1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د شاریتې د روغتون بې ساری موزیم ښایي وتړل شي

د برلين شاريتې روغتون په اروپا کې يو تر ټولو لوی پوهنتوني کلینیک دی. دلته د طب ډاکتران او څېړونکي د خلکو علاج کوي، خپلې څېړنې مخ ته بيايي او په اوچت معيار درس ورکوي. هغه یو موزیم هم لري چې ښایي وتړل شي

د برلین د شارینې روغتون

د برلین د شارینې روغتون

د شاريتې کلينيک د پراخې ساحې غاړې ته د سرو خښتو يوه دنګه ودانۍ ولاړه ده. دغه د پاتولوژۍ موزيم، ۱۱۲ کاله پخوا پرانستل شوی و. د رودولف ويرشوو په نوم آلماني څېړونکي دغسې يو خيال درلود او غوښتل يې چې د پتالوژۍ او اناتومۍ د بېلګو يوه هر اړخيزه مجموعه راغونډه کړي.


«د خپل کاري ژوند په پای کې هغه ۲۳ زره لمدې او وچې د انساجو بېلګې راغونډې کړې وې. په هغو کې د انسان د پوستکي لاندې د بدن ټول غړي راتلل، لکه د زړه، يينې، پښتورګو او سږو بېلګې، کومې چې په نارواغيو اخته وې.»


دغه څرګندونې توماس شنالکه کوي چې د طبابت د تاريخ د ننني موزيم مشر دی. دغه لرغونتون تر اوسه په همغه پخوانۍ ودانۍ کې ځای پر ځای دی او د لويديځ د طبابت د وروستيو درې سوو کلونود پرمختګ يو بشپړ انځور وړاندې کوي. نندارې ته وړاندې شوي توکي په ښيښه يي لوښو کې راغلي ډېر ارزښتناک د بدن غړي دي چې نه ورته په دويم نړيوال جنګ کې زيان رسېدلی دی او نه په پنځوسمو کالونو کې يوې اورلګېدنې ورته ګواښ متوجه کړی دی.

توماس شنالکه، د طبابت د تاریخ د موزیم مشر

توماس شنالکه، د طبابت د تاریخ د موزیم مشر


«ډېرۍ نندارچيان دا پوښتنه لري چې زړه، يينه، پښتورګي او يا سږي څنګه ښکاري؟ يعنې هم په روغ او هم په ناروغ حالت کې څنګه معلوميږي. ځانګړي جوړښتونه يې څه دي؟ هم به وړه او هم په ټوليزه کچه. بدن څنګه فعاليت کوي او کوم ګواښونه ورته متوجه دي؟ طب کومې لارې چارې تعقيبوي تر څو دغه ګواښونه رفع شي؟»


ځکه نو نندارچيان دغو ښيښه يي لوښو ته دريږي چې نندارې ته ايښودل شوي دي او په ډېرې لېوالتيا او هم يو څه ناراحتۍ سره د بدن د غړيو بېلابېلو نمونو ته ګوري. دلته د جنين يا د مور په ګېډه کې د ماشوم بېلابېل معيوب حالات هم تشريح کيږي.


«د نولسمې ميلادي پېړۍ په نيمه يي کې دغسې معيوب ماشومان د علمي نړۍ يو ستر راز بلل کېده. دغه معيوبيت د ډېرو څېړنو لامل وګرځېد. هيله دا وه چې د ناروغو غړيو د لارې به د روغ بدن په هکله هم معلومات حاصل شي.»


دغسې ناروغ غړي رودولف ويرشوو په ۱۸۹۹ م کال کې د پتالوژۍ د موزيم د پرانيستنې پر مهال هم نندارې ته ايښي ول، ځکه چې دا هم د طبيعت او پنځون دغسې پديدې او بڼې دي چې بويه ورباندې علمي څېړنې وشي. سره له دې چې نوموړي ډاکتر او څېړونکي ناروغ انساج او د بدن غړي څېړل، خو غوښتل يې  چې د ژونديو ناروغانو حالت ښه کړي. هغه غوښتل چې د حجرې په سطح د ناروغۍ علايم او نښې نښانې پيدا کړي، تر څو يې درملنه ممکنه کړي.


«درملنه هرومرو وخت او زمان پورې تړلې خبره وه. دا په دې معنا ده چې ۱۵۰ کاله پخوا خلکو بېلې انګېرنې لرلې. دغه کارونه راته نن سبا یو څه عجيبه غوندې ايسي. په بله وينا ويلای شو چې شکر خدايه، چې نن مو پرمختګ کړی دی.»

رودولف ویرشوو، د شاریتي د روغتون د طبی موزیم بنسټ ايښودونکی

رودولف ویرشوو، د شاریتي د روغتون د طبی موزیم بنسټ ايښودونکی


د انګېرنې فرصتونه ډېر وي کله چې سړی د طبابت د تاريخ په لرغونتون کې له دغه دايمي نندارتون څخه ليدنه کوي. اصلي موخه يې دا نه ده چې د ښاغلي ويرشوو لخوا راغونډ شوي توکي وښېي او نندارې ته وړاندې کړي، بلکې نندارچيان د طبابت د درې سوه کلن يون په هکله خبروي. دلته د پرمختګونو او شاتګونو په هکله معلومات راغونډ شوي دي. دلته دغسې ناروغۍ تشريح کيږي لکه کولرا، نری رنځ او جنسي ناروغۍ. دلته د نظافت په هکله معلومات شته او د جراحۍ سامان آلات د ليدو وړ دي چې جراحي عمليات په کې هم تشريح کيږي.


«موږ د اناتومۍ داسې يو تالار دلته ښېيو چې په ۱۷ سووم ميلادي کال کې رايج و، د اناتومۍ يو موزيم لرو، د پتالوژۍ یوه خونه، لابرواتوار، د نارغانو بستر، د انساجو يوه مجموعه، او د طبابت هغه اړخ هم ښېو چې نن يې ناروغان پېژني يعنې د ناروغانو يوه عادي کوټه.»


ښاغلی توماس شنالکه زياتوي چې انسان د خپلې نيمګړتيا او اړتيا له کبله او د ناروغېدو د وړتيا له کبله د طبابت لپاره يو تلپاتې چلنج وي. که هر څومره عملي او طبي پرمختګ هم وشي.

بارتلیک/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM