1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د سیاچین پر سر د پاکستان او هند نوې خبرې اترې

هندي او پاکستاني چارواکي اوس په دې لټه کې شوي دي چې د غرنۍ سیمې سیاچین، شخړه سره حل کړي. دا پریکړه له هغه وروسته شوه چې په اپریل کې ۱۴۰ پاکستاني سرتیري په واورو کې تری تم شول.

د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کیاني له نوموړې پېښې وورسته اعلان وکړ چې د سیاچین غرنۍ واورین سرحد دې «غیرې پوځي» شي او په هندوستان ئې غږ وکړ چې له دې لاری کیدای شي چې په خبرو اترو کې د کلونو ځنډ له مینځه لاړ شي.

خو هند چی په ۱۹۸۴ کال کې د دغې غرنۍ سیمې ډیره لوړه څوک اشغال کړې ده، په دې نظر دئ چې د سیمې په ژورو برخو کې د پاکستاني پوځي مرچلو د څارنې او د هندي کشمیر د دفاع له پاره سیاچین «ژوند بښوونکی» اهمیت لري. د هند تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په بغاوت کې چې نوی دهلي ئې پړه پر اسلام آباد اچوي تر اوسه پورې په لسونو زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

پاکستاني سرتیرو څو ځلي هڅه وکړه چې د سیاچین نوموړي لوړه څوکه له هندي ځواکونو بیرته ونیسي خو هیڅ کله هم د دې کار په ترسره کولو نه دي بریالۍ شوي.

سره له دې اوس بیا دواړه اړخونه هڅه کوي چې د حل لاره پیدا کړي. د پاکستان د راولپندۍ په ښار کې د دواړو هیوادونو د دفاع وزارتونو چارواکي دوې ورځي له یو بل سره غږیږي.

د هند د دفاع وزیر ای کې انتوني (A.K. Antony) لا مخکې ویلي دي چې له دې خبرو اترو ډیر زیات انتظار نه کیږي. هغه ویلي دي: «هند به د سیاچین په هکله خپل دریځ پاکستانیانو ته په دې خبرو اترو کې روښانه کړي.» هغه تیره اونۍ وویل: «زموږ ملي امنیت تر هر څه لومړیتوب لري.»

په اټومي وسلو سمبال د دغو دوو ګاونډیو سیالو هیوادونو تر منځ د سیاچین پر سر په تیرو کلونو کې ۱۲ ځلي خبرې اترې شوې دي خو هر ځل هغه له ځنډ سره مخامخې شوې دي.

پاکستاني لوري هم تر اوسه پورې د خبرو اترو د نوي پړاو د پایلو په اړه چوپتیا غوره کړې ده. د پاکستان د دفاع وزارت ویاند سهیل آفتاب، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «دواړه خواوې پر سیاچین او ځینو نورو اړوندودفاعي  موضوعاتو باندې سره خبرې اترې کوي.»

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له یو بل څخه جلا شوي دي. له دې وخت راهیسې دغو دواړو هیوادونو له یو بل سره درې ځلي  جګړه کړې ده. پاکستان او هندوستان د نورو موضوعگانو تر څنگ د کشمیرد موضوع پر سر سره دوه ځلي جگړه کړې ده. نوی دهلي او اسلام اباد دواړه پر ټول کشمیر باندې د ملکیت دعوا لري.

تیر کال هندو او پاکستان یو ځل بیا پخپل منځ کې خبرې اترې پیل کړې. دغه خبرې اترې په ۲۰۰۸ کال کی په مومبیي کې د وسلوالو اسلام پالو له خوا د ۱۶۶ کسانو له وژل کیدو وروسته په ټپه دریدلې وې. هندوستان له پاکستان څخه غواړي چې د دغو بریدونو عاملین، چې د هغوی په اند په پاکستان کې دي، دې هیواد ته وسپاري خو پاکستان وایي چې دغه کسان په دې هیواد کې نه دي.

شنونکي وایي چې د پاکستان په اړخ کی هند ته د نزدیوالي له پاره لیوالیتا لیدله کیږي، ځکه چې دا هیواد له اقتصادي لحاظه سخت ځپل شوی دئ او په داسې حال کې چې په شمال لویديځ پولو کې د طالبانو له بغاوت سره لاس او ګریوان دئ غواړي پخپلو ختیځو پولو کې کش او کړپ ته د حل لاره پیدا کړي.

خو هند له امریکا سره ګډ نظر لري او هغه دا چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د زور پالونکو په ټکولو کې پاتې راغلی دئ او یا د زړه له کومی د هغوی پر ضد عمل نه کوي. دغه زور پالونکي له نوموړو سیمو څخه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او هند ګټو ته وخت په وخت ګواښونه پیدا کوي.

د هند کابینې تیره اونۍ د سیاچین پر موضوع خبرې وکړې. خو د دغې غونډې جزئیات بربڼد نه شول. د هند یو دفاعي چارواکي وویل: «د سیاچین په اړه زموږ دریځ ټولو ته روښانه دئ. هند به هیڅکله د دغې غرنۍ سیمې له لوړې څوکې څخه خپل سرتیري را و نه باسي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش