پکښې رانغاړي.
صاحبزاده محمد شاهد خان آفریدی د ۱۹۸۰م کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې نړۍ ته سترگې پرانیستې دي. شاهد آفریدی پر خپلو بې سارو وړتیاوو سربیره هم په پښتنو میشتو سیمو کې ډیر مینه وال لري.
په ۱۹۹۶م کال کې د سریلانکا خلاف یوه لوبه کې شاهد آفریدي په ۳۷ توپونو د سلیزي جوړولو ځانگړی ریکارډ په خپل نوم کړ او له هغې وروسته په ناڅاپي توگه مشهور شو. هغه مهال دی ۱۶ کلن وو. د شاهد آفریدي په یوه ورځنیو لوبو کې د گړندۍ سلیزي ریکارډ په ۲۰۱۴م کال کې د نیوزیلنډ توپ وهونکي کوری ینډرسن مات کړ. اینډرسن په کوینز لنډ کې له ویسټ انډیز سره په لوبه کې په ۳۶ توپونو سلیزه وکړه.
شاهد آفریدی نه یوازي د تکړه توپ وهني په سبب مشهوره شو، بلکې د لېگ سپېن بالنگ یا توپ اچوني سبب یې د انتقاد کوونکو زړونه وگټل.
شاهد خان آفریدی چې د «بوم بوم آفریدي» په نوم هم شهرت لري د خپلې ښې توپ وهنې په سبب د پاکستان د کریکټ لوبډله په ډیرو لوبو کې د بریا ډگر ته رسولې ده. د ۲۰۰۹م کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې په ټولو اړخونو کې د ښې لوبي له کبله د پاکستان لوبډله د دغه جام اتله کړه.
شاهد خان آفریدي په ۱۹۹۸م کال کې له آسترالیا سره خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه. دغه لوبه چې په کراچۍ کې وه پکښې شاهد آفریدي د لوبې په لومړي اننگز کې پنځه ویکټې په خپل نوم کړې، خو په توپ وهنه کې ډیر نه وځلید.
شاهد آفریدي په ۲۰۱۰م کال کې له کریکټ ټیسټ لوبو سره مخه ښه وکړه. هغه په دغه برخه کي په خپل لنډه مسلکي پرمختگ کې ۲۷ لوبې وکړې. په دغه بڼه کې هغه ۱۱۷۶منډي کړي، چې تر ټولو زیاتې یې په یوه لوبه کې ۱۵۶وې. په ټیسټ لوبو کې هغه ۴۸ ویکټې هم اخیستي دي. د کریکټ چارو ځیني پوهان په دې آند دي چې هغه ژر له ټیسټ لوبو سره مخه ښه وکړه.
شاهد آفریدي په نايروبي کې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه له سریلانکا سره په ۱۹۹۶م کال کې وکړه. په یوه ورځنیو لوبو کې د هغه سفر اوږد وو. آفریدي په ۲۰۱۶م کال کې هم د لوبې له دغې بڼې سره خدای پاماني وکړه. هغه ۳۹۸ یوه ورځنۍ لوبې کړي چې پکښې ټولې منډې یې ۸۰۶۴ ته رسیږي. هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۳۹۵ ویکټې هم اخیستي دي. په یوه ورځنیو لوبو کې د ده تر ټولو زیاتې منډې ۱۵۶دي.
د آفریدي د مسلکي ژوند په اوږدو کې څو شخړې هم راپورته شوي دي. د ده له خوا د څرگندونو سربیره پر ده باندې یو ځل د «بال ټیمپرنگ» یا په ناقانونه توگه د توپ بڼي ته بدلون ورکول تور هم په اثبات رسیدلی دی. په ۲۰۱۰م کال کې د آسترالیا په پرت کې په یوه لوبه کې هغه لیدل شوی وو چې توپ په غاښونو خرابوي. وروسته بيا پر ده باندي په دوو شل اوریزو لوبو کې د نه گډون پریکړه شوې وه.
شاهد خان آفریدي ته یو ځل د کریکټ پېچ، د خرابولو د هڅې له کبله هم سزا اورل شوې وه. په ۲۰۰۵م کال کې په فیصل آباد کې د انگلستان پر وړاندي یوه ټیسټ لوبه کې په خپلو بوټانو د ویکټ د خرابولو د هڅې د سزا په تور پر ده باندې په یوه ټیسټ لوبه او دوو یو ورځنیو لوبو کي د بندیز پریکړه شوې وه.
آفرېدي په ۲۰۰۶م کال کې خپله لومړۍ ټي ټونټي یا شل اوریزه لوبه تر سره کړه او په دې سره یې په ۹۸ لوبه کې د پاکستان استازیتوب وکړ. د خپل تیز توپ وهني له کبله په ځانگړې توگه په شل اوریزو لوبو کې هغه خطرناک توپ وهونکی گڼل کیږي.
شاهد آفریدي، د پاکستان سپر لیگ په تجارتي سیالیو کې د پیښور زلمي استازیتوب کوي. له نړیوال کریکټ سره تر مخه ښې وروسته شپږ دیرش کلن آفریدي وویل چې د خپلو مینه والو له پاره نور دوه کاله هم په پاکستان سپر لیگ، سیالیو کې د لوبیدو اراده لري.
د د می مياشتي پر ۳۱ نیټه به د کریکټ د شل اوریزو لوبو اتله لوبډله ویسټ انډیز د راشد خان په ګډون د نړۍ له غورو لوبغاړو جوړي لوبډلې سره خپل بخت و آزمويي.
افغانستان د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام د غوراوي په فاینل لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره د دې سالیو اتلولي په خپل نامه کړه. په دې سیالیو کې راشد خان هم د ۱۰۰ ویکټو په اخیستو بل نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.
افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا د اسیا کپ په پای لوبه کې پاکستان ته له سختې ماتې ورکولو سره، د دې سیالیو اتلولې خپله کړه. دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان دغه کپ خپل هیواد ته وړي.
د افغانستان کریکټ په ۲۰۱۷م کال کې ستري لاسته راوړني لرلې چې تر ټولو مهمه یې د کريکټ نړیوالي شورا افغانستان ته د ټیسټ درجه ورکړه. خو کریکټ بورد د نوي کال له پاره هم پراخ پلانونه لري.