1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د سپتمبر د ۱۱ دیارلس کاله وروسته هم د تروریزم ټغر نه دی ټول شی

د سپتمبر د یوولسمې د پیښې دیارلس کاله وروسته افغانان وایي چې که څه هم د دوی په ژوندانه کې بدلون رامنځ ته شوی دی، خو په وینا یې له نا امنۍ څخه ویره پر ځای پاتې ده او خلک د خپلې راتلونکي په هکله انديښمن دي.

عتیق الله ۶۷ کلن دی او د کابل ښار سیلو ته څیرمه د سمنتو د پلورلو دوکان لري. هغه د هغو ورځو شاهد دی چې طالبانو به د کیبل او درې په زور خلک لمانځه ته، لنگې پر سرولو او ږیري پريښوولو ته مجبورول او ښځو به له کورونو څخه د باندې وتلو اجازه نه درلوده.

د هغه په وینا طالبانو به هغه ځوانان چې به یې ږیره نه درلوده، وهل او ټکول او آن پر سپین ږیرو به یې هم رحم نه کاوه. د عتیق الله په وینا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال به هر څوک تحقیریدل: «موږ موټر درلود او په ښار کې به مو کار کاوه. یو سړی موږ پيژانده چې پخپله یې کلمه هم سمه نه شوه ویلی راغی او له ما سره ډیره بده وضعه وکړه.»

خو د سپتمبر یوولسمې پيښې د عتیق الله په ژوندانه کې ډیر بدلون راوست. هغه پر دې وتوانید چې خپل لمسې ښځوونځي ته واستوي او زامن یې په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. د کابل ښار دغه اوسیدونکی اوس ټکسي موټر نه چلوي او د سمنتو پر تجارت باندې مشغول دی. دغه افغان د کورنۍ د ټول نوي نسل د باسواده کیدو له کبله خوښي څرگندوي او وایي هغه هیواد چې خلک یې بې سواده وي، بهتره ده چې هیڅ نه وي. هغه زیاتوي: «جاپان ته وگورئ له افغانستان سره یې یو ځای خپلواکي واخیسته، اوس جاپان ته وگورئ او موږ چیرې یو.»

عیتق الله د سیلو سړک په اوږدو کې ښکلو او اوچتو ودانیو ته اشاره کوي چې په وروستیو ۱۳ کلونو کې جوړ شوي دي. د هغه په وینا د سپتمبر یوولسمې افغانانو ته ډیر فرصتونه برابر کړل: «افسوس افسوس پر دې چې یوازې یو امنیت نه لرو. که نه له هر لحاظه د خلکو ژوند ښه شوی، د کار له نظره، د ودانیو له نظره همداشان د تعلیم او تربیې او هر لحاظه د خلکو وضعیت ښه شوی دی، خو افسوس چې امنیت نه شته.»

د ناامنۍ په هکله انديښنې

د سپتمبر د یوولسمې د پیښي وروسته د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د بریدونو په پایله کې طالبانو ماتې وخوړه او تر هغې وروسته لومړي مؤقت حکومت او بیا انتقالي ادارې پر کار پېل وکړ. د ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۰۴م کاله پورې د رامنځ ته شوي امنیت له کبله خلکو په راحت سا کښله. په دغو کلونو کې بیا رغاونې او د حکومتدارۍ د بنسټونو پیاوړي کیدو، خلک خپل راتلونکي ته هیله من کړل.

خو طالبان چې د متحده ایالاتو د هوایي بمباریو په پایله کې یې خوندي پټنځایونو ته پنا وړې وه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ میلادي کلونو کې یې خپل ځانونه یو ځل بیا پیاوړي کړل او د امریکايي ځواکونو او افغان دولت پر ضد یې عملیات پېل کړل.

د حفیظ الرحمان منگل، په نوم د کابل ښار یو بل تن اوسیدونکی وایي امنیت یوازې تر کابله محدود شوی دی او په وینا یې خلک نه شي کولای په آرامه زړه نورو ولایتونو ته سفر وکړي: «یوازې په کابل کې امنیت دی. په نورو ټولو ولایتونو کې موږ د خپل ځان، مال او عزت په هکله په انديښنه کې یو. هغه پېښه چې په پغمان کې رامنځ ته شوه، خلک یې په داسې یوه انديښنه کې واچول چې اوس فکر کوي چې په خپلو کورونو کې هم امنیت نه لري.»

د کابل ښار دغه اوسیدونکی وایي د سپتمبر د یوولسمې پېښې دیارلس کاله وروسته هم خلک د خپلې راتلونکي په هکله په اندېښنه کې دي او پر دې نه پوهیږي چې افغانستان پر کوم لور روان دی. د منگل په وینا دیارلس کاله مخکې خلک خپلې راتلونکي ته امیدواره وو، خو اوس یې ناهیلیتوب له ورایه په څیره کې ښکاري.

دیارلس کاله ترمخه نړیواله ټولنه له تروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې افغانستان ته راغله. افغانان هیله من وو چې د افغانستان د متحدینو په همکارۍ به دغه هیواد نور د تروریزم قرباني نه شي.

خو د سیاسي چارو افغان کارپوه شاه حسین مرتضوي، وایي چې دیارلس کاله وروسته طالبان دومره پیاوړي شوي دي چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جگړه اخته دي. مرتضوي زیاتوي: «له بده مرغه افغانانو او نړۍ چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې کومه هیله درلوده، موږ د یوې ښې لاس ته راوړنې شاهدان نه یو او په افغانستان کې تروریزم په هماغه قوت او هماغه کچه چې په لومړي سر کې وو پر ځای پاتې دی. او دا هم افغانستان او هم نړۍ ته گواښ شمیرل کیږي.»

د نوموړي کارپوه په آند سیاسي مسایل، نسبي ثبات او په افغانستان کې د حکومتدارۍ ادامه په مستیقمه توگه له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره د امنیتي تړون په لاسلیکیدو پورې تړلي دي. د مرتضوي په وینا د تیرو دیارلسو کلونو د لاس ته راوړنو ساتل د افغانستان د متحدینو له مالي او نظامي ملاتړ سره تړلي دي.