1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د سپيني ماڼۍ د مشرۍ پر سر روانه مبارزه وروستي پړاو ته رسيدلې ده

امريکايان د اکتوبر د مياشتي پر 11 نېټه نوی ولسمشر ټاکي چي هغه ته نه يوازي امريکايان بلکي ټوله نړۍ د اميدونو په سترګه ګوري

د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما او د جمهوريت غوښتونکو د ګوند کانديد جان مک کين د انتخاباتي مبارزې په وروستي پړاو کي

د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما او د جمهوريت غوښتونکو د ګوند کانديد جان مک کين د انتخاباتي مبارزې په وروستي پړاو کي

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سياسي مبصير پطر فليپ ليکي کله چي د امريکا وگړي د اکتوبر پر 11 نېټه خپل نوی اولسمشر ټاکي، نو بيا به دا خيال نه ساتي، چي د هغوی د پلانونو اصلي ټکی اورپا او حتی آلمان دی. که چيري خبره د بهرنيو هيوادونو وي، نو بيا خو په لومړي سر کي هغه څوک راځي چي دوی مستقيمي اړيکي ور سره لري : په لومړۍ درجه کي عراق، ممکن افغانستان او هم ايران، مگر طبيعي خبره ده چي اسرائيل او فلسطين هم.

د دې برخلاف ټوله نړۍ په تيره بيا آلمان د امريکا د اولسمشرله ټاکنو سره زياته علاقه لري، او يو شمېر هيوادونه دا باور لري، چي د دوی آينده همدا ټاکني تعينوي.

البته دا کوم غلط برداشت هم نه دئ. ځکه نه يوازي نړيوال کول او موجوده اقتصادي بحران راته دا درس راکړی، چي نن ورځ ټول يو له بل سره اړيکي لري، او کله چي په اصطلاح د اطلس د سمندر پر اخوا زکام لگيږي، نو ورسره دا خوا هم ور سره ترچيږي. نو دا طبعاً زموږ په گټه ده، چي په امريکا کي د هغه پر ضد تدبيرونه ونيول سي. هغه که په اقتصادي برخه کي وي، د چاپيريال ساتني او همدا رنگه د نظامي او ځواکمنتوب په سياست کي. د سپيني ماڼۍ موجوده مشرتابه تر اوسه پوري په دې ټولو برخو کي نيمگړتياوي پريښي وې. او د ده د واکمنۍ په پای کي نړۍ کوم مثبت پرمختگ نه دئ کړی او حتی له پخوا نه ژوبله سوې ده.

فليپ وړاندي ليکي، چي له دې سره د امريکا د متحده ايالتو اعتبار او حيثيت تر زياتي اندازې پوري زيانمن سوی. هغه نه يوازي په اروپا بلکي په ټوله نړۍ کي. او د نړيوالو نيوکي په عمومي ډول سره ټولي امريکا او ځانګړې توګه بوش، ته متوجه دي.

حتي پر هغو چا باندي چي زموږ خوښېده او راته يو د مثال نمونه وو. دا کار د زياتو عربو او ايرانيانو په برخه کي هم د اعتبار وړ دئ، چي اوس اوس بوش ته د دښمن په سترگه گوري، خو په پټه سره بيا هم د امريکا غوندي ژوند ته سترگي په لارو دي. په داسي حال کي چي له واشنگټن څخه د بيلتون او رټني هيله من نه دي، اروپايان غواړي په امريکا کي داسي يو ملگری ولري، چي ورسره د خپلو ربړو په باب ږغيدلای او په گډه سره يې حل کولای سي. او يا لږترلږه د حل کولو اقدام کوي.

د جورج بوش په اداره کي دا کار تر ډيرحده پوري ناممکن وو. واشنگټن هر څه په خپله خوښه او خپل سر سره کول، پرته له دې چي خپلو ملگرو، ملگروملتونو او نړيوالو اصولو ته کومه پاملرنه وکړي. نو ځکه له امريکا سره کړه وړه کوم آسان کار نه وو.

له همدې کبله په امريکا کي د قدرت د بدلون ليوالتوب زيات شوی او دا اميد چي آيا د ټاکنو ورځ به کوم بدلون راولي او که څنگه. د ټولپوښتنو له مخه اورپايي هېوادونه او په تيره بيا اسلامي نړۍ، هغه چي ځان د بوش لخوا تر کړاو لاندي راوستلې بولي، ډيموکراټ بارک اوباما ته سترگي په لاره دي.

يو نوی پيل، چي دا ممکن کړي، په برابره سويه سره يو له بل سره چال چلند وکولای سي، په متقابل احترام سره او يوه ورځ نه يوه ورځ په پوره ملگرتيا سره. نه دا چي د امريکا د مشرتابه په ورتگ سره لاري او کوڅې پوښ کړل سي، بلکي دا چي د امريکا مشر د خلکو په منځ کي ځای ولري، لکه بارک اوباما چي په برلين کي درلود دی. فليپپ په پای کي ليکي: دا هيلي لږ څه کم واکه ښکاري، ځکه چي اوباما هم ټولي نه شي تر سره کولای. خو له امريکا سره د موجوده اړيکو ښکارندويه دي. په ټاکنو کي که په ظاهره سره د امريکا مشر ټاکل کيږي، خو په حقيقت کي نړيوال دا احساس لري چي ورسره د دوی برخليک هم تړلی دئ.